شعـــــرونه

در په در پښتانه/ نجیبه ګهیځ احمدزۍ

نجیبه ګهیځ احمدزۍ

نن چې ګورم پښتانه دي در په در
ګریوان څیري په کوڅو کې ببر سر

پښې یې لوڅي پر تن دي لوڅ لغړ
جام په لاس کې ګرځوي یې ور په ور

پښتانه دي وروسته پاتي له کتاب او له قلم
وژل کیږې بې دریغه له لر دي او که بر

پښتانه وو هر ډګر کې غلیم مخي ته سپر
نن یادیږې پښتانه منشا د هر جنګ

حقیقت به یوه ورځ سې را څرګند
نه پټیږې په یوه ګوته ټول لمر

که هر څوک کوي پښتون ته بد نظر
انسان نده نه جمله ده د بشر

پښتانه مې دې دوه سترګې او ځیګر
تري قربان د احمدزۍ سه مال او سر

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close