
د محاکمې په ورځ د مرسي د وژل کیدو احتمال
د “رصد” خبرې اژانس مدیر اټکل کوي چې ښايي د مصر ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسي محکمې ته د حاضرولو په ورځ د یوې توطیې په نتیجه کې ووژل شي.
عمرو فراج وايي امکان شته چې د محکمې د تالار په مخ کې د مرسي د تیریدلو پر مهال ګډوډي او تاوتریخوالی جوړ کړل شي، د اړودوړ له دې فضا څخه په استفادې ووژل شي، او بیا یې پړه د مرسي په لاریون کوونکو پلویانو واچول شي.
نوموړي د ټولنیزې رسنۍ په صفحه (فیسبوک) کې په خپله شخصي پاڼه لیکلي:
“زما اټکل دا دی چې له لاندې څلورو کارونو څخه به یو ترسره کیږي:
۱- د محکمې تالار ته به مرسي اصلا حاضر نکړل شي.
۲- د محکمې تالار ته به حاضر کړل شي، خو داسې دوايي به یې ورته ترزیق کړي وي چې له ژبې ښورولو او خبرو کولو به یې غورزولی وي.
۳- د محکمې تالار ته به حاضر کړل شي، خو د تالار په مخکې به له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې جوړې کړل شي، او په همدې ترڅ کې به ووژل شي او بیا به یې وژنه د مرسي په هغه پلویانو تاوان کړي چې د پیښې په ځای کې راغونډ شوي وي.
۴- د محکمې تالار ته به حاضر کړل شي خو هیڅ رسنۍ او خبریال ته به د محاکمې د پوښښ اجازه ورنکړل شي، او محاکمه به یې د پردې تر شا په مرموز ډول ترسره شي”.
ویل کیږي چې ګوښه شوی ولسمشر محمد مرسي به د نومبر په ۴ نیټه محکمې ته حاضر شي.