نظــر

غافل مشره!


 سیف الرحمن رحماني

چي سرونه د ځوانانو خاوري نه شي
په خـــبرو چا وطـــن ګټلــــی نه دی

د اشغال تاو شوي ځنځیرونه مو د ازادۍ لمانځلو ته نه پریږدي، دلته اوس هم د ولسونو پښې او لاسونه د غلامۍ په ځنځیرونو تړل شوي دي، د ژوند ټول مراحِل مو د نور تر قدمونو لاندي دي، د غلامۍ الفاظ مو اوس هم د نومونو په پاي کښي ذِکر کیږي، که د وطن د ازادۍ مفهوم دا وي نو بیا خو موږ باید هغه ورځ ولمانځو په کومه ورځ چي د انګریزانو نجس قدمونه د همدې غیرتي خاوري پر سر زمین کیښودل شول او دا خاوره یې تر خپل تسلط لاندي را وستل.

نا خبر او بې صلاحیته مشره! موږ کومه ازادي ولمانځو د ازادۍ کومه فلسفه راژوندۍ کړو، د خاوري تر څنګ مو کلتور، مذهب، عقيدې او اذهان هم د غلامۍ په لوګیو تور شوي دي، بې واکه مشره! د ولسونو د ارتداد نعري دي نه ويښوي، د اسلام څخه د افرادو د بغاوت چیغه دي اوس هم غوږونه نه مني، د غربي ښامارانو وحشتونه دي اوس هم له ذهن څخه د ازادۍ د روانو لاپو فلسفه نه غورځوي.

هغه چي د اشغال په ټنډه د غلامۍ پر بستر د ازادۍ سندري وایې د ازادۍ له خونده اوس هم محروم پاته دي، اوس یې هم د غلامۍ ستړی احساس د بدن په ټولو رګونو کي لکه د ویني غوندي جریان لري، د غلامۍ سیوري ته دمه کونکي افراد اوس هم د ازادۍ د دروغو چیغي بدرګه کوي، خو دوي نه پوهیږي چي د ازادۍ سینې ته رسیدل څومره په سترو قربانیو سره کیږي، د ازادۍ په لار کښي څومره ویني بهیدل غواړي او څومره د تکالیفو ډک ژوند ته اړتیا شته.

اوس ځیرک او عقلمند ولسونه په دې پوي شوي دي چي د ازادۍ تر عنوان لاندي ولسونه تېر ایستل کیږي، اذهان یې مغشوش کیږي، د اشغال د تورتم په لمن کي ساتل کیږي، ولسونه اوس دا درک کولای شي چي افغانستان اوس هم د اشغال په لمبو کښي سوځل کیږي، مو جوده حکومت یې یو غلام او اجیر حکومت دی، د حکومت ټول افعال او سکنات یې د نورو په خوښه دی.

د ازادۍ خوند له ازادو او خپلواکو ولسونو وپوښتئ،
هغه چي د غرونو د سرونو ښکلا یې دوچنده کړې ده، هغه چي د صلیبي تړاکګرو مخي ته سپر ګرځیدلي دي، هغه ولسونه چي دې مقام ته د رسیدو په لار کښي یې د تن غوښي او هډونه وشیندل، چاچي د هجرت کړاونه او تکلیفونه ګاللي وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
افغان

رحمانی صاحب ، شکلی او له حقایقو ډکه لیکنه دی لیکلی الله ج دی اجرونه درکړی، زه ورسره له یوی خبری غیره سل به سلو کی موافق یم هغه یوه خبره جه ورسره نه یواّځی موافق نه یم سخت مخالف یم او هغه دغه غلام مولۍ سری سکولریست ااو کمونست پلورل شوی ته د [[[ د مشر ]]] سپیڅلی لغت کارول د دغه لغت سپیڅلتیا ته توهین دی . هغه فاسد ، ناوړه او غلام ته چه یی بادارانو دوهم متفکر لقب ورکړی اصل هدف یی تر کرزی وروسته دوهم متفکر نه بلکه دوهم غلام او کرزی لمړی غلام وو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x