نظــر

ارګ اوس د ولسي وګړو په وژل کیدو د خواشینۍ پیغامونه هم نه خپروي

شاهد (غزنیوال)

د تیرې جمعې په شپه امریکايي الوتکو د پکتیکا ولایت په خوشامند ولسوالۍ د مناري کلي د وریښمین په نوم د یوه ډاکټر پرکور هوايي برید وکړ.

په یاد برید کې د رسنيو د وركړل شويو رپوټونو پر اساس د ډاکټروریښمین په شمول د هغه د کورنۍ ۱۳ تنه وژل شوي چې ډیری يې ښځې او ماشومان دي.

یاده پیښه د خوشامند ولسوال ګلاخان هم تائید کړي او رسنیو ته يي ویلي چې له پيښي وروسته سیمي ته یو شمېر قومي مشران هم ورغلي او هغوي لیدلي چې په وژل شویو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شته.

د فضل عمر په نامه د پیښې یوه عيني شاهد او قومي مشر رسنيو ته ویلي چې بمبار د ډاکټر وریښمين پر کور شوی دی او وژل شوي کسان هم د نوموړي د ورور په شمول ټول د هغه د کورنۍ غړي دي.

د امریکایانو په لاس د شهید ډاکټر وریښمین او دهغه دکورنۍ د وژل شویو غړیو بوږنوونکي تصویرونه په خواله رسنیو کې هم په پراخه پیمانه نشرشول.

په افغانستان باندې ترامریکايي یرغل وروسته نیږدي هره ورځ د هیواد په کلیو اوښارونو باندې د بهرنیو ځواکونو لخوا دا سي بریدونه کیږي چې اکثریت قربانیان يي ولسي وګړي په تیره ښځې او ماشومان وي.

بهرني ځواکونه دا بریدونه د طالبانو د له منځه وړلو په پلمه کوي ، خو کوم ځایونه چې د هغوی لخوا په نښه کیږي هغه ډیری ولسي سیمې او ورسته د قربانیانو له انځورونو او ژوندیو شواهدو څخه ثابته شي چې د برید هدف ولسي وګړي دي چې په بیرحمانه ډول د بمباري هدف ګرځیدلي او له ژونده بي برخې شوي.

د حامد کرزي د واکمنۍ پرمهال به دا معمول و چې کله به د امریکایانو په بمبار کې ولسي خلګ ووژل شول نو بیا به د ارګ له لوري ورباندې یوه تشریفاتي خواشیني ښکاره کیده او په دې اړه به شخصا د کرزي لخوا د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوۍ په پلمه رسمي پیغام خپریده.

خو له کله چې دولسمشرغني په مشرۍ ګډ حکومت منځته راغلی بیا د امریکایانو لخوا د ولسي وګړو په وژل کیدو د خواشینۍ پیغام خپرولو معمول هم له پامه غورځیدلی.

د ولسمشر غني په مشرۍ د ګډ حکومت له جوړیدو سره سم امریکايي ځواکونو په ولسي سیموباندې د بمبارۍ تر څنګ په رسمي دولتي مرکزونو، روغتیايي کلنیکونو او د دفاع وزارت په اړونده پوځي قطعاتو باندې هم هوايي بریدونه پیل کړل چې له امله يي په لوګر، کندوز، میدان وردګ او غزني کې څو ځله د دفاع وزارت اړوند د ملي اردو پوځیان هم ووژل شول، خو ارګ نه ورباندې کوم د خواشینۍ پیغام صادر کړ او نه يي هم په خپلو مربوطو ځواکونو باندې د دامریکایانو د بریدونه غندنه وکړه.

د تیرې جمعې په شپه د پکتیکا ولایت د شهید ډاکټر وریښمین په کور د امریکايي یرغلګرو وحشیانه برید او دهغه په ترڅ کې د یادې کورنۍ د معصومو ماشومانو شهادت هغه زړه بوږنوونکې پیښه ده چې ټول هیوادوال یې ویرجن او هرچا ورسره په یوه ډول نه یوډول خپل تأثرات شریک کړل.

خو ولسمشر غني د امریکایانو په دوستۍ او له خپل حکومتي سیال ډاکټر عبد الله سره د سیالۍ په جګړه کې داسې محو دی چې د امریکایانو په لاس د وژل شویو تنکیو ماشومانو په شهادت یې د خواشیني یو تشریفاتي پیغام خپرول هم په فکر کې نه ورګرځي او نه يي هم له امریکایانو سره بي کچه مینه د هغوي د دې وحشیانو کړنو غندلو اجازه ورکوي.

خون ناحق دست از دامان قاتل برنداشت _ ديده باشي لكه هاي دامن قصاب را

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x