افغانستان

پکتيا : د شواک ولسوال د رشوت اخيستو له امله په ۳ کاله بند محکوم شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل):د پکتيا د شواک ولسوالۍ ولسوال تورن سرور اندېښمن د رشوت اخيستو له کبله په درې کاله تنفيذي بند محکوم شوی.

ويل کيږي ولسوال په يوه حقوقي قضيه کې ۱۹ زره کالداري رشوت اخيستی.

نوموړي ته ياده سزاء د ابتدائيه محکمې له لوري اورول شوې.

د محکمې د پرېکړي په اساس به ولسوال سرور درې کاله بند تېروي او د ترلاسه کړي رشوت دوه چنده پيسې به ترې اخيستل کيږي.

ولسوال سرور اندېښمن بيا د محکمې له لوري ياده پرېکړه غير عادلانه بللې او د تميز محکمې غوښتنه يې کړې.

بايد ووايو وړاندي هم په ياد ولايت کې تر لس تنه زيات دولتي چارواکي په فساد تورن بلل شوي او بنديان شوي خو تر دې دمه نه کومه سزا ور کړل شوې او نه هم محکمه شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ملنګ یارمجاهد

دایو بندي اشنا فریاد شاعر:ملنګ یار مجاهد دزولانوشړنګار مې نه هیریږي دا تورې شپې چپتیا مې هم یاده ده له رنګه تور او ډیر بدرنګ انسان وو هغه ترخه څیره مې هم یاده ده مورې په خوب کې هر ساعت ویریږم مورې له هغه انسان ډیر په تنګ یم مورې په غوږ کې راته چوغې واهي له هغه دنګه انسان ډیر په تنګ یم مورې له یوکاله بې خوبه یمه مورې له اوس هم په خوبوکې راځي هغه ظلمونه او زاهرجنې قیصې هره سحنه یی په سوچوکې راځي مورې هغه یاران باڅنګه چې وي هغه زما سره پنجره کې چې… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x