افغانستان

اجرائيه رئيس ته يو ځل بيا نوازشريف د سفر بلنه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل):شاوخوا يو کال وروسته د دوهم ځل لپاره نوازشريف اجرائيه رئيس ته د اسلام آباد د سفر بلنه ورکړې.

د اجرائيه رياست د مطبوعاتي دفتر په ننۍ خبرپاڼه کې راغلي چې د پاکستان سفير سيد ابرار حسين او اجرائيه رئيس پر بېلا بېلو موضوع ګانو ناسته درلوده.

په کابل کې د پاکستان سفير په ننۍ ناسته کې د نواز شريف له خوا اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.

اجرائيه رئيس له نوازشريف نه د منني تر څنګ ژمنه وکړه چې په يو مناسب وخت کې به پاکستان ته سفر کوي .

وړاندي هم د پاکستان لومړي وزير نوازشريف له اجرائيه رئيس نه خپل هيواد ته د سفر غوښتنه کړې وه خو د دواړو هيوادونو د اړيکو ترينګلتيا د نوموړي په سفر کې خنډ شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x