افغانستان

هلمند : لشکرګاه ښار کې توغندۍ لګېدلي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د هلمند مرکز لشکرګاه ښار شاوخوا سيمو کې څلور توغندۍ لګېدلي.

چارواکي اټکل کوي چې لګېدلي توغندۍ مرکز ته له نژدې نادعلي ولسوالۍ نه را توغول شوي.

تر دې دمه د مرګ ژوبلي اړوند معلومات نه دي خپاره شوي.

نن ټکي آسيا ته ځايي سرچينو ويلي چې درې توغندۍ د لشکرګاه ښار په لوري را توغول شوي خو سرچيني د توغندۍ له هدف نه ناخبري څرګنده کړې او وايي په اړه يې معلومات نه لري چې را توغول شوي توغندۍ به چيرته مښتي وي؟

د والي وياند عمر ځواک پېښه مني او وايي يادي توغندۍ د ځنګله په سيمه کې لګېدلي چې په نيم کيلومترۍ کې يې د ولايت مقام ، د ملي امنيت رياست او نوري دولتي ودانۍ پرتې دي.

طالبانو لا له وړاندي ګواښ کړی وو چې د هلمند مرکز به د خپل ثقيله اسحلو هدف نيسي او له ځايي اوسېدونکو يې غوښتي وو چې بايد له حکومتي تأسيساتو ځان ګوښه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x