نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د بې پولي ډاکټرانو اداره وايي په يمن کې د دوی پر روغتون د بمبار له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۹ نور ټپيان دي.
پېښه د يمن په عبس سيمه کې را منځته شوې.
د بې پولي ډاکټرانو اداره د بريد پړه د سعودي عربستان په مشرۍ د هغه ائتلاف پر غاړه اچوي چې په يمن کې د حوثي وسله والو پر ضد بريدونه کوي.
د بخښني نړيوال سازمان بريد په کلکه غندلی خو د سعودي ائتلاف يې اړوند څه نه دي ويلي.
بې سرحده ډاکتران وايي ۹ تنه د ددوی د کارکوونکو په ګډون وژل شوي او ۲ نورو په روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې.
ملګري ملتونه د يمن په جګړه تر دې مهاله د دوه ميليونه وګړو د بې ځايه کېدو او ۶۴۰۰ تنو د وژل کېدو خبره تائيدوي ، د وژل شويو له جملې سم نيمی ملکيان دي.