azeemi isaf spokeperson

د جنرال عظیمي اومل پاسوال سالم احساس ضد او نقیض څرګندونې

نن ټکی آسیا- سرمقاله: د کابل حکومت  د دفاع وزارت ویاند ښاغلي جنرال عظیمي اوکورنیو چارو  وزارت د پوليسو چارو عمومي قوماندان مل پاسوال محمد سالم احساس پرون  د حکومت د لوړو پوړو ويندويانو داړيکو په کنفرانس  د هیواد  د وروستیو پوځي پیښو په اړه یولړ څرګندونې وکړې.

نوموړیو ښاغلیو  د دغو څرګندونو په ترڅ کې  په یوشمیر داسې وا قعیتونو اعتراف وکړ چې له مخې یې په څرګند ډول په افغانستان کې د ناټو په مشرئ  د۷۰۰۰۰ بهرنیو ځواکونو  او دهغوئ ترحمایه لاندې  داخلي عسکرو  په ناکامي او ناتواني حکم کید لای شي.

د دفاع وزارت ویاند جنرال عظیمي  په خپلو څرګندونو کې وویل چې  د طالبانو لخوا  د دوئ په خلاف پیل شوي  د خالد بن ولید عملیات  بهرنیانو پلان کړي چې په ترڅ کې یې   تر (۲۰۰۰) زیات داخلي ځواکونه وژل شوي .

خو  د دغه مشترک  کانفرانس بل ګډون وال   د کورنیو چارو  وزارت د پوليسو چارو عمومي قوماندان مل پاسوال محمد سالم احساس  بیا د طالبانو د عملیاتي پلان  دطرح کولو نسبت  د طالبانو مشرانوته  وکړ  چې د ده  په خبره   د هیواد په ۳۰ ولایتونوکې د دغه   عملیاتي پلان(خالد بن ولید عملیات)  د بریدونو شمیره  ۶۶۰۰ رسیدلې  او له امله یې  (۲۰۴۰)  داخلي پوځیان وژل شوي .

په  دغه کانفرانس  نه جنرال عظیمي او نه هم مل پاسوال سالم احساس د دې جرأت وکړای شو چې د داخلي ځواکونو  دتلفاتو ترڅنګ  په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د وژل شویو  پوځیانو په اړه هم دکانفرانس ګډونوالو ته معلومات ورکړي .

دکورنیو چارو د وزارت د پوليسو چارو عمومي قوماندان   په خورا تفصیل سره ټول هغه پوځي تحرکات یوپه بل پسي یاد کړل کوم چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې  د طالبانو لخوا  د بهرنیو او داخلي ځواکونو په خلاف ترسره شوي  او په  ترڅ کې په زرګونه  پوځیان وژل شوي .

د ښاغلي سالم  له خولې د طالبانو لخوا  په  بهرنیو او کورنیو ځواکونو باندې  د  دغه شانې  مختلف النوع  محاربوي عملیاتو ترسره کول  خپله په دې اعتراف  دی  چې  هغوئ (طالبان) د هیواد په  هره سیمه او ساحه   مسلط او هلته  د جوي او  موسمي شرائطو  له په پام کې نیولوسره سم  مقابل لوري  تر برید لاندې نیسي .

په هیوادکې  د لسګونو زره بهرنیو پوځیانو  او د دفاع ، داخله او ملي امنیت  وزارتونو   دمنظمو تشکیلاتو ترڅنګ  د طالبانو  لخوا  د هغوئ په خلاف  د(۶۶۰۰)  تحرکاتو ترسره کول  دا جوتوي  چې  په  ټولو دغو پوځي پیښو کې ابتکار عمل  دطالبانو په لاس کې دی او مقابل لوری  یواځې  په  دفاعي  کمزوري وضعیت کې قرار لري .

د بهرنیو  او کورنیو ځواکونو  د کمزوري  وضعیت  په اړه  خپله  مل پاسوال سالم احساس په دې اعتراف کوي چې د هغوئ  له ټولو  امنیتي ترتیباتو سره سره بیاهم  دهیواد په بیلا بیلو برخوکې  د ټاکنو لپاره  د رايې ورکولو له ٦٨٠٠ مرکزونو څخه  ١١٠٠ مرکزونه  له سخت ګواښ سره مخ ، او نور ٢٥٩ یې په  بشپړه توګه تړل شوي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د