ټولنیزه برخه

اصلاح او بدلون څنګه پیل کړو؟

حامد افغان

کله چې زه نوی ځلمی وم، هیلې او امیدونه مې بې شمیره او وینه مې توده وه؛ د ټولې نړۍ د اصلاح او بدلون خوبونه مې لیدل، چې یو څه مې ځواني پخه او عقل مې هم وده وکړه پوه شوم چې زما له فکر سره سم نړۍ نشم بدلولی، نو خپل امیدونه مې راټول او د هدف ساحه مې محدوده کړه، او د خپل هیواد په اصلاح او بدلون مې بسنه وکړه. څه موده وروسته راته معلومه شوه چې دا هم ناشونی غوندې کار دی.

کله مې چې عمر زیات او عقل پوخ شو وروستۍ پریکړه مې دا وه چې زه باید خپل نږدې خلک اصلاح او په ژوند کې یې بدلون راوستلو ته تیار کړم، لکه خپله کورنۍ دوستان او نږدې ملګري. خو هغوی ټولو منفي ځواب راکړ او یو هم زما په خوله بدلون ته نه و تیار.

اوس چې زه د مرګ په بستر پروت یم، د خپلو ابته شویو هیلو او امیدونو جنازې ته ژاړم؛ راته روښانه شوه چې که نوي ځلميتوب کې مې ځان اصلاح کړی وی او ژوند کې مې بدلون راوستی وی نو زما کورنۍ او دوستانو ته به مې د اصلاح لاره روښانه او اسانه ګرځولې وه، هغوی به خامخا زما نه متاثره کیدل او د اصلاح او بدلون لورته به یې ګامونه اخیستل.

بیا به د کورنۍ په اړیکو او مرسته د هیواد د اصلاح، بدلون او پرمخیون لاره راته اسانه شوې وه او هغه مهال شونې وه موږ د نړۍ بدلون او اصلاح لپاره هم ګامونه پورته کړي وی. وروسته یې لیکلي و: زما غلط پیل دې ستاسو د عبرت وړ وګرځي، په دې باوري شئ چې د اصلاح لومړی ګام له ځانه پیل کیږي. دا مهم نصیحت د یوه نامراده متفکر په قبر لیکلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

افغان صاحب السلام علیکم !!!!!!! ستاسی له یاده ووتلم او که د دوستانو د شمیر به زیاتوالی کی درڅخه ولویدم ، او که سپین ږیری شوی حافظه دی کمزوری شوه او یا لا خدای ناخواسته د لویی بازار کی دی کوم ګوټ اوبه وچښلی ، ږغ راباندی نه کوی الله ج دی وکړی چه روغتیا دی هم ښه شوی وی . د دی لیکنی په اړه : ډیره اموزنده لیکنه وه ، زما ستا نوم ته خیال نه وو د لیکنی عنوان می خوښ شو ومی لوستله ، ما ویل چه دا څومره بوه شخص لیکلی د لیکونکی نوم پسی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x