عبدالجبار قهرمان؛ د هلمند د جګړې عمومي اوپراتیفي مسوول

د طالبانو دښمن ته تورونه او بهانې ورختمې شوې

خالد رعد

د اشغال له پيل سره په افغانستان ميډيايي يرغل هم يوځای پيل شو، هغه مهال چې طالبانو بيرته خپل صفونه منظم کړل او په اشغالګرو او د هغوی په وطني غلامانو يې بيرته د خپلو ټوپکو خولې ورواړولې، هيڅ داسي څه يې په لاس کې نه لرل چې په توسط يې عامو او خاصو خلکو ته خپل غږ رسولی وای، دا مهال ټول ميدان د ښکيلاک په چوپړ کې لګيا رسنيو ته خلاص و، څه يې چې ويل ويلی يې شوای او تر ډيره حده ورسره ډيرو ځکه منله چې له مقابل اړخه يې هيڅ وضاحت او رد نه اورېده.
وايي چې رښتيا معلوميږې دروغو به کلي وران کړي وي، د دې متل مطابق هغه وخت د مجاهدينو د بدنامۍ په موخه ډير خپاره شوي راپورونه دروغ و، حقيقت معلومول ځکه سخت وو چې نه مجاهدينو راديو لرله، نه مجله، نه ويب پاڼه او نه هم ننۍ ټولنيزې شبکې ټويټر او فيسبوک وو چې مجاهدينو او يا عامو خلکو دي د حقيقت په څرګندولو د خبريالانو ناروا خولې بندې کړې وای، همدا وجه وه چې دروغو يې په سپيڅلي صف ډير خلک بدګمانه کړي وو. او کله خو د دوی راپورونه رښتيا هم ځکه و چې اشغالګرو يوه ډله خلک د همدې مقصد لپاره په کار ګمارلي وو چې د مجاهدينو د نام بدۍ په موخه د دوی په نوم د دين او وطن د اصولو او ارزښتونو خلاف کارونه ترسره کړي.
خو نن داسي نه ده، نن د رښتيا پټول د لمر په دوو ګوتو پټولو مرادف دي، هيڅوک نشي کولی دروغ رښتيا معرفي کړي، نن مجاهدين ټولې هغه لارې په لاس کې لري چې په توسط يې کولی شي حقيقت تر هر کلي او کور پورې ورسوي او د خولوره رسنيو لپاره ترې د خرپوټي کار واخلي.
دا څو ورځې له رسنيو اورو چې طالبانو په هلمند کې پاکستاني ماهر جنګيالي رامخکې کړي، دوی توري دريشي لري، ډيري خبري ځکه نه کوي چې پښتو/فارسي يې نه زده، او بې مثله رسا ويشتل کوي، دا او نوري خبرې په دې ولايت کې د دوه سرې ادارې جنرالان او قومندانان هم کوي؛ مګر دا ټول هغه څه دي چې د ترهيدلي دښمن په وارخطايي دلالت کوي، د مورال بايلل، د مجاهدينو په وړاندي د جګړې جرأت نه لرل او په ټوله کې د دوی ناروا او ناحقه وجود ښکاروي، په نن د پرون ګمان کونکي جنرالان او چوپړ وهونکې رسنۍ يې هيڅ داسي شواهد په لاس کې نه لري چې د خپلې مدعا د ريښتيا ثابتولو لپاره يې وړاندي کړي؛ مګر په مقابل کې طالبانو په ځلونو وښودله چې په خپل لاس روزلو زلمو يې دښمن داسي له لاس او پښو غورځولی چې يوازې خوله يې ژوندۍ پاتې ده، دوی د انځورونو، مرکو او ويډيويي راپورونو په نشرولو سره تکرارا مخکې له مخکې دخپل دښمن د خولې بندولو کار وکړ؛ خو وايي سړی چې اوبه واخلي ځګ ته هم لاس اچوي.
دغه راز د رسنيو له خوا په يو نشر شوي خبر کې راغلل چې طالبانو په لوګر کې يو ښوونځی سوزولی او يو بل خبر کې تور پوري شوی و چې پلچکونه يې وران کړي دي، خو دا خبر د طالبانو ويان په عجيب طرز رد کړ او ويې ويل چې دا کارونه خپله د ملي امنيت اداره د دې لپاره ترسره کوي چې خپل شوم هدف (د مجاهدينو بدنامي) ته ورسيږي، که مجاهدينو ښوونځي او پلچکونه ورانولی په ورځ کې يې سلګونه له منځه وړلی شوای.
همداسي ده، نن په اطرافي اوسېدونکو علاوه ښاري خلک هم د دې خبرې عيني شاهدان دي چې مجاهدين ښوونځي او پلچکونه نړوي نه بلکه پالي او رغوي يې، دوی د تعليم او تربيې کميسيون او دغه راز د مؤسساتو اداره لري چې تر خپل واک لاندې سيمو کې دا دواړه ادارې څاري، فعاليتونه يې ترتيبوي او د استادانو، شاګردانو او د مؤسساتو د کارونو د تعقيب او انسجام چاري په غاړه لري، چې عام خلک يې هره ورځ غونډې، مجالس او خدمات مشاهده کوي.
دا ټول هغه څه دي چې له هره پلوه يې په اشغالګرو، د هغوی په غلامانو او رسنيو باندې د مجاهدينو د نام بدۍ د هڅو مخه ډب کړې، دوی چې له دې سره سره هم په پخوانيو تورونو او بهانو شخوند وهي او د ولس تيرايستلو اميد ترې لري، داسي ښکاري چې نور يې بهانې او تورونه ختم شوي دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د