افغانستان

غور : د امنيې قومندانۍ د امنيت امر د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د غور د امنيه قومندانۍ د امنيت امر چې تېره پنجشنبه له وسله والو سره په نښته کې زخمي شوی وو نن په روغتون کې ساه ورکړه.

د غور د پوليسو مشر غلام مصطفی د نوموړي مړينه تائيد کړې.

د امنيت امير سمونوال محمد زمان عظيمي په پسابند ولسوالۍ کې د يوې نښتي په ترڅ کې سخت ټپي شو او نن غرمه مهال شاوخوا ۱۱ بجې يې د هرات د ۲۰۷ قول اردو په روغتون کې د سختو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د غور ولايت چارواکي د نوموړي مړينه يوه لويه ضايع بولي.

عظيمي له وسله والو سره په ډېرو نښتو کې برخه اخيستې او پر مختلفو دولتي دندو پاته شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x