افغانستان

طالبانو د علماوو نړیوال کنفرانس د «یرغلګرو» پروسه وګڼله

نن ټکی اسیا (سه شنبه، زمري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د افغان دولت په نوښت دایریدونکی د علماوو نړیوال کنفرانس د امریکایانو د هغو کوښښونو یوه کړۍ بللې، چې په وینا یې د خپل غیرمستقیم اشغال د غځولو لپاره یې ترسره کوي.

طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي نړۍ له علماوو غوښتي چې په دغه کنفرانس کې ګډون ونه کړي او پرېنږدي چې په افغانستان کې موجود «اشغالګر» د علماوو له نامه څخه په استفادې خپل هدف ته ورسیږي.

وړاندې د افغان دولت او د سولې عالي شورا چارواکو ویلي وه چې د اسلامي نړۍ په کچه د دیني علماوو کنفرانس لپاره په چمتووالي کار کوي. ټاکل شوې چې په نوموړي کنفرانس کې به د امریکايي ځواکونو او افغان دولت په وړاندې د وسله والې مبارزې په خلاف په شرعي دلایلو بحث وشي.

ویل کیږي چې دغه کنفرانس به په یو بهرني اسلامي هیواد کې دایر شي. د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په همدې تړاو د اندونیزیا او سعودي عربستان له هیوادونو سره خبرې هم کړي.

خو طالبانو دغسې غونډې د «کفارو فرمایشي» کنفرانسونه ګڼلي او د اسلامي نړۍ له هیوادونو یې هیله څرګنده کړې چې په خپله خاوره کې ورته د دایریدو زمینه برابره نه کړي، او همدا راز یې په هغو علماوو هم له کنفرانس سره د مقاطعې غږ کړی چې ښايي د ګډون لپاره وروبلل شي.

طالبان وايي چې له څوارلس کلن «جهاد» وروسته یې د جګړې په ډګر کې امریکایانو ته ماتې ورکړې خو لا هم امریکایان د غیرمستقیم اشغال د اوږدولو لپاره مختلفې پروسې په کار اچوي، د طالبانو په اند له دغو پروسو څخه یوه دا ده چې «د اسلامي نړۍ د علماوو له نامه څخه په استفادې مقدس جهاد په ناروا خونریزیو قیاس او تعبیر کړي».

هېره دې نه وي چې د افغانستان دولت په تېرو پنځلسو کلونو کې وخت په وخت د هیواد او اسلامي نړۍ له علماوو څخه مرسته غوښتې ترڅو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او افغان حکومت په وړاندې جګړې پر خلاف فتوی ورکړي او د طالبانو جګړه ناروا وبولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x