افغانستان

فراه: ایټالوي فوځیانو خپل مرکز افغانانو ته سپارلی، 800 عسکر باسي

نن ټکی آسیا: د ایټالیا خبري اژانس (انسا) وايي په فراه کي د ایټالیا فوځیانو خپل مهم مرکز د افغانستان ملي اردو ته سپارلی، او نور ځینی وتلي دي.

د ایټالیا فوځي چارواکو همدې رسنۍ ته ویلي چي په افغانستان کي نور د ایټالیا دنده پای ته ورسیده، او 800 عسکر ددغه مرکز د سپارلو وروسته ایټالیا ته روان دي.

ایټالیا افغانستان ته د جګړې لپاره خپل 4100 تنه عسکر په کال 2004 را لیږلي وه، او اوس یې هم 3000 عسکر پاته دي، ګمان کیږي، چي د را روان کال 2014 په اولو کي به د ایټالیا اکثره فوځ د افغانستان څخه ووزي.

د ایټالیا د دفاع وزارت رسما مني چي په افغانستان کي د طالبانو سره په جګړه کي 53 تنه وژل شوي دي.

باید وویل شي چي تیره ورځ د اسټرالیا وزیر اعظم هم افغانستان ته راغلی وو، او د روزګان په ولایت کي په هغو مراسمو کي ګډون وکړ چي د اسټرالیا لپاره د جګړې د پای ته رسیدو په مناسبت جوړ شوی وه.

نوموړی اعلان کړی وو، چي د اسټرالیا تر ټولو اوږده جګړه هم په افغانستان کي نوره پای ته ورسیده، او زیاته کړې وه: که څه هم د جګړې بایلونکی او ګټونکی معلوم نه شو، ولي د اسټرلیا لپاره تر ټولو اږده جګړه اخیر پای ته ورسیده.

اسټرالیا به د روان کال تر اخیره پوري خپل ټول فوځ وباسي. او یو شمېر روزونکي به د افغان امنیتي ځواکونو د ترتیب او روزني لپاره پریږدي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x