شعـــــرونه

ازادۍ نشته په خوله لاس کیږ ده

نصيب رحماني

د ژوند حیصه به درته نیمه کړمه
غوږ شه دا یوه خبره سپینه کړمه
ازادي نشته په خوله لاس کیږ ده
او پري درنه ډبره پاس کیږ ده

دا ازادي ده چې لښکرې ګرځي
یا په مو حریم هليکوټرې ګرځي
دا ازادي ده کا دا ګل ورانه وي
کله زابل، کله کابل ورانه وي

زه خو هیران یم ازادي چیرته ده
ولچک لاسو کې خپلواکي چیرته ده
دا چې ضمیر مې غلامې نه مني
د انسانانو بندګې نه مني

په دي تورن یم چې ایمان لرمه
دومره غیرت لرم نشان لرمه
دا د محمودي غزنوي کور ده
دا د اکبر د ابدالي کور ده

دلته ملاله ، زرغونه انا ده
ماته ريښتنې پښتنه انا ده
ورشه میوند کې څه غوښتنه وکړه
له مکناټن نه يې پښتنه وکړه

دا د زمرو د جګو غرو وطن ده
دا د باتورو توریالیو وطن ده
خو اوس څه نشته د لمانځنې په نوم
د خوشحالۍ د راکونې په نوم

بس ازادي وه چې په کډه لاړه
سپینه کوتره وو چې ګوډه لاړه
بس رحماني د سپینې سولې ناري
له ماتو خولو مو وځي نورې ناري

ربه! رحیم یې مهربانه خدایه!
وینه تویږي مې ارزانه خدایه!
ــــــــــــــــــــ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x