نظــر

دخپلواکۍ مفهوم او معنی

لیکنه: شیخ القران مولانا عبدالصبور

۱.خپلواکي دیته وایی چې د یو ملت ټاټوبی خپلواک او حکمران یې اغیار نه بلکې له خپل قام ځنې وي ،حاکم یې د قام په خوښه او رأیه منځ ته راغلی وي، نه په خپل او نه د بل په زور مسلط شوی وي.

۲. دا چې په فکري او عقیدوي لحاظه یو ملت خپلواک وي ،فکري او عقیدوي ازادي ولري ،مثلا د یو مسلمان قام په حیث یې د وطن قانون اسلام وي

۳. د پردیو د کلتوري یرغل نه ازاد اوسي، د یو قام خپل کلتور د هغوی وطن کې مروج وي ،ملت له خپلواکۍ نه دومره سرشار وي چې په خپل کلتور او اجتتماعي سیستم افتخار وکړي

۴. حکمرانان یې په تصمیم نیونه کښې خپلواک او آزاد وي ،تصمیمونه یې د خپل ملت په ګټه وي , د حکومت بهرني سیاست یې د چا د تاثیر لاندې نه وي، د خپل مټ په زور د بل مظلوم قام مرسته وکړای شي ، په بین المللي کچه ظالم ته ظالم و ویلای شي

۶. خپلې زیرمې په خپل اختیار او خوښه استخراج او استعمال کړای شې، له اقتصادي لحاظه چاته محتاج نه وي ، دیته حقیقی خپلواکي او آزادي ویل کېږي ، کوم ملت چې دکوم بل ملت ذهني او فکري غلام وي ،د بل کلتور ،فکر،عقیدې، د بود وباش سټایل ،او اجتماعي اصولو نه متأثره او ذهني مرعوب وي ،دسوال کاسه په لاس ګرزوي ،د بل خیرات ته نڅېږي، دنورو مدد ته سترګې په لار وي ،حکمران یې له اغیارو نه د خیرات په تر لاسه کولو خپله ستاینه کوي ،او له نورو هم غواړي چې ستاینه یې وکړي ، دکومو ملتونو چې دا حالت وي هغه ملتونه آزاد نه بلکې کره غلامان دي،که داسې ملتونه ظاهرا آزاد هم وي ،خپله آزادي تر ډېره وخته نه شي ساتلی. خو ځنې بیا لا داسې هم شته چې د اغیارو غلامۍ کښې ژوند کولو ته خپلواکي او پرمختګ وایي، چې د چا فکر غلام شو دهغه جسم به ضرور غلامېږي، ملتونه هغه وخت له غلامۍ نه بچ کیدای شي چې افکار او عقیده یې ازاده وي.

تل دی وي اسلام ،اباد دی وي افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x