نظــر

کابل کی څه حال و!

د اختر ورځی، د نظر ګل اکا بیټک او شین چای یو بیل خوند لری. نظر ګل اکا تعلیم نه دی کړی خو د پخوا وختونو ډیری په زړه پوری قیصی او پیښی ورته معلومی دی. سیاست سره خو باالعموم ټول افغانان ډیره دلچسپی لری خو نوموړی په دی باره کی لږ څه افراطی ښکاری. د سلام او جوړ تازه نه ورسته یی وویل خبرونو کی د کومه نوی خبره نه ده اوریدلی. والله اکا دا ځل ټول زورواکی انتخاباتو ته ولاړ دی. دوستم، عبدالله، سیاف، اسماعیل خان لنډه دا چی یو هم نه دی پاتی. اکا سوړ اسویلی وکاږه خدای د وشرموی څومره بی ګناه انسانان یی ووژل. یو ملګری خبره را غبرګه کړه….. اکا دلته خو زور بالای زور ده. هغه څوک به انتخابات ګټی څوک چی زورواکی وی، آیا تیر ځل په انتخاباتو کی په لسګونو صندقونه د زورواکو له لوری شپه په شپه ډک نشول. په ځواب کی اکا وویل والله همداسی ده اخر وخت ده، خدای مو د زاړه ایمان ته خیر کړی.
 په مجلس کی ناست هر یو کس خپل غم ژړاوو، چا د بی روزګاری نه سر ټکاوو او چا دولت او امریکا ته بد ویل. یو کس ویل هغه ښار چی یو ملیون کسان په خپل سینه کی نشی ځایولی اوس یی په خپل وجود کی څلور ملیونو خلک ځای کړی دی. د کابل نفوس کی زیاتوالی په غیر طبعی شکل ډیر شوی دی. په ولایتونو کی ناامنی، د روزګار نه شتون او د ژوندانه بنیادی ضرورتونو ته نه لاس رسی هغه څه دی چی عوام یی د کابل پر لور کوچ کولو ته اړ کړی.
 یوه وویل چی د نفوس زیاتوالی خو څه کوی دلته د رینجر موټرو په تعداد کی زیاتوالی هم په غیر طبعی شکل دی. په ښار کی به مو په لسګونو د نورو ولایتونو رینجر موټری په سترګو شی. کابل ته نږدی پرتو ولایتونو والیان، د پارلمان غړی، امنیه قوماندانانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په کابل کی دیری اچولی دی. دوی هفته، دوه هفتی او یا میاشت کی یو ځل ایله له خپل ولایت څخه لیدنه کوی او د حاضر پاڼی ډکوی.
یو ملګری چی هغه د خواراکی توکو ایجنسی درلوده وویل اقتصادی وضعیت ډیر خراب شوی. په تجارت او راکړه ورکړه کی نقد کاروبار کم شوی او اکثره کاروبار په قرض روان دی. ملی سوداګر لویو پروژو نیولو ته زړه نه ښه کوی.
هر یو د سرمایی لګولو په ځای د سرمایی د ذخیزه کولو او یا هم له هیواده د باندی ایستلو په فکر کی دی. 
امنیتی تړون لاسلیک کولو ته هم اوس خلک خوشحاله نه دی. یوه بل ګډون وال وویل د تاجکستان نه د برق راواردولو په ځای باید په خپلو زیر بناوو کار وکړو. په سوال باندی هیڅ وطن هم پرمختګ نشی کولی. د اقتصادی کومکونو د راټولولو نه زیات یو منظم اقتصادی پلان او د دغو پیسو شفاف او عادلانه تقسیم ته اړتیا ده. کار اهل کار ته سپارل او ښی حکومت داری ته ضرورت دی. خو دا هر څه د سولی په فضا کی کیدی شی چی په هر څه مو خپل اختیار وی.  
مجلس ډیر په زړه پوری و او په ډیرو موضوعاتو بحث وشو. اخر کی نظر ګل اکا دغه شعر ووایه:
که دا وړی له امریکی وی او دا جولا وی له کابله
نر د بولمه ګل خانه که دا شړی دی وا وبدله 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x