fbpx

عاجل : طالبانو کندوز د مرکز په ګډون د ۲ ولسواليو پر مرکزونو بريدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۵ل): نن سهار وختي طالبانو د کندوز ولايت پر مرکز ، د چهادرې او خان آباد ولسواليو پر مرکزونو او ګڼو امنيتي پوستو لوی تعرضي بريدونه پيل کړي.

د تخار ـ خان آباد لويه لار طالبانو بنده کړې او د دوی په وينا د امنيتي ځواکونو د تګ را تګ مخه يې ډب کړې.

چارواکو په کندوز کې د روان حالت په اړه له رسنيو سره څه نه دي شريک کړي.

طالبانو نن ټکي اسيا ته په را لېږلي خبر پاڼه کې ويلي چې حکومتي چارواکي د دوی تر ((کلکي محاصرې)) لاندي دي او زياته مرګ ژوبله ور اوښتې.

خبر پاڼه زياتوي په روانه جګړه کې زيات مهمات د طالبانو لاس ته لوېدلي.

له سيمي نه موثقي سرچيني وايي طالبانو د کابل ـ مزار لويه لار هم په خپل واک کې اخيستې.

ويل کيږي د کندز ښار پر شاوخوا سيمو امنيتي ځواکونه د څرخي الوتکو په مټ بمبار کوي.

د کره جزئياتو لپاره نن ټکی اسيا تعقيب کړئ!

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
engener habib
میلمه
engener habib

يا خدايه له دې واره يې ورستي وارکړی چې تل مفتوحه پاتي شي

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

غلامانو ته خپلواکی غلامی او غلامی ورته خپلواکی ده. لمړی افغانستان د امان الله خان تر وخته خپلواکی لرله او دا خپلواکی روسانو او انګریزانو د خپل مخامخ جنګ د مخنیوی په خاظر په ګډه منلی وه دای د بفر یا جلاوالی هیواد منلی وو . دا چه کله به ورپکسی د یوه او کله به د بل ابرقدرت نفوذ پکی زیات وو هغه جلا خبره وه ، مثلا د یعقوب خان له وخت او یا څه دمخه د انګریزانو نفوذ زیات وو ، د همدغه نفوذ له مخی یی له عیاش او ناپوهه ثعقوب خان څخه یی د لری… نور لوستل »

ساپی
میلمه
ساپی

نن می ولوسته چی دوه ولسوالئ دطالبانو په لاس فتح شوی مګرزه کله چی دحکومتیار صیب دراتګ ډمامه وغږیده نوزه يقيني شوم چی ددی سولیدلی اولاسپوڅی دولت ورستئ سلګئ دی ځکه هردولت چی دحکومتیارصیب سره اړیکه ونیسیی اویاهغی ته دراتګ بلنه ورکړی نوخبره خلاصه وی فقط اخری شرم دهغي په اوږو ورواچوی اوپه خر بي سپور راولی اوپښي ابله یی بیاپه ترپکوکومی سوړی ته شیوه کوی.
مونږبه دالله ج دربارته ددعالاسونه لپه کړو ترڅو دبشپړی خپلواکئ خاوندان شوو.
په پښتنی درنښت

الحاج استاذ بیانزی
میلمه
الحاج استاذ بیانزی

ساپی صاحب ، ستاسی د تبصری په تایید به یو څه زه هم ورسره زیات کړم هغه څه چه زه یی ورسره زیاتوم تر تبصری زیات معلومیږی کیدی شی لیکنه کی یی ځای په ځای کړم