تر پول سوخته لاندې / طنز

ذره بین

د پول سوخته لاندې بیروبار و.په خیرو بار پوډریان او چرسیان شلیدلې جامې او ژیړ مخونه د ګندګیو په سر راټول او مخامخ دیوال ته یې په ټېغو سترګو کتل.

پرمخامخ استنادي دیوال باندې د سکرو په کاږه واږه خط لیکل سوي و( له مخدره موادو څخه د هیواد د خلاصون د ورځې په ویاړ غونډه) د دیوال مخ ته ماتوړ خان چرسي د یوه خیرن بیلر تر شا ولاړ و او د مخدره توکو پر ضد یې غونډې ته وینا کوله.

ماتوړ د چرسو له سګرټ څخه کش وایست، ژور ژور وټوخېد او بیا یې په بنګنه لهجه وویل: اشنایانو او زما د ملنګۍ د دنیا انډیوالانو! خبره داده بله نه ده چې په مونږ او تاسو د خدای پاک ډیر رحم او فضل سوی دی چې په دې ځای کې یې سره را یوځای کړي یو او د مخدره موادو پر ضد خبرې کوو.

ماتوړ د سګریټ ایره وڅنډله بل کش یې ترې ویوست او بیا یې وویل: دا نن چې کومه ورځ ده دا ډیره مبارکه ورځ ده، په دې ورځ زموږ هیواد له مخدره موادو څخه په مکمل ډول خلاص سوی او د معتادینو شمیره صفر ته راښکته سوې نو ځکه اوس دا ورځ موږ همیشه لمانځو.

جلندر ټکري چې په سر یې څادر اچولی او د پوډرو په څکولو بوخت و یو دم یې سر لوڅ کړ، ببر ویښتان یې وڅنډل او غږ یي کړ یک چک چککک. ګردو پوډریانو چکچکې کړې. د غونډې خاموشي ماته او غالمغال پورته سو،له بلې خوا خمټ ګل چې د شا لمن یې ګنډې نیولې وه ور ولاړ سو، د بیلري سټیج خواته ورغی، خیرن موټی یې پورته کړ او په جذباتي غږ یې وویل : مردا باد مخدره مواد. زندا باد د ملنګۍ بوټی. . . ټولو پسې شعار بدرګه کړ.

د پوډریانو غالمغال د شاوخوا خلکو او لارویانو توجه جلب کړه، ګڼ ماشومان او لویان د لارې له سر نه د پوډریانو نندارې ته راوګرځېدل،مامور قیمت ګل چې بکسه په لاس د خپل دفتر په خوا روان و دې نندارې سودا ورواچوله او یوه شیبه د پوډریانو د مجلس سیل ته پښه نیولی سو.

پوډریانو د مخدره موادو پر ضد بیانیو او شعارونو ته دوام ورکړ، مامور قیمت ګل چې د نندارې په حقیقت پوه سو خندا ورغله خو خبره یې کنترول نه کړای سوه نو ځکه یې په لوړ غږ پوډریان مخاطب کړل:

ــ اې د خدای ساده ګانو تاسو شرمیږئ نه چې د مخدره موادو پر ضد خبرې کوئ او یا له دې مردارې پدیدې څخه د هیواد د خلاصون ورځ لمانځئ! په داسې حال کې چې همدا اوس مو سیګرټونه په لاس کې دي او د چرسو لړې باسئ.

ماتوړ چې د سټیج مخې ته ولاړ و، د خلکو په خوا یې سونډک تاو کړ او کله چې د مامور صیب خبرې ختمې سوې په خپله ځانګړي لهجه یې ورغبرګه کړه: یاره بابا د خلکو په کارو دې څه کار دی ورځه خپله لار وهه.

ــ زه ستاسو په کار نور کار نلرم البته دومره یادونه مې وکوله چې دغه غونډه ستاسو له شان سره سخته بې مناسبته ده.

ــ یاره نو نن سبا کوم یو کار په مناسبت برابر سوی چې زموږ غونډې ته بې مناسبته وایې؟

ــ څرنګه کوم کار..؟ ستا په مطلب پوه نه سوم.

ــ مطلب مې دادی چې دلته خو هر کار همداسې بې مناسبته دی، دا تاسو حکومتیانو چې آبله ورځ له خارجي اشغال نه د استقلال ورځ ولمانځله په داسې حال کې چې په سر مو د اشغالګرو بې پیلوټه طیارو، بالونونو او چورلکو پیرې کولې او له غونډې څو کیلومتره آخوا درته امریکایي ټانګونه غوریدل.نو تاسو چې داسې بې مناسبته غونډې د عیدګاه په میدان کې جوړولی سئ آیا موږ یې تر پله لاندې نه سو جوړولی؟

مامور صېب چې د خبرې په ژورتیا رسیدلی او بې ځوابه سوی و څټ یې وګراوو او په داسې حال چې تګ ته یې ځان جوړاوو ویې ویل: ورکوه یې لیونیان په نشه کې دي په ځان نه پوهیږي چې په هوښ راغلل پوه به یې کړو .

خو ماتوړ ورغبرګه کړه: موږ به په نشه کې داسې بې مناسبته غونډه جوړه وي چې ښایي خلک مو ډیر ملامت ونه بولي،مګر اصلي لیونیان خو تاسو یاست چې پرته له نشې په عادي حالت کې دغسې بې مناسبته او خندنۍ غونډې جوړوئ.

مامور صیب ته غوسه ورغله: یاره ته څه پالتو ګډ یې چیرې دی اشغال یا اشغالګر ؟ دغه څو خارجیان که ته یادوي دا خو اشغالګر نه دي بلکې دا خو زموږ سره کومک کوي او زموږ مرستندویان دي.

ماتوړ خټ خټ وخندل : هههههههه عجبه خبره دې وکړه ستا دا خبره خوکټ مټ داسې ده لکه زموږ د خمټ ګل شعار. مردا باد مخدره مواد او زنداباد د ملنګۍ بوټی . . ههههه په دې خو زما غوندې لیونی هم پوهیږي چې یوازې دنوم او عنوان په بدلون سره د کوم شي حقیقت نه بدلیږي. لکه مخدره مواد او د ملنګۍ بوټی چې یو شی دي، انګریزي اشغالګران او امریکایي مرسته کوونکي هم کټ مټ یو شی دي، ځانونه به نه غولوو.

مامور صیب چې د پوډري منطق واورېد پرته له دې چې څه ووایي مخ یې واړاوو او په اوږدو ګامونو د بیروبار له منځه ووت.

۱۳۹۵/۵/۲۷ هـ ش