افغانستان

دفاع وزارت: په تیرو څلورویشتو ساعتونو کې ۲۰ عسکر وژل شوي دي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۵ل): دفاع وزارت په خپله تازه خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی ۲۰ تنه منسوبین د هیواد په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو پر وخت وژل شوی دي.

په خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې په یاده موده کې د مقابل اړخ هم په لسګونو مخالفین وژل شوی دي، په ځانګړې ډول د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالي کې ۵۲ تنه وژل شوي او تر ۴۳ تنه ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت په خپلو خبرپاڼو کې د ملي اردو د وژل شویو عسکرو په اړه بشپړ معلومات نه دي ورکړي، خو وايي چې په ننګرهار، لغمان، لوګر، غزني، پکتیا، پکتیکا، خوست، میدان وردک، کندهار، فراه، غور، بادغیس، فاریاب، سرپل، بغلان، تخار، کندز او هلمند کې عملیات کړي دي.

خبرپاڼه کې دفاع وزارت د ملي اردو د ټپیانو خبر نه دی ورکړی خو ویلي چې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې د مقابل اړخ ۹۳ تنه کسان ټپیان کړي دي.

باید وویل چي طالبان هم هره ورځ ادعا کوي چې د امنیتي ځواکونو په لسګونو کسان یې د هیواد په مختلفو ولایاتو کې د جګړو پر مهال وژلي او په لسګونو یې نور ټپیان کړي دي.

د کتونکو په باور دواړه لوري د افغانستان په روانه جګړه کې خپل د لوري تلفات کم ښيي او د مقابل اړخ تلفاتو کې مبالغه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x