نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲۴ برخه)

 په همدې خونه کې د کونړ یو د پنځه دیرشو، څلویښتو کلونو په عمر بزګر را سره و، له پیله یې څوک پایوازۍ ته نه وو راغلي! او نېږدې دوه میاشتې یې کېدې! ده ویل په کور کې یو کس یم، اولادونه مې واړه دي، په خپله سیمه کې مې خواري او غریبي کوله، د خلکو ځمکې مې په دهقانۍ نیولې وې، همغه مې کاله کولې او سمبالولې، له دې لارې مې خپل اولاد ته یوه مړۍ حلاله روزي پیدا کوله.

 زه نور کار ته خوشی نه وم؛ ځکه د ځمکو کاله کول ډېره زیاته سرګرداني غواړي، یوه ورځ امریکایان وو که داخلیان زما د کور مخې ته یې په کتار ماین چاودېدلی و، کور مې د سړک پر غاړه دی! زه ناروغ وم، په کور کې پروت وم، دوی راغلل را ویې ایستم! چې ګواکي دا کار تا کړی! او یا دې له هغه چا سره چې دا ماین یې دلته ښخ کړی لاره شته ده! ما چې هر څو ورته وویل چې زه دهقان سړی یم، په دې کارونو کې نه کار لرم او نه ورته وزګار یم! بس چا ته وايې! او څوک شته چې ږغ دې واوري!

را یې وستم، ریاست ۹۰ ته، دلته وحشیانو د وهلو ډبلو پیل را باندې وکړ، وايي حال ووایه! ته پلانی پېژنې، بیستانی پېژنې! خبره نه اورېدل کېده، او له ما سره هم څه نه وو، مجبور وم، پیپونو، لغتو، سوکانو ته به یې ټېنګېدم! ځکه درواغ مې نشوای ورته ویلی! زما ږېره دا اوس چې وینې له دې ډېره اوږده وه ! بس دا به يې راته دلیل نیولو چې ستا ږیره غټه او اوږده! ته یا طالب یې او له یا له طالبانو سره لار لرې!

آخر په خونه کې ملګرو هم راته وویل او زما هم نظر همدا شو چې دا ږيره یو څه لنډه کړم! خو په څه به مې لنډوله! د لنډولو هېڅ وسیله نه وه راسره! فکر مې وکړ چې راشه په غاښونو یې غوڅوه! په دې توګه به مې هره ورځ لږ لږ کموله! آخر د خونې په یو کونج کې سم یوه دلۍ ویښتان غونډ شول! تر دې چې اوس دې حالت ته را ورسېده! اوس تقریبا د قبضې په اندازه وه که به لږ کمه وه!

   په وهلو یې ډېر سخت تنګ کړم، په دا مخ مخ یې ووهلم، آخر مې مخ داسې تور شو، ما ته یې ویل لکه دغه ستا ږیره! قسم درته کوم! چې د تشناب په هنداره کې مې چې ځان ته وکتل مخ مې د وهلو له لاسه تک تور شوی وو! پښې مې د وهلو له لاسه تکې تورې شوې! یوازې تلې نه، بلکې پنډۍ او زنګنونه مې هم تور شول! ټول بدن مې هم همداسې ټوک ټوک و! هر څه به مې چې وکړل له وهلو نه د خلاصېدو لار چېرته وه؟

   ډېر فکر مې وکړ آخر یوه لار ذهن ته راغله، هغه دا چې کله به دوی د لغتو او سوکانو د وهلو پیل را باندې وکړ، ما به دا خپل تشی ور تاو کړ! ما ویل ګوندې وي چې په دې ګورده کې یوه لغته را برابره شي!  او له همدې سره ځای په ځای شهید شم! له دې جنجالو به خلاص شم! له دې وروسته به یې چې لغته را ته کش کړه ما به تشی ور تاو کړ! یو څو لغتې یې ووهلم! آخر دی هم را باندې پوه شو! چې دا تشی ولې را تاووي! پوښتنه یې را نه وکړه چې کله زه د لغتې وار در باندې کوم ته تشی را تاووې! ولې؟

  ما ورته ویل: ډېر تنګ شوی یم، نور د وهلو توان نه لرم! په څه حال مو کړی یم! تشی ځکه در تاووم، زه وایم که دې کومه لغته زما په دا تشی برابره شي چې همدلته له دې غمونو نه خلاص شم! تاسو  له ما نه هغه څه غواړئ چې له ما سره نشته! او نه پرې خبر یم!  دا خبره مې چې ورته وکړه، په څارنوال کې سمدستي تغیر راغی! له دې وروسته یې بیا ونه وهلم!
    اوس مې دا دي دوه میاشتې وشوې، نه له کور نه خبر یم، نه له اولاد نه! هغه کوم فصلونه مې چې کرلي وو، هغه به اوس ټول خراب شوي وي! ځکه څوک نشته چې سبمال یې کړي! دا خو پرېږده چې زما اولاد به څه خوري! خبره د ځمکې والا ده، هغه به را ته وايي چې مونږ خو ځمکه تا ته په دهقانۍ در کړې وه، او ته لاړې زموږ ځمکې شاړې شوې! فصلونه خراب شول! ځکه نو زمونږ حق هم را کړه!  اوس حیران په دې کې یم چې دا به ورته له کومه کوم؟ له خپل کور او اولاد سره  خو به یوه ګوزاره وشي! خو له دې سره به بیا څه کېږي!
   له دې ټولو سره سره ډېر صبرناک، نیک اخلاقه، او خادم انسان و، یوه ورځ زما بدن ډېر سخت ګنډلی و، هېڅ نه پوهېدم چې څه وکړم! داسې وم لکه له سر نه تر پښو مې چې رګونه ټول ګڼدل شوي وي! ده راته ویل څه درباندې شوي؟ ما ویل داسې یو حالت را باندې راغلی نه پوهېږم چې دا ولې؟

   ده راته ویل راځه چې زه دې چاپي کړم، سمدستي به ښه شې، ما ویل که داسې وشي ښه به وي، که ته به تکلیف شې! وايي نه، نور مې په ولیو، په ملا، په پښو کلک کلک وختلو، مټې مې یې کلکې کلکې چاپي کړي، لاسونه او پښې مې یې ښې ډېرې وښورولې! الله دې اجر ور کړي، ډېر تکلیف یې را سره وایست، لږ وروسته بالکل نورمال حالت راباندې راغی!
 بیا سره جلا شوو، څه وخت وروسته مې په یو بل دهلیز کې یوه ورځ تر سترګو شو، بیا مې له یو ملګري نه پوښتنه وکړه، هغه ویل چې تر اوسه یې پایواز نه دی راغلی، او د دوسیې حال یې هم نه دی لګېدلی! بیا پرې خبر نه شوم!

زه تقریبا یوه میاشت په همدې خونه کې وم، نور ملګري یې ټول را نه بدل کړل خو زه یې نه بدلولم، څه وخت وروسته یې یوه بله ډله کسان همدې خونې ته راوستل! یو د څلويښتو شاو خوا پوخ، قوي هیکله، غټ اندامی، غنم رنګی سړی پکې وو، الله جل جلاله په لوی او قوي بدن نازولی و، په رښتیا چې بسطة فی الجسم و، الله جل جلاله ډېر قوي او روغ بدن ور کړی و، لویې لويې پلنې خپړې، ډبلې مټې! د مخ لویه کاسه! ځواکمني، قوت او غیرت یې له ورایه په څېره کې ځلیدل! خو له تګ نه یې درک لګېدو چې روغ نه دی! لکه زخمي زمری! آرام آرام، درانه درانه قدمونه به یې اخیستل! له هیبت نه ډکې سترګې به یې ښکته اچولې وې! کله کله به یې پورته وکتل! که څه هم چې خپله دخلکو په اصطلاح آمی سړی و، خو له علماوو او طالبانو سره یې سخته جوړه وه! د قرآن کریم تلاوت او اذکارو سخت خوند ور کولو! مونږ به هره ورځ د ماسختن له لمانځه وروسته تبارک الذي سورت، او د سهار له لمانځه وروسته سورت یاسین او د مازدیګر له لمانځه وروسته د اسماء الله الحسنی ختم کولو! د ده به دایمي خوله په ذکر ښورېدله! وخت په وخت به زما څنګ ته راغی! وايي مولوي صیب چې نن مو ختم کړی وای! نن د جمعې ورځ ده د درود شریف ختم مو کړی وای! ما به ورته ویل حاجي صیب! ملګري تنګېږي، همدا بس دي، داسې نه چې بیا د ملګرو زړونه تنګ شي او له قرآن کریم او اذکارو نه یې زړونه تور نشي! ته یې خپله کوه، زه هم کوشش کوم، خو نور ملګري به نه مجبوروو! ده به زړه نا زړه ظاهرا را سره ومنله! خو زړه به یې ویل چې نه! باید ټول یې وکړي! نور څه کار لري! په داسې سخت حالت کې پراته یو! بندیان یو! دنورو په واک کې یو! ډوډۍ مو د نورو په واک کې ده! خوب مو د نورو په واک کې دی! اودس مو د نورو په واک کې دی! آخر چې الله ته هره شېبه عذر او عاجزي ونه کړو نو څه به کوو! دا د ده دزړه خبرې وې! که څه هم چې په خوله یې نه کولې! خو مخ یې دا ټولې خبرې یوه یوه کوله!

  دا حاجي صیب آدم خان نومېدو، د لغمان ولایت اوسېدونکی و، غریب سړی وو! وايي پروسږ کال مې درې که څلور خوریونه او وروڼه یو چا را ته شهیدان کړل! د شپې له خوا يې کمین را ته نیولی و! په لارې کې مو لرګي بار کړي وو! پوه نشوو چې دا وحشت او ظلم چا را سره وکړ! اوس په خیمه کې اوسېږم! اولاد مې ووړ دی! نه پوهېږم چې اوړه او خرڅ به یې له کومه کړي وي! په کور کې دومره څه وو چې هغه به اوس وختي خلاص شوي وي! دې ظالمانو زه ولې راوستلی یم؟ ما څه کړي! له همدې سره به یې د مظلومیت اوښکو سترګې ډکې کړې! بې اختیاره به یې پر مخ را روانې شوې!  ما به چې د ده بڼې او غیرت ته وکتل او بیا به مې یې اوښکو ته وکتل! ډېر سخت فکر به مې خراب شو! ما ویل دا مټې! او دا سر چې ژاړې یو څه ور سره شوي! که نه دا ډول بدن خو چې په مرمیو سوری سوری کړې وبه نه ژاړي! بیا به مو تسلې ور کړه چې خیر حاجي صیب! دا وختونه تېرېږي، ظلم که هر څو اوږد او ډېر شي آخر پای لري! ته فکر مه خرابوه! الله به دې د اولاد چاره هم کړې وي! د اوړو او خوړو چاره به یې دې هم کړې وې! داسې به یې ساتلې وي چې تا به په خپل شتون کې داسې نه وو ساتلي! بیا به یې لږ تسلې وشوه! بله ورځ یې له ډېر وخت نه وروسته پایواز راغی!! هغه وه خوشحالي!  تا به ویل چې آزاد شو! پایواز یې ورته ویلي وو چې ستا له بندیتوبه وروسته خلکو کور ته وریجې، راوړې، اوړه یې راوړل! غوړي یې راوړل! په کور کې دې هر څه پریمانه دي! هېڅ چورت مه وهه! له کور نه دې بالکل بې غمه اوسه! چې خونې ته راغی داسې خوشحالۍ یې کولې! له دې سره یې نور هم اذکارو او درودونو ته مخه کړه!

  کیسه به یې کوله چې دلته کابل ته دخپلوانو کره راغلی وم! د شپې له خوا امریکایانو چاپه راباندې ووهله!  ریاست ۹۰ ته یې بوتلم! په ریاست ۹۰ کې افغانانو داسې ووهلم! چې تصور یې نشي کېدای! د ریاست ۹۰ ټول ځوانان را باندې ستړي شول! په نوبت به راته ولاړ وو! یوه به چې ښه ځان را باندې ستړی کړ! بیا به بل شروع راباندې وکړه!

هر څه یې چې وکړل! اعتراف یې راباندې ونشو کړای! آخر یې یوه ورځ د برق سیم راته را واخیست! په سر کې یې یوه اوسپنه وه، څو واره یې راباندې وکړل! تقدیري یو وار په دې سر را باندې را برابر شو! له لګیدو سره سم د وینو یو شړ شو! داسې وینې نه وې! د څارنوال یې هم غړي وتښتول! زه په ځمکه را پرېوتم! له څارنوال نه لار ورکه شوه! نور راغلل! ټول حیران شول! سمدستي یې روغتون ته د بیولو تابیا ونیوله! تر څو چې یې برابرولم! وینو خونه ډکه کړه!

روغتون ته یې بوتلم! هلته یې یو څه للو پتو راباندې وکړل! بیرته یې راوستم! خو بیا د بودې نه وم! خونې ته یې بوتلم! هملته پروت وم! آدم خان ماما مونږ ته سر را ښکاره کړ! یو ژور پراپر پکې جوړ و! نېږدې دوه میاشتې یې کېدې! وايي تر اوسه مې ځان نه دی وینځلی! بدن مې ټول ټپ ټپ دی! له سره تر پښو یې پوټکي اچولي وو! له مونږ سره یې مشوره وکړه چې څنګه اوس ځان ووینځم که نه؟ مونږ ټولو ورته ویل چې نه! ځکه بدن دې ټوک ټوک دی! که اوبه ور ورسېږې داسې نه چې بېخي له اخه توخه ولوېږې! ځان وینځلو ته خو به دې ضرورت نه وي؟ ده ویل نه!

 اوس په لاره سم نشوای تللی! کله به چې روان وو له ورایه معلومېدو چې سړی بې خونده دی! کرار کرار به روان وو! درانه درانه ګامونه به یې اخیستل! مونږ ته به یې ویل، دا زما چې اوس کوم بدن دی، دا مې د اصلي بدن نیمايي هم نه دی! تاسو چې زه هغه وخت لیدلی وای چې ریاست ۹۰ ته یې نه وم بوولی! اوس خو مې نیم بدن هم نه دی پاتې! مونږ به حیران شوو چې دا خو لا نیمايي نه دی پاتې! چې جوړ وې څه ډول به وې!

 په ریاست ۱۷ کې یې د خپل تحقیق د یوې ورځې کیسه کوله، وايي یوه ورځ څارنوال تحقیق را نه کولو! ما خپل ټول مظلومیت ورته وویلو! چې په هېڅ نه یم خبر! د شخصي دښمنۍ ښکار شوی یم! هغه چې په ریاست ۹۰ کې یې وهلم هغه کس چې نور یې راته راوستل، په نورو یې هم وهلم او خپله یې هم وهلم! هغه کس زمونږ د لغمان دی! نور ته پوهېږي څارنوال صیب! څارنوال ته مې ویل چې دعا راته وکړه! څارنوال په ښه دعا ونازولم! وايي ځه خدای دې مردار کړه!!! دا خبره یې په ډېره عاجزۍ سره وکړه! وايي ما له دې ظالم نه دعا وغوښته ده ښېرا راته وکړه! دا خبره یې چې وکړه زما خندا نه درېده! ما ویل وو حاجي صیب! له څارنوال نه دې ولې دعا غوښته؟ ته پوهېږې چې څارنوال څوک دی! هغه خو تا د چړې خولې ته برابروي! او تا دعا تر غوښته! ده به ویل ما ویل چې خو مسلمان دی زړه به یې را باندې وخوږېږي! ما به چې کله ورته وکتل خندا به راغله! وخت پر وخت به مې ځورولو! ما ویل نو له څارنوال نه دې ولې دعا غوښته؟ ده به سر کوږ کړ! ما ویل چې ګوندې زړه یې را باندې وخوږېږي! زه څه خبر وم چې دا دومره ظالم دی! …

نور بیا  

عبد الحنان مجاهد

———————

ددې لیکني د نورو برخو لپاره دلته کلیک وکړه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x