غني او عبدالله نن سره ګوري

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، زمري ۲۷مه ۱۳۹۵ل): د ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې ولسمشر غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله نن په ارګ کې یو ساعت لېدنه لري.

د جان کیري په نوښت د ګډحکومت جوړېدو سره د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ اړیکې سمې نه وې، اجراییه رییس به د ولسمشر او ولسمشر به د اجراییه رییس فرمانونه ویټو کول، خو په دې وروستیو کې د دواړو مشرانو تر منځ اختلافات هغه وخت رابرسېره شول چې اجراییه رییس د ځوانانو په یوې غونډه کې اشرف غني د ولسمشرۍ لپاره نا اهل وګڼلو او اشرف غني نوموړي څرګندونې د حکومتولۍ د اصولو خلاف وګڼلې.

د دواړو مشرانو تر منځ ملاقات د تېرې شنبې په ورځ ټاکل شوی و، خو د ناڅرګندو لاملونو له کبله دغه لیدنه وځنډول شوه. اوس تازه د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه‌پال ویلي چې د حکومت دواړه مشران به نن په ارګ کې سره وګوري.

مینه پال زیاته کړې چې دواړه مشران به په ټولو مسایلو بحث وکړي، ولسمشر به د عبدالله عبدالله ټولې غوښتنې واوري او وروسته به دواړه مشران له خلکو سره وګوري او په ټوله کې به ګډ تصمیم ونیسي.

اجراییه رییس هم د ولسمشر او اجراییه رییس تر منځ ملاقات تایید کړی خو جزییات يې نه دي ورکړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حضرت بلال
میلمه
حضرت بلال

تازه خبر : #ډاکتر عبدالله خپل کیس اوفرا ته ولیږه. یو څو میاشتی مخکی عبدالله په افغانستان کی د ازیل غوښتنه وکړه، د عبدالله د پاکستان گوتی راوه وتلى او 4 میاشتی یی ډوبلین کړ، یو څو ورځی دمخه یی ورته د کیس کتابچه ورکړه او عبدالله خپل کیس اوفرا ته ولیږه نن ورځ اشرف غنی  عبدالله ته وویل چی ستا کیس تر مونږ راورسید. له هغه وروسته اوفرا عبدالله ته یو رندیو ولیږله او ورته یی وویل چی هره ورځ خپل ادرس ګوره او خپلی انترویو ته منتظره اوسه . توجه! که چیری عبدالله رندیو میس کړه نو له 6-18… نور لوستل »