نظــر

ازادي چا ړنګه کړل؟

لیکوال: سیف الرحمن رحماني

موږ د وخت د لویي بریتانیې(انګریزانو) څخه ازادي وګټل، د قربانیو ثمره مو لاسته راوړل، د مظلومانو هیلي مو وګټلې، د شهیدانو ویني مو بې ځایه نه کړې، د هیواد لمن مو د ناوړه قدمونو څخه پاک کړ، پر سینه مو ورته د خپلواکۍ شمعه روښانه کړل، د ازادۍ ورځ مو د تاریخ پرسینه په زرینو کرښو ولیکل، د قهرمانۍ څلي یې اوس هم د هیواد په زړه کي هم هغه سي زرین پاته دي.

خو دا خبر مو هم د ازادۍ تر عنوان لاندي په تورو کرښو لیک شوه چي یو ولس شته چي د قهرمانۍ او شجاعت پر فلسفه یې د انګریزانو فوځونه تس ونس کړل، د ازادۍ سپېڅلی ویاړ یې تر لاسه کړ مګر هغه ویاړ لکه څنګه چي لازم وو هغه سي ونه ساتل شو، د ازادۍ واک مو د تورو لاسونو او زړونو خاوندانو ته په واک کي ور کړ، د ازادۍ لپاره جګړه مو په مقامي جګړه بدله شول، د هیواد د حُریت او ازادۍ فکرونه مو له سره ولاړل، اِرا دو مو ډیر ژر نوې بڼه خپله کړل چي د اِرادو د بدلون تاثیر مو د ازادۍ پر اوچت مقام هم ولوید.

د تور تاریخ پر مخ داسي کسان را څرګند شول چي اولسونه یې اوس هم نفرت په زړو کښي ګرځوي، دا هغه کسان وه چي د ازادۍ بله ډیوه یې د نورو په لاسونو مړه کړه، د ولس په حق کښي یې د غدارۍ، خیانت او فریب لاره اختیار کړه، هغه جګړه د دې هیواد داخلي دوښمنانو پرمخ وړل د خارجي کړیو په مرسته یې رهبري کیدل، او د بیا اشغال لپاره یې ورته ورو ورو زمینه برا برول، شاشجاع او ګور ګین تاریخ تکرار کونکي په دې خاوره کي زرونو تیر شوي دي چي د هغو د جملې څخه یې ۹۰% د شمالې ټلوالي غړي وه.

د شمال په لمن کي ډیر داسي کسان تیر شوي دي چي همیشه یې د هیواد حُریت او ازادي ګواښلې ده، د موجوده وخت شمالي ټلواله هم د هیواد په اشغال کي ښکاره او څرګند رول لوبوي، د وخت د ښامارانو په لمڅون یې د اسلامي نظام د ړنګیدو هڅي پیل کړي د ځان ملاتړي یې د نورو په واک کښي ور کړل، د ازادۍ ګټلي شان یې د غربي داړه مارانو په خُله کښي ور کړ، د مؤمینو ولسونو ارمانونه یې له خاورو سره خاوري کړل، د وخت غداره طبقه همدا د شمالي ټلوالي روزل شوي غړي او برخمن دي.

د ساتلو هڅي یې هغه افرادو کولې او کوي یې چي د قربانیو احترام یې درلود، د ولس غمونو یې ورته زړه خوړین کړی وو، د مهاجرت شپي او ورځي یې د تکالیفو په بدرګه تیریدلې او تیریږي، نن دا ویلای شو چي د وطن د ازادۍ لپاره روانه جګړه یو ځل بیا د سپېڅلو لاسونو په واسطه د ګټلو په درشل کي ده .

ان شاءالله تعالٰی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x