افغانستان

نورستاني طالبان په ژمي کي هم عملیاتو ته دوام ورکوي

د نورستان امنیه قومندان مل پاسوال عبدالباقي نورستانۍ وايي چي طالبان په ژمني موسم کي د بریدونو توان نه لري نوموړي د یوي ځانګړي مرکي په ترڅ کي وویل چي نورستان هغه ولایت دي چي په ژمي کي په واورو پوښل کیږی نو له دي امله د طالبانو تلونکي راتلونکي لاري تړل شوي وي دا قومندان وايي چي که طالبان بیا هم برید وکړي دوي به سخته ماته ورکړي نوموړي داسي مهال په خپلو خبرو پوره باوري دي چي روان اوړي په نورستان کي د طالبانو بریدونه لسګونه وه

بل پلو
نورستان د هیواد په ختیځ کي یو هغه ولایت دي چي ګومان پري کیږي شاوخوا اوه لس اسلام پالي ډلي په دي ولایت کي خورا ستر مرکزونه لري
د بیلګي په توګه د اسلامي امارت طالبان، تحریک طالبان، حزب اسلامي، لشکر طیبه، لشکر سلفي، القاعده، او نوري ګڼي داسي ډلي شتون لري چي د افغان دولت او امریکا تر مشري لاندي نړیوالو ځواکونو پرخلاف جګړه کوي
په نورستان کي بیا د جنګالیو اکثریت طالبان دي چي د نورستان په هره ولسوالۍ کي نفوذ لري
موده وړاندي د نورستان امنیتي مقاماتو داسي مرکه کي وویل چي نورستان کي د ژمي په راتګ سره طالبان بریدونه نه شي کولي
خو طالبانو په نورستان کي د دولت نمایندګانو خبره ردکړه  او وايي چي دوي د پخوا په پرتله خورا ځواکمن دي او په ژمي کي هم خپلو عملیاتو ته دوام ورکوي د طالبانو ویاند زبیخ الله مجاهد سره خپلواک خبریال زرداد شینواری مرکه

۱ سوال شینواری : مجاهد صیب نورستان امنیتي مقامات خبر ورکوي چي طالبان په نورستان کي د ژمي په موسم کي د بریدونو توان نه لري ستاسو يي په اړه ځواب څه دي
۱ ځواب مجاهد : تاسو ته بهتره معلومه ده چي په نورستان کي طالبان څومره واکمن دي په سلو کي اتیا فیصده سیمه د طالبانو سره ده یوازي د ځینو ولسوالیو مرکزونه د دولت سره دي او دوي د خپل سل مترۍ کي هم واک نه لري طالبان د الله لپاره جنګ کوي دوي ته اوړي او ژمي کوم فرق نه لري لکه څرنګه چي په اوړي کي جنګ ادامه لري همداسي به په ژمي کي دوام ولري
۲ سوال شینواری : په دي ورستیو کي د وانټ وایګل ولسوالۍ د طالبانو له منګلو ووته ایا دا د طالبانو یوه ماته نه ښايی
۲ ځواب مجاهد : د وانټ وایګل ولسوالۍ اوس هم د طالبانو سره ده یوازي د کرزي دولت عسکر په ولسوالۍ کي وي او دوي دلته هم له بریدونو خوندي نه وي د دوي واک تر خپلو شاوخوا سیمو پوري هم نشته او د ولسوالۍ له مقر څخه د طالبانو شاته کیدل یو تاکتیکي عمل وه
۳ سوال شینواری: موده وړاندي د نورستان لپاره د طالبانو والي شیخ دوست محمد خان امریکايي بي پیلوټه الوتکو په برید کي له خپلو څو ملګرو سره ووژل شو دولتي مقامات وايي چي طالبان په نورستان کي کوم نفوذ لرونکي مشر نه لري په دي اړه ستاسو نظر

۳ ځواب مجاهد :  د طالبانو که په هره سیمه کي مسول وژل شوي وي پر ځاي يي داسي کسان ګومارل شوي دي چي د هغوي تشه ډکه کړي زه د دولت دا خبره په کلکه ردوم چي ګواکي وايي چي په نورستان کي د طالبانو پیاوړي رهبري نشته د نورستان لپاره د طالبانو رهبري سمه ده

بل پلو په نورستان کي د طالبانو یو شمیر سیمیز قومندان وايي چي لا تر اوسه دوي له جګړي ستړي شوي نه دي او د الله لپاره جهاد کوي دوي وايي چي په نورستان کي سلګونه طالبان په ژمني موسم کي د جګړو لپاره تیاري نیسي
د ولس باچا کرزي ددور له شروع په نورستان کي د طالبانو بریدونو له زرو اوختی یو امنیتي سرچینه وايي چي ددي بریدونو یوه زیاته برخه يي امریکايي مرکزونه وه چي امریکایان ترې وکوچیدل

دا چي په رښتیا به په نورستان کي طالبان په ژمني موسم کي بریدونه وکړای  شي یا نه وخت به يي ځواب ووايي

زرداد شینواری

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x