نظــر

داسد اته ویشتمه دافغانانو داتلولۍ سمبول

عاکف مهاجر

داسد اته ویشتمه له انګریزي ښکیلاکه دګران هیواد دخپلواکۍ ورځ ده داسد اته ویشتمه دافغانانو داتلولۍ یو سمبول ده د افغانانو دویاړ ورځ ده دافغانانو نه هیریدونکې میړانه په ډاګه کوي له انګریزي زورواکانو یې په دغه ورځ خپلواکي ترلاسه کړې ده.

داچې په نړی کې ټول هیوادونه هغه ورځ لمانځي چې له تیري ګرو او استعمارګرو یې ازادي ترلاسه کړي وي.

افغانان هم دغه ورځ په خوشالي او جشنونو سره لمانځي.په افغانستان دغه ناروا یرغل نه لومړنی وو او نه وروستنی تردې دمخه هم یرغلونه پرې شوي وو او دادی تر هغه وروسته یې هم وینو نن هم له یو بل اشغال سره لاس او ګریوان یو اوس هم له نړیوال فرعوني زبر ځواک سره مقابله کوي افغانان اوس هم دیو بل استعمار سره ژوند کول نه زغمي اوس هم ازادي غوښتونکي او دافغانستان ریښتوني بچیان داستعمارګرو دټغر دټولیدو هڅې کوي او دازادۍ لپاره سرونه زاروي خو نن یو ډراماتیک جشن هم کیږي چې له خندا او مسخرو پرته بل هیڅ نده نن هغه څوک دازادۍ ورځې لمانځي چې دغلامۍ طوق په غاړه لري هغه څوک دازادۍ جشنونه کوي چې دبرتانویانو ټوپک په غاړه او دریشي په ځان لري دا بیا په تاریخ کې مثال نلري هغه څوک چې ازادي لمانځنه کوي هغوی خپلواک وي خو دلته بلواکان هم دخپلواکي شعار په خوله لري.

خپلواکي خیرات نده ازادي دیو چا ورکړه نده وړیا نه ترلاسه کیږي دسرونو قرباني غواړي دلته باید هغه څوک دخپلواکۍ لمانځنه وکړي چې اوس هم له یو بل ښکیلاکګر سره دسر په بدل کې مبارزه کوي او تش لاس له وسلو سمبال قوت سره مقابله کوي نن باید دهلمند ناوه،موسی کلا او بغران…..دبغلان تالا برفک دهنه غوري….. کې نور هیواد خو مو ټول دپردیو تر لاس لاندې دي دهیواد زیرمې مو دنورو په تسلط کې دي ان دهیواد دسرتیرو تنخواه مو هم دنورو لخوا دي دلته خپلواکي په کومه معنی ده چې خلک یې خپلواکي بولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x