نظــر

ازادي /د،ب،هيښ

د،ب،هيښ

ازادي داستبداد نه دنجات په ماناده ، خو افغانانو ( اولس ) هيڅكله ازادي نه لرله ، فقط خارجي استبداد په داخلي بدل شوى دئ .

انګريزان ولا ړل ، خو داخلي انګريزان حاكم شول او دا سلسله تر اوسه روانه ده , روسان وشړل شول ، لاكن تنظيمي وحشتواكي مسلطه شوه او دادي اوس امريكايي اشغال روان دئ او دشر او فساد اداره يې تحميل كړې ده .

هو همداسى ده .

نن ورځ دازادۍ خبره دهرې خولې نه اوريدل كيږي ، ځينى حتى امريكايي نظامي يرغل او اشغال ته ازادي وايي او ځينى د قدرت په څوكۍ كيناستلو د اولس دترور ، قتل عام او اوارګۍ په بيه ازادي بولي .

راځئ ازادي و پيژنو او د حاصلولو او ساتلو دپاره يى دمبارزې ظرفيت او لياقت پيدا كړو او نور ځانونه او راتلونكى نسل د اسارت د ځنځيرونو نه خلاص كړو او دازادۍ تر نامه لاندى ناولي تجارت ته چې دازادۍ د دښمنانو له لوري په شيطاني شكل جريان لري دپاى ټكى كيږدو .

ازادي د ظلم ، اختناق ، استبداد ، بى عدالتى او دزور نه خالي ژوند كولو ته وايي .

ازادي ترقي ده،

دانساني حقونو مراعاتول دي

دانساني كرامت احترام دئ

د تعقل او تفاهم په وسيله د شريك قانون جو ړول دي چى بى له زوره او اسلحى دتفاهمي او توافقي اساس له كبله اعتبار لري او د ټولنى ټول افراد ورته احترام لري او مراعاتوي يى .

ازادي په سوله كى ژوند دئ

ازادي د ټولنى په تصميمونو او پريكړو كى بى امتيازه د ټولنې دافرادو برخه اخستل دي

ازادي د ټولنى دافرادو په وسيله او نظر برابر دسياسي -اجتماعي -اقتصادي-فرهنګي -امنيتي نظام جو ړول دي .

ازادي داقتصادي رشد او عامه رفاه منځته راو ستل دي .

ازادي دقومي -ژبني -مذهبي – نژادي – دپوستكي رنګ او سمت دتعصب په بنا د فتنو او شر وركول دي .

ازادي دتجاوزي او مداخله ګرانه كړنلارو نه انصراف دئ

ازادي د افرادو د استعدادونو درشد ، خلاقيت او ابتكار دپاره زمينه برابرول دي او كار اهل دكارته سپارل دي

ازادي د استعمار او استثمار ردول دي

ازادي خپل عزت ، ګټه او ارامي دنورو په عزت ، ګټه او هوسايۍ كى ميسريدل دي او با لا خره ازادي مقدسه ده او د ې تقدس ته د ټولنى دهر فرد وفاداري او تعهد دئ .

نو

اوس به څوك مستند او بى غرضه شواهد ، ثبوتونه او لاسوندونه دافغانستان په ټول تاريخ كى و ړاندى كړي چى دهغى په اساس اقرار او فخر وكړو چى هو مو ږ ( افغان اولس ) ازادي لرله او يا يى لرو ؟

ځواب نه دئ

دافغانستان د ټولو روانو او تيرو مصيبتونو علت د ازاد ۍ فقدان دئ

او دا مصيبت به ترهغه روان وي تر څو چى دجامعى افراد جسماً او فكراً دازادۍ دنعمت نه برخورداره او په ساتلو يى ځانونه مكلف ونه ګڼي .

دازاد او خپلواك افغانستان په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx