دیني، سیرت او تاریخ

تلمود/ تالمود څه شي ته وايي؟

زرغونه- ناروي

ستاسو یوه لیکنه (یهودیت څه شی دی؟) مي په (افغان سباوون) پاڼه کي چي د محمد طارق بزګرصاحب ده و لوستل، لنډه خو هراړخیزه وه، زه د الوهیاتو سره مینه لرم، د عیسایت په هکله ستاسو دوه ښکلي کتابونه (زما مناظره د یوه عیسایي راهب سره او بایبل پیژندنه) مي د تعلیم الاسلام راډیو ویب پاڼي څخه ډاون لوډ کړیدي، هغه تل په مینه سره لولم، هر څه مي ورڅخه زده کړیدي، خو یو شی چي تاسو یې کله یادونه کوی پخپلو مذهبي لیکنو کي هغه (تلمود) دی، دا منم چي تلمود هم د یهودو مقدس کتاب دی، ولي په دې نه پوهیږم چي د تلمود معنا څه ده او له څه شي څخه بحث کوي، که لطفاً په لنډ ډول سره رڼا پرواچوی مهرباني به مو وي.

ځواب: عبدالغفار جُبیر

تلمود د عبراني ژبي اسم مؤنث توری دی چي معنا یې (زده کول) ده.

یهود د عهدنامه قدیم/ زوړ تړون (Old Testament) څخه علاوه چي د بایبل لومړی برخه ده او ۴۶ کتابونه دي، تلمود هم ددوی مقدس کتاب دی، و تلمود ته یهودي فقه هم وايي، دا ځکه چي د یهودو فقهي احکام پکښې دي؛ یهود دوه ډوله تلمود لري، فلسطینی تلمود او بابلی تلمود، چي د هر یوه د لیکلو وخت او مضامین سره توپیر لري.
تلمود پر دوو برخو ویشل شویدی:

۱: مشنا:

مشنا هم عبراني توری دی چي معنا یې ده (دوهم قانو)، مشنا د تلمود د متن څخه عبارت ده، او دوهم قانون په دې ورته وايي چي لومړی قانون تورات دی.

۲: جمارا:

جمارا هم عبراني توری دی چي معنا یې ده (په هدایت عمل کول)، جمارا د مشنا شرح ده.

جمارا خپله هم د ډیرو شیانو څخه بحث کوي، لکه له طب، فلکیات، هندسه او نور… مضامین.

د تلمود په مشنا کي دغه برخې شتون لري:

۱: زراعیم: زراعیم و تخم ته وايي، په دې برخه کي د زراعت په هکله احکام او قوانین بیان شویدي.

۲:موعد: دا برخه د مذهبي ورځو څخه بحث کوي، چي د یهودو رسومات او رواجونه پکښې دي.

۳: ناشیم: ناشیم و ښځو ته وايي، په دې برخه کي د ښځو احکام بیان شویدي.

۴: نزیقین: نزیقین و نقصان اوتاوان ته وايي، په دې برخه کي کفارې او تاوانونه او ددوی اړوند احکام بیان شویدي.

۵: کوداشیم: کوداشیم و مقدس شي ته وايي، په دې برخه کي د مقدسو شیانو په هکله بیان او احکام شته دي.

۶: توهوروت: چي د عربي ژبې د طهارت معادل دی، او پاکۍ ته وايي، دا برخه د پاکوالي څخه بحث کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x