ورزش

کرکیټ: جنوب افریقا پاکستان ته په یوه ورځنۍ لوبه کي په یوه منډه ماتي ورکړه

نن ټکی آسیا: تیره ورځ په شارجه کي د پاکستان او جنوب افریقا تر منځ د پنځو یوه ورځنیو لوبو څخه لومړۍ لوبه تر سره شول، چي په کښي پاکستان په یوه منډه ماتي وخوړه.

د لوبي په پيل کي جنوب افریقا د لوبي پچه وګټله، او لومړی یې بېټنګ (توپ وهنه) غوره کړه، او په خپل وار یې د 183 منډي جوړي کړي، او لس لوبغاړې وسوځېدل.
د جنوب افریقا له لوري یوازي ( پارنیل) وتوانید چي تر پنځوس زیاتي منډی وکړي، او خپله ډله تر یو نسبتا مناسب هدف پوري ورسوي.

د پاکستان له خوا سعید اجمل څلور، شاهد افریدي درې، سهیل تنویر دوه او محمد عرفان یو وکټ واخیست.
په جواب کي د پاکستان لوب ډله تر 164 پوري سمه روانه وه، ځکه چي تر دغه ځایه یوازي 4 لوبغاړي سوځیدلی وه، ولي د هغه وروسته یوازي د 17 منډو په جوړولو سره د هغوی 6 تنه لوبغاړي د میدانه وشړل شول.
او د لوبي په 46.3 اور کي د پاکستان ټول لوبغاړي وسوځېدل، او پاکستان یوازي یوه منډه تر جنوب افریقا کمه وکړه.
د پاکستان له خوا تر ټولو ښه لوبه احمد شهزاد وکړه، چاچي په یوازي سر 58 منډي جوړي کړي.
دا ځل بیا د جنوب افریقا له لوري مسلمان شوی لوبغاړی (پارنیل) وتوانید چي د پاکستان درې لوبغاړي وسوځوي، او په دې سره د لوبي د غوره لوبغاړي (مین آف دی میچ) ونومول سو.
ددواړو هیوادونو تر منځ به دوهمه یوه ورځنۍ لوبه په دبۍ کي سبا ورځ (جمعه 1 نومبر 2013) تر سره شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x