د اجنبي اشغالګرو لخوا په مکرر ډول د افغانستان د اشغالولو لامل د افغانانو بي اتفاقي، له وركړل شویو قربانیو سره د هغوی د چارواکو لا پروايي او له علم او پوهي څخه د افغانو محرومیت دی.

د هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت

نن ټکی اسيا سرمقاله : ۹۷ کاله وړاندې زمونږ نیکونو او پلرونو د بیشمیره قربانیو او سرښندنو په برکت له یرغلګرو انګریزانو څخه د هیواد خپلواکي تر لاسه کړه.

هغه مهال په افغانستان کې د یرغلګرو انګریزانو شکست او له دې هیواد څخه د هغوی پرشاتګ په ټولې نړۍ باندې خپلې اغیزې لرلې.

د ۱۲۹۸ هجري لمریزکال د اسد د میاشتې په ۲۸ له انګریزانو څخه د افغانستان خپلواکي اخیستلو دا هیواد په سیمه کې د یوه مستقل اوخپلواک په توګه تثبیت کړ.

دغه مستقل حیثیت افغانستان ته په خپل مهم جغرافیايي موقعیت کې نورهم سیاسي او اقتصادي اعتبار ور وباښه او د دې هیله کیدله چې افغانان به نور د خپل یووالي او استقلال په برکت د جګړو او اجنبي یرغلګرو له تاخت او تاز څخه بیغمه وي.

خو د افغانستان د وخت د چارواکو غفلت او لا پروايي د دې لامل شوه چې افغانان د انګریزې اشغالګرو د اشغال په ځای دا ځل د شوروي اشغالګزو تر فکري ، سیاسي او اقتصادي نفوذ لاندې راشي او دا کار تدریجا په افغانستان باندې د شوروي یرغل ته زمینه سازي وکړي.

د اجنبي اشغالګرو لخوا په مکرر ډول د افغانستان د اشغالولو لامل د افغانانو بي اتفاقي، له وركړل شویو قربانیو سره د هغوی د چارواکو لا پروايي او له علم او پوهي څخه د افغانو محرومیت دی.

افغانان د پردیو په مقابل کې د مقاومت او مقابلې ښه روحیه او حوصله لري ، خو له بده مرغه چې له اجنبي یرغلګروسره د مقاومت په جریان کې تل د سالمې رهبرۍ له تشې سره مخ وي.

همدا وجه ده چې هرځل يي ګټلی مقاومت او د قربانیو په نتیجه کې ترلاسه کړې خپلواکي د چارواکو د داخلي اختلافاتو ښکار شوي او له یوه اشغاله تر خلاصیدو وروسته د بل اشغالګر په لومو کې کیوتلي وي.

نن چې مو ځیني ښاغلي له انګریز څخه د خپلواکي اخیستلو ورځ لمانځي ، هغوي دا کار د یوه تغافل او تجاهل له مخه کوي ، کنه هرڅوک پوهیږي چې زمونږ په هیواد کې د لسګونوزره اشغالګرو په موجودیت کې د خپلواکي لمانځل څه معنا لري؟

ایا نن چې مو تاریخي میوند او هلمند د اشغالګرو تر واک لاندې دی بیاهم مونږ ځانته خپلواک ویلی شو؟

ایا نن چې مو د غازي وزیر اکبرخان په مینه کې د مکناټن بچوړي سري سترګې ګرځي بیاهم مونږ خپل هیواد مستقل بللی شو؟

د اکوم استقلال دی چې یواځې د پکتیکا په خوشامند ولسوالې کې مو په یوه شپه د یوې کورنۍ ۱۳ غړۍ د خارجي یرغلګرو په برید کې په مظلومانه ډول وژل کیږي؟

خدای تعالی دي وکړي چې زمونږ ولس نور د خپلو ورکړیو قربانیو او سرښندنو له برکته د واقعي استقلال له نعمته برخمن کړي ، هغه استقلال چې د توري او علم په مټ ګټل شوی وي او مونږ ته د جغرافیايي استقلال ترڅنګ فکري استقلال هم را وبښي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د