ایا د زمزم اوبه په ولاړه څیښل کیږي؟

استفاء: یو ځای مي د زمزم اوبه په ولاړه وڅیښلې نویوه کس راته وویل چي دا بدعت دی دا مه کوه، زه حیران شوم چي له ډیره وخته راهیسی می په سلهاوو علماء کرام لیدلی دي چي په ولاړه سره د زمزم اوبه څیښی او اوس څه پیښه شوه؛ نو ځکه اوس محترم مولوی صاحب دا راته ددلایلو سره حل کړي الله دي اجرونه درکړي.

ځواب: عبدالغفار جًُبیر

۱: په فتاوی دارالعلوم زکریا کي راغلي دي:

د زمزم اوبه هم په ناسته اوهم په ولاړه سره جایزدي خو سنت او بهتره خبره داده چي په ولاړه سره وڅیښل شي.

۲: په اعلاء السنن کي راغلي دي:

واستحب علماؤنا ان یشرب ماء زمزم قائماً ویشیر الیه مافی حدیث ابن عباس رضی الله تعالی عنهما ایة مابیننا وبین المنافقین انهم لایتضلعون من زمزم والتضلع لایتأ تی الا قائما واخرج البخاری عن الشعبی ان ابن عباس رضی الله تعالی عنهما حدثه قال: سقیت رسو الله صلی الله علیه وسلم من زمزم فشرب وهو قائم.

۳: په مرقاة المفاتیح کي راځي:

فانه مخصص بماء زمزم وشرب فضل الوضوء کما ذکر بعض علمائنا وجعلوا القیام فیهما مستحباً وکرهو فی غیرهما الا اذاکان ضروررة ولعل وجه تخصیصها ان المطلوب فی ماء زمزم التضلع ووصول برکته الی جمیع الاعضاء وکذا فضل الوضوء مع افادة الجمع بین طهارة الظاهرة والباطن وکلاهما حال القیام اعم وبالنفع اتم.

۴: په شامي کي راغلي دي:

لکن قال فی المعراج قائماً وخیره الحلواني بین القیام والقعود وفی الفتح وان شاء قاعداً واقره فی البحر

ددې څخه وروسته فرمايي:

وفی السراج ولایستحب الشرب قائما الافی هذین الموضعین ای فضل الوضوء وزمزم.

علامه رافعي رحمة الله علیه د شامي پردې قول باندي لیکي:

قوله افاد ان المقصود من قوله قائما عدم الکراهة فیه ان صریح کلام المصنف ان الشرب قائما مستحب لانه فی صدد عدا المستحبات لافی بیان عدم الکراهة.

۵: په خصائل نبوي صلی الله علیه وسلم کی راغلي دی:

ځیني علماء دا وایی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم د ازدحام او رش له کبله د زمزم اوبه په ولاړه سره وڅیښلې او دا عذردی په واقعیت کي داسی نه ده بلکې مشهور علماء کرام پر دې باندی متفق دي چي د زمزم اوبه په ولاړه سره څیښل افضله کار دي.

۶: په جامع الفتاوی کی راغلي دی:

د زمزم د اوبو څیښلو څخه مخکی باید دعاء وشي او مخ د قبلې و لور ته شي او په ولاړه سره یې وڅیښی چي همدا مستحب کاردی.

۷: په کتاب الفتاوی کی راځي:

نبي کریم صلی الله علیه وسلم د حجة الوداع په کال د زمزم اوبه په ولاړه سره وڅیښلې، ځیني علماء وایی چي یا ځای خراب وو او یا ازدحام وو خو داسی نه ده بلکې د زمزم د اوبو د څیښلو یوه طریقه ده، داسی نه چي په حج کي یو ډول او بیله حج بل ډول ده، او حنفی فقهي مشهور فقیه علامه شرنیلائی رحمة ا لله علیه هم په ( مراقی الفلاح: پاڼه: ۴۳) کي ودې ته ترجیح ورکړیده.

۸: په کفایت المفتی کي راغلي دي:

د زمزم اوبه په ولاړه سره څیښل مستحب دي او په ناسته سره هم هیڅ ګناه نلري.

۹: په فتاوی اللجنة العلماء کي راغلي دي:

ونص الحنفية، وهو معتمد عند ابن عابدين في حاشيته إلى استحباب شرب ماء زمزم قائماً. ونصّ المالكية،والحنابلة، على جواز شرب الماء قائما، مستدلين بشربه صلى الله عليه وسلم من ماء زمزم قائماً ـ

ودليلهم ما صح عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: سقيتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم من زمزم فشرب وهو قائم.

فشرب زمزم قائماً هو فعل النبي صلى الله عليه وسلم

علـــــــــمي څــــــــــــــــېړنه:

دا چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په حجة الوداع کي د زمزم مبارکې اوبه په ولاړه سره و څیښلې د صحابه کرامو په مخکي په داسی لویه اجمتاع کي لکه په احادیثو کي چي راځي:

فقد ثبت عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه شرب من زمزم وهو قائم، ففي صحيح مسلم عَنِ الشَّعْبِي عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ أَنَّ النَّبِي – صلى الله عليه وسلم – شَرِبَ مِنْ زَمْزَمَ مِنْ دَلْوٍ مِنْهَا وَهُوَ قَائِمٌ. وفي البخاري عن الشعبي عن ابن عباس قال: شرب النبي صلى الله عليه وسلم قائمًا من زمزم.

وعن ابن عباس – رضي الله عنهما – قال : (( سَقيْتُ النبي – صلى الله عليه وسلم – من زمزم ، فشرب وهو قائم )) متفق عليه .

اوحال دا چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ولاړه سره خوراک اوڅیښاک منع فرمایلی دي لکه په په احادیثوکي چي راځي:
وعن أنس – رضي الله عنه – عن النبي – صلى الله عليه وسلم – (( أنه نهى أن يشرب الرجل قائما . قال قتادة : فقلنا لأنس : فالأكل ؟ قال : ذلك أشَرُّ – أو أخْبَثُ – )) رواه مسلم .
وعن أبي هريرة – رضي الله عنه – قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : (( لا يَشْربنَّ أحدٌ منكم قائما ، فمن نَسِيَ فلْيَسْـتَقِئ )) رواه مسلم .
وفي رواية له (( أن النبي – صلى الله عليه وسلم – زجر عن الشرب قائما .

داچي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ولاړه سره خوراک او څیښاک منع فرمایلی دی او بل لور ته یی خپله ده مبارک صلی الله علیه وسلم په ولاړه سره اوبه وڅیښلې ددې مطلب دادی چي د زمزم دا مبارکې اوبه لکه څرنګه چی له نورو اوبو څخه فضلیت لري دایې یوه بله ځانګړتیاده، و بل لورته داد حجة الوداع چي کوم وخت وو په دغه وخت کي ډیره ګرمي وه او دا طبعي ده چي په ګرمۍ کي تنده ډیره وي، نو د تندې پر مهال بیا په ناسته سره تر ولاړه ډیره ښه تنده ماتیږي، خو رسو الله صلی الله علیه وسلم بیا هم په ولاړه سره د زمزم اوبه وڅیښلې ؛ بل داچي د زمزم اوبه شفاء ده له همدې کبله نبي کریم صلی الله علیه وسلم په ولاړه سره وڅیښلې دا ځکه په ناسته سره اوبه صرف ترمعدې پوری رسیږی اوپه ولاړه اوبه و ټول بدن ته رسیږی لکه معده، کلمې، مثانه، پښتورګی او نوری برخی.

و بل طرفته د رسو ل الله صلی الله علیه وسلم څخه ماسوا صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین، تابعین رحمهم الله اجمعین تبع تابعین، د امت مسلمه امامانو او نور علماء کرامو هم د زمزم اوبه په ولاړه سره څیښلی دي، یوه بېلګه یې – حضرت علی کرم الله وجهه په ولاړه وڅیښلې لکه:

وعن النزال بن سبرة – رضي الله عنه – قال : (( أتى علي – رضي الله عنه – باب الرَّحْبَة فشرب قائما ، وقال : إني رأيت رسول الله – صلى الله عليه وسلم – فعل كما رأيتموني فعلت )) رواه البخاري .

همدارنګه د نورو صحابه کرامو په هکله هم راځي چي دزمزم اوبه یې په ولاړه سره وڅیښلې، داځکه هرصحابی مبارک بیا وایی چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم داسی وکړه، داچي داصحابه کرام دنبي کریم صلی الله علیه وسلم سره په حجة الوداع کي وه هغو مبارکانو ورته کتل اوهیڅ موانع (ازدحام، چټلي اونور…) نه وه نوځکه صحابه کرام هم داسی عمل وکړ، که چیری یو مشکل وایی نوبیا صحابه کرامو ضرور بیاناوه چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم په دې دزمزم اوبه په ولاړه سره وڅیښلې چي ازدحام وو، مځکه چټله وه اویابل څه وه. بلکې هیڅ شی نه وو همدغه صحابه کرام ورته ولاړه وه چي رسول الله صلی الله علیه وسلم اوبه پرسر پو ر ته کړې.

په حدیث شریف کي راځي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي چي تاسی دزمزم اوبه په ډک نس سره وڅیښی لکه:
فعَنْ مُحَمَّدِ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ بْنِ أَبِي بَكْرٍ قَالَ: كُنْتُ عِنْدَ ابْنِ عَبَّاسٍ جَالِسًا، فَجَاءَهُ رَجُلٌ فَقَالَ: مِنْ أَيْنَ جِئْتَ؟ قَالَ: مِنْ زَمْزَمَ، قَالَ: فَشَرِبْتَ مِنْهَا كَمَا يَنْبَغِي؟ قَالَ: وَكَيْفَ؟ قَالَ: إِذَا شَرِبْتَ مِنْهَا فَاسْتَقْبِلْ الْقِبْلَةَ، وَاذْكُرْ اسْمَ اللَّهِ، وَتَنَفَّسْ ثَلَاثًا، وَتَضَلَّعْ مِنْهَا، فَإِذَا فَرَغْتَ فَاحْمَدِ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ، فَإِنَّ رَسُولَ قَالَ :
إِنَّ آيَةَ مَا بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْمُنَافِقِينَ إِنَّهُمْ لَا يَتَضَلَّعُونَ مِنْ زَمْزَمَ )) سنن ابن ماجة

تضلع وڅه شي ته وایي:

مخکنيو علماء کرامودتضلع څخه مراد ډک کړیدی، که موږ ددې لغت وبنسټ ته وګورو همداسی ده خوپه ساینسی لحاظ سره دانسان دمعدې لپاره دپښتۍ هرهډوکی یوه ضلع ده، یعني مطلب داچي معده دزمزم داوبوڅخه داسی ډکه شي چي دنس داضلاعو(پښتیو) پوری ورسیږي، چي بیرته هغه ډک نس ورڅخه مراد دی، داهغه و خت امکان لري چي په ولاړه سره وڅیښل شي داځکه چي په ناسه سره اوبه لږ څیښل کیږي ترولاړي چی همدا دمؤمن اومنافق ترمنځ توپیر دی چي په حدیث شریف کی راغلی دی.یعنی مؤمن باید که یې امکان وو دزمزم ا وبه ډیرې وڅیښی. خوددې دامطلب نه دی چی که چاپه ولاړه سره وڅیښلې هغه مؤمن دی اوکه یې په ناسته سره وڅیښلې هغه منافق دی، بلکې دنبی کریم صلی الله علیه وسلم په وخت منافقینو صرف دزمزم په اوبو څکه کوله اوبس، نوځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک امروکړی چی تاسی له د وی سره مخالفت وکړی ا واوبه تربسه پوري وڅیښی.

دزمزم داوبو لپاره صرف داکفایت نه کوي چي په ولاړه وڅیښل شي بلکې مخ پرقبله به وي، بسم الله به وایی، دعاء به کوي، په درې ساه به څیښل کیږي اوبیا به حمد وایی لکه په سنن ابن ماجه کي چي راځي:

وقد استحب الفقهاء رحمهم الله : استقبال القبلة حال شرب ماء زمزم ، واستدلوا على ذلك بما رواه ابن ماجه (3061) عن محمد بن عبد الرحمن بن أبي بكر قال : ” كنت عند ابن عباس رضي الله عنهما جالساً ، فجاءه رجل ، فقال : مِنْ أَيْنَ جِئْتَ ؟ قَالَ : مِنْ زَمْزَمَ ، قَالَ : فَشَرِبْتَ مِنْهَا كَمَا يَنْبَغِي ؟ قَالَ : وَكَيْفَ ؟ قَالَ : إِذَا شَرِبْتَ مِنْهَا ، فَاسْتَقْبِلْ الْقِبْلَةَ ، وَاذْكُرْ اسْمَ اللَّهِ ، وَتَنَفَّسْ ثَلَاثًا ، وَتَضَلَّعْ مِنْهَا ، فَإِذَا فَرَغْتَ ، فَاحْمَدْ اللَّهَ عَزَّ وَجَلَّ ، فَإِنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ( إِنَّ آيَةَ مَا بَيْنَنَا وَبَيْنَ الْمُنَافِقِينَ أنَّهُمْ لَا يَتَضَلَّعُونَ مِنْ زَمْزَمَ ) ، سنن ابن ماجه ” .

نوځکه فقهاء رحمة الله علیهم اجمعین دزمزم اوبه په ولاړه سره مستحب ، غوره اوافضله ګڼلي دي چي وڅیښل شي داځکه دفقهاء هرڅه له قرآن کریم اوله احادیثو څخه دي.

(والله اعلم اخوکم فی الدین احقر العباد عبدالغفارجُبیر)

�2015�، 11�، ډیسمبر�، جمعه

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
عبدالقدیر مهمند
میلمه
عبدالقدیر مهمند

هموطنان افغانستان وطن عزیز ما اشغال است استقلال سیاسی تمامیت ارضی خود ارادیت ووووووو ندارد اداره دست نشانده کابل در سفارت اشغالگران خارجی انتصاب میشود و تحصیلکرده های افغانستان حالا کنیز غلام رقصنده های خارجی می باشند لطفاً راجع به جهاد استقلال آزادی مردانگی شجاعت غیرت وووو نوشته نمائید و سوال من از تحصیلکرده های جوان این است آیا ارزش دالر تومن کلدار یورو خارجی اضافتر از ایمان تان است چرا وطن فروشی ناموس فروشی میکنید و چرا جهاد نمی کنید ؟