نظــر

د ازادۍ د ورځې په پلمه ……!/ مشفق حريت مل

مشفق حريت مل

ازادي او خپلواکي هغه څه ته وايي چې يو څوک په خپله ځمکه او خپل ژوند کې د بشري اصولو سره سم د خپل واک او اختيار خاوند وي او د بل چا تر اغيز او امر لاندې نه وي. د ژوند له پاره ازادي يو ستر نعمت دی او له ازادۍ پرته ژوند بې معنا بې خونده او له انديښنو ډک وي.

زمونږ ګرانو هيوادوالو ته به دا خبره ډيره سخته تمامه شي چې څوک ورته ووايي چې تاسو خپلواک نه ياست، ازادي نه لرئ، دا خبره هم د افغانانو د ازادۍ د احساس ښکارندوی کوي چې د غلامۍ په ځای خپلواکۍ ته ترجيح ورکوي؛ خو متاسفانه چې موږ لاهم خپلواکي او ازادي نه لرو او لاهم د اشغال له سپيره سيوري لاندې ژوند کوو.

کله چې يو انسان ناروغ وي، نو هيڅوک به ورته څوک روغ ونه وايي او که څوک يو ناروغ ته روغ وايي خلک به ورباندې د ليوني ګومان وکړي، همدا مثال هم د يوه هيواد د ازادۍ او اشغال دی. هر کله چې يو هيواد اشغال وي دا يو ناروغ او رنځور هيواد دی؛ خو کله چې له اشغال څخه ازاد شي نو بيا دغه هيواد روغ رمټ وي او څوک ورته اشغال شوی او ناروغ نه وايي.

د ١٢٩٧ لمريز کال د زمري د مياشتې ۲۸ مه نېټه چې د ۱۹۱۹ زيږديز کال د اګست د مياشتې له ۱۹ مې نېټې سره برابره ده دا هغه تاريخي او وياړلې ورځ ده چې افغانستان له انګريزانو څخه ازادي ترلاسه کړه نو هغه مهال مونږ خپل ګران هيواد د يوه ازاد او خپلواک هيواد په توګه تر هغه وخته درلود چې بيا روسانو په افغانستان يرغل وکړ، ګران هيواد يې اشغال کړ او د افغانانو ازادي يې وتروړله.

په افغانستان د شورويانو يرغل هغه څه وو چې د ګران هيواد ازادي يې يو ځل بيا له منځه يوړه؛ خو د وخت مخلصو مجاهدينو په کمزورو وسلو خو قوي ايمان او هيوادنۍ مينې شوروي دښمن ته نه هيرېدونکی غاښ ماتی ځواب ورکړ، شوري اتحاد يې ټوټه کړ او افغانستان یې د هغوی له ناپاکو منګولو څخه خلاص کړ.

افغانستان د خپل اهميت له مخې هر وخت د نړۍ د زور واکو او بدبينو دښمنانو تر يرغلونو راغلی دی چې وروستی یرغل يې هم د امريکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو يرغل دی چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر راهيسې يې تر اوسه د ګران هيواد خاوره نيولې ده او دلته يې د افغانستان په مظلوم ملت هغه ظلمونه وکړل چې له امله يې په ميليونو افغانان اغيزمن شول او لاهم ددغه ناتار شور د افغانانو ژوند نا ارامه کړی دی.

څنګه چې يوه پيړۍ مخکې افغانستان د انګليسي يرغلګرو تر ناتار لاندې و نن هم همغه شان د انګليسانو په ګډون د نړۍ د لسګونو هيوادونو يرغلګر عسکر په افغانستان کې شتون لري چې دلته هر څه د هغوی په اشاره او حکم ترسره کيږي، هيڅوک نه شي کولای چې د دوی له اجازې او خوښې پرته قدم پورته کړي، د هيواد د چارو واګي، اختيارات، ځمکه او هوا ټوله همدوی نېولې ده او هيڅ ازادي غوښتونکي افغانان ترې په کرار نه دي، نو څنګه مونږ ويلای شو چې مونږ خپلواک يو او مونږ ازادي لرو؟

اشغال د هغې بدبختۍ او سپيره توب نوم دی چې په هر هيواد او سيمه کې رامنځته شوی دی، هغه سيمه يې په هر لحاظ ځپلې ده، په افغانستان کې د افغانانو مرګ ژوبله، بدبختي، نا امني، بمبار، چاودنې جنګونه او ورور وژنه دا ټول د روان يرغل لامل دی چې افغانان يې له بدبختيو او انديښنو سره مخ کړي دي. اوس که څه هم بهرني عسکر په افغانستان کې په ځمکنيو جګړو کې برخه نه اخلي؛ خو دوی دومره وکړل چې طالب او عسکر يې چې له دواړو لوریو افغانان دي په جګړه کې سره ښکيل کړل چې اوس جګړه ټوله افغانۍ ده او له هر لوري د افغان کورنۍ ته د مرګ ژوبلې درد رسيږي، چې دغه حالت له بل هر وخت نه ډير ځورونکی او د انديښنې وړ دی.

که بهرني يرغلګر دلته نه وای، جنګ به نه و، بمبار به نه، سرتيري بريدونه به نه وو، د جګړو له امله به د ميليونو افغانانو زيانمنېدل ، وژل او ټپي کيدل به نه وو، څوک به د کورونو پريښودلو ته نه اړ کېدل، نه به هم په خپل منځ کې افغانان له دومره بد بختۍ سره مخ وای؛ نو همدا لامل دی چې افغانستان او افغانان د امريکايي يرغل قرباني شول او لاهم قرباني کيږي.

افغانان د نړۍ پر مخ تر ټولو مظلوم او د زړه خوږي وړ ملت دی، نړۍ ددې په ځای چې ددغه جنګ او غربت ځپلي مظلوم هيواد له خلکو سره خواخوږي ولري، ارام ژوند ته يې پريږدي، نور هم افغانستان او افغانان د خپلو ناروا سياستونو ښکار کوي او د افغانستان په خاوره د بل شوي اور څخه خپلې سياسي او اقتصادي ګټې لاسته راوړي.

دا چې اوس ځينې افغانان په دغه د اشغال حالت کې د ازادۍ د لمانځلو له پاره خوښي کوي؛ په دوی کې يې ډير په دې پوهيږي چې ازادي نه لري او هيواد يې اشغال دی مګر بيا هم د هيواد د ازادۍ مينه په يوه نه يوه ډول څرګندوي؛ خو زما په نظر په داسې ورځو کې بايد ددې په ځای چې هسې بې معنا ازادي ولمانځو؛ په دې فکر او کار کول په کار دي چې څنګه ګران هيواد له روان اشغال څخه وباسو او څنګه ازادي ترلاسه کړو، مونږ ته په کار دي چې له هيواد څخه د یرغلګرو ځواکونو د وتلو له پاره کار وکړو او ټول افغانان د يوې تلپاتې سولې د راتلو له پاره په يوه ټغر سره راټول کړو او هر کله چې دې هدف ته ورسېدو چې يرغلګر له هیواده وشړل شي او په خپل منځ کې د سولې، يووالي او خپلواکۍ ژوند ولرو نو هغه مهال به مو په رښتينې توګه ازادي درلودلې وي او همغه وخت به يو بل ته په خوښۍ د هيواد د ازادۍ او خپلواکۍ د ورځې مبارکي وایو، الله دې دغه ورځ ډير زر په افغانانو وويني.

په هيواد کې د خپلواکۍ او تلپاتې سولې او د ټولو افغانانو د ګډ او سوله ييز ژوند د راتلو په هيله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

زما له نظره پلمه د مناسبت بدیل نشي کیدای،،،

پلمه د بهانې بدیل دی،،

د ایرانیانو پېښې مه کوی، هغوی خو له عربي ژبې سره رخه لري، مونږ خو یې نلرو.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x