زما همیشنی ملګری – لیکوال: محسن امین

qabarد مال او دولت د ترلاسه کولو لپاره مې شپه او ورځ په ځان یوه کړي وه، ډیر زیار او کوښښ نه وروسته مې ډیر مال ترلاسه کړ، خو دا زما یوازينۍ موخه نه وه، واده مې وکړ، الله تعالی زامن هم راکړل، دا هم زما موخه نه وه، لاره را نه ورکه وه چې په کوم لوري لاړ شم، دې کارونو کې دومره غرق تللی وم چې د الله تعالی عبادت او یادونه مې هیره شوي وه.

څو کاله وروسته مې یو لوی تجارت روان وو، زما څو کورونه وو، څو موټري وي، په لسګونو جریبه ځمکه مې وه، زامن مې هم منوونکي ول، خو لا نیم کال نه وو تیر شوی چې سخت ناجوړ شوم او د هغه نه وروسته بې سده شوم، کله چې را په سد شوم ټول خلک را نه چاپیر دي، ویر او ماتم کوي، زه ډیر حیران وم چې په دوې څه شوي او ولي ژاړي؟

دې وخت کې هغوي زما جسد ته غسل ورکړ، زما د جنازې لمونځ یې وکړ، بیا یې د هدیرې په لور روان کړم، هلته زامنو مې ښخ کړم او ټول رانه لاړل، زه یې یوازې په هغه توره کنده کې پریښودم، له ځان سره مې وویل ” ښه، دا ټوله خواري او زحمتونه ما د دې کندې لپاره ګاللي وو، هغه مال او دولت مې څه شو، اولادونه مې څه شول، هغه ځمکې او کارخانې مې څه شولي؟ هو، ستا دوران تیر شویدی، دا ټول زیار او خوارې تا د خپلو زامنو لپاره کړې وه.

له ځان سره مې چیغې کړي ” نه….نه…دا ټوله خوارې ما د خپل ځان لپاره کړې وه، زما ارمانونه لا ندې پوره شوي، زه باید ښه خوشحاله ژوند ولرم، په دومره لویه کورنۍ کې هیڅوک دې ته تیار نه دي چې دلته له ماسره اووسي او زما خدمت وکړي ”

له ځان سره مې همداسې خبرې کولي چې یو ناڅاپه دا تنګه کنده راباندې نوره هم تنګیدله، نږدې وه چې هډوکي مې مات او زړه مې پړک چاودیدلای واي، ډیرې چیغې او کوکاري مې ووهلي، زما د غږ اوریدو لپاره هیڅوک هم نه وو، او زما لوړ اوازونه بیرته په ما را تاویدل او تیزې انګازې یې کولي…… یو ناڅاپه یو کمزوری سړی د دې خاورو نه راووت او زه یې د دې تنګې کندې نه یو بل ګوښه ځاي ته یوړم، هلته هم ډیره زیاته تیاره وه، دې سړي نه مې وپوښتل ” الله تعالی ته زما مرستې ته رالیږلی یې؟”

هغه د هو پرځاي سر وخوځاوه، بیا مې ورته وویل ” له تانه نور پیاوړي خلک نه وو چې ته زما مرستې ته راغلي؟”

هغه کمزوري سړي وویل ” زه خو تا پخپله کمزوری جوړ کړی یم”

ماورته په حیرانتیا وویل ” ته ما جوړ کړی یې او که الله تعالی جوړ کړی یې؟”

هغه وویل ” زه تا جوړ کړی یم”

ماترینه وپوښتل ” نو ته څوک یې زه خو تا نه پیژنم”

هغه وویل ” زه ستا عمل یم، تا زه په دینا کې جوړ کړی یم، خو ډیر افسوس چې ډیر کمزوری دې جوړ کړی یم، زه یوازې د صدقې نه جوړ شوی یم، چې ډیر کم وختونو کې به تا کله خیرات ورکولو، نور دې هیڅ نه کول، که تا نور د خیر کارونه کړی واي او د الله تعالی د عبادت نه غافله شوی نه واي نو دې قبر کې به دي ډیره رڼا وه او ښه به پراخه وو، خو تا پخپله ځان ته جوړ نه کړل، او زه ستا همیشنی ملګری یم”

پدې پوه شوم چې اوس وخت کې ندامت او افسوسونه هیڅ په کار نه راځي، او دې تنګې کندې کې به د خپل حساب کتاب لپاره د انتظار شیبې تیروم.



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.