افغانستان

جرمني له ځانه سره 200 افغانان هم د افغانستان څخه باسي

نن ټکی آسیا: د جرمني هیواد غواړي چي د افغانستان څخه 182 هغه افغاني ترجمانان وباسي، چي ددوی سره یې په کندوز او نورو ولایتونو کي کار کړی، او د جرمني فوځونو د وتلو وروسته د مرګ د ګواښ سره مخامخ کیدلای سي.

د جرمني وزیر داخله هانز بیتر فریدریش ویلي چي د جرمني هیواد دا ډیره ښه پریکړه ده چي له ځانه سره هغه افغانان راولي، چي د طالبانو له لوري د مرګ ګواښ ورته کیدلای شي، ځکه چي دغو کسانو د جرمني فوځ سره په افغانستان کي په علني توګه همکاري کړې، او د جرمني فوځ د وتلو وروسته په افغانستان کي ځان خوندي نه بولي.

ددې تر مخه جرمني یوازي 23 تنو افغانانو ته په جرمني کي د اوسیدلو حق ورکړی وو، خو اوس وايي په خپل شروطو کې لږ بدلون راوستلی، او خپل معیارونه یې لږ نور هم پراخ کړي دي، چي په واسطه یې افغاني اتباعو ته په جرمني کي د ژوند کولو حق ورکول کیږي.

ددغه هیواد وزارت داخلې همدا راز وویل چي دوی ته د هغو افغانانو له لوري چي ددوی سره یې کار کړی، تر اوسه د سیاسي پناه ۳۰۰ عریضې رسیدلي، چي ددوی تر څیړني لاندي دي.

باید وویل شي چي د جرمني هیواد فوځونه چي اکثریت یې د هیواد په شمالي ولایتونو کي میشت دي، د کال 2014 په اواخرو کي به خپل ټول فوځونه د افغانستان څخه وباسي، او یوازي یو څو تنه عسکري روزونکي به د افغاني عسکرو د روزني لپاره پرېږدي.

که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چي د کال 2014 وروسته به غربیان د افغانستان سره څه سلوک کوي، ولي د اوس نه زیات شمېر هغه افغانان چي د بهرنیانو سره یې کار کړی، او یا هم په اوسني حکومت کې برخه اخیستې خپل د برخلیک په اړه اندېښنه لري چي په افغانستان کي به څه ورسره کیږي. 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x