هغه چې ازادي لمانځي ورته ډالئ

رشید حبیب زئی

که دا منئ چې د ۴۹ هېوادو څخه کافران راغلي او اکثره یې هغه دي چې دا نن ورڅخه ازادی لمانځئ نو بیا په کمو سترګو ازادی لمانځئ بیا خو مو یا عقل او وجدان له لاسه ورکړی او یا ډالرو نشه کړي یئ ؟؟؟

که تاسی وائی چې دا ۴۹ هېوادونه مو خارجی ملګری دی نو بیا خو سمه ده تاسی او د دوئ تر منځ هیڅ توپیر نشته بیا نو هغه ګرم مه بولئ چې تاسو خپل د جنګ مقابل طرف بولی.

دا چې غازی امان الله خان د انګریزانو څخه ازادي ګټلی وه او تاسو یې نن پر دیوالونو عکسونه ځوړند کړی د دی څخه خو دا جوتېږی چې هغه یو ښه کار کړی وه که ریښتیا همداسی وی نو تاسی بیا په کمه توجیه دی ۴۹ خارجیانو سره یارانه اچولی او که داسی نه وی بلکی غازی امان الله خان یو بد کار کړی وه چې انګریزانو سره یې جګړه کړی وه او ستاسی په اند همدغسی ښکاری نو بیا مو په کمه توجیه د غازی امان الله خان عکسونه په دیوالونو راځړولی دی یا خو خارجیانو څخه د یارانی لاس واخلئ او یا دغازی صیب دا عکسونه د دیوالو لری کړئ !!!

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د