نظــر

دازادۍ ورځ او دانګریزانو ټانګونه

عاکف مهاجر

ماشوم سره زرغونه او توره جنډه په بایسیکل لګولې وه او تیز تیز پایډل یې وهل دکلي په لارو کوڅو کې روان وو خوښي یې په څیره کې له ورایه ښکاریدله خو لږ وړاندې دکلي بر سر ته دانګریزانو ټانګونه راغلي وو ماشوم ته چاویل وړاندې مه ځه لاره کې ماینونه دي دانګریزانو ټانګونه راروان دي دهغوی لپاره یې تیار عیار کړي دي هسې نه خدای مکړه تاسو یې ښکار شئ ماشوم ویل بابا مې ویل نن زمونږ دخوښۍ ورځ ده نن مونږ له انګریزانو دازادۍ ورځ لمانځو نو باید څوک مو مخه ونه نیسي ماشوم لږ مخکې لاړ دانګریزانو ټانګونه یې ولیدل هغوی دکلي سر کې تالاشي کوله هرڅوک یې له موټر راکوزول ماشوم چې ټانګونه ولیدل وو ویریدلو لاره یې بدله کړه په بله لار دکور په لور بیرته ستون شو کور ته راغی پلار ته یې ویل پلارجانه تاخو ویل مونږ نن له انګریزانو دازادۍ ورځ لمانځو دکلي بر سرته دانګریزانو ټانګونه راغلي وو دخالد کاکا ځوی راته ویل مخکې مه ځه وړاندې ټانګونه دي او طالبانو ورته ماینونه عیار کړي لږ مخکې رښتیاهم انګریزانو تالاشي کوله او هر څوک به یې له موټر کوزولو نو زه دګل رحمن دوی دکور په لاره بیرته راغلم مخکې لاړم نه نو داڅنګه ازادي ده چې مونږ دکلي په لاره هم خپله نشو تللی او خلک مو تالاشي کوي.

دماشوم له خبرو اوریدلو سره یې پلار هک پک شو ځوی یې ځان ته رانزدې کړو او ښکل یې کړو غیږ کې یې کینولو بچیه که مونږ ونه وایو چې مونږ ازاد نه یو او انګریزان زمونږ هیواد ته په زور راغلي دشپې مو په کور چاپه راځي ټول هغه ځوانان په زندانونو کې زولانه پراته دي چې ددوی یرغل ته یې دیرغل نوم ورکړی انګریزان به سوله ساتي ځواکونه بولو مرستندویه فوځونه به ورته وایو کنه زمونږ په کور به هم دلعل ګل کاکا دوی په شان دشپې چاپه راځي او مابه درنه بوځي مور او خویندې به دې په سپیو وخوري کور به مو لټ په لټ واړوي دوی نه څوک دپوښتنې نشته زمونږ دارګ ولسمشر هم ددوی تنخا خور ده هغه هم ددوی ناروا روا بولي ټول فوځونه مو ددوی په وسلو سمبال او ددوی ځیره خواره دي یواځې دلته یو څو تنه تش لاس ځوانان یې په مخکې ولاړ دي هغه هم څوک پنجابیان بولي او څوک یې په نورو نومونو تورنوي داهیواد اوس نه احمد لري او نه میرویس نه ملاله لري او نه زرغونه دلته ټول پیسه خواره دي دپیسو لپاره هرڅه پلورلو ته تیار دي یوڅوتنه زلمي دي هغه چې خلک یې پنجابیان بولي هغو ته دعاکوه چې خدای ج یې کامیاب کړي که واک دهغوی لاس ته ولویدلو نو بیا به دا هیواد دیرغلګرو له واکه خلاص شي.

پلارجانه زه به هروخت ورته دعا کوم خدای ج دې دهغوی لاسونو ته واک ورولي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close