نظــر

په ارګ کې زرګري جګړه روانه ده

محمدامین بسمل

لسېزې شوې، چې له خونړي ارګه مو د خیر خبر ترغوږو نه شو یاخو په دې لعنتي قفس کې یو دبل ساوې وایستل شوې، یاخو زموږ دمظلوم اولس دغولونې او یا خو یې دتباهي نقشې پکې ترتیب او عملي شوې.

د زرګري جګړې تشریح اړینه نه ده تاسو پخپله ښه پرې پوهېږئ اوس به ډېر شاته نه ځم یوازې د تېرې یوې نیمې لسیزې په اړوند ستاسوپام دې ته راړوم، چې ولې ارګ د ستونځو د بنیاد مرکز او ولې په افغان اولس د تپل شویو واکمنانو لکه حامد کرزي او رباني ترمینځ، د کرزي اوفهیم ترمینځ، دکرزي اوقانوني تر مینځ، دکرزي اونورو تش په نامه مجاهدینو ترمینځ وخت ناوخت زرګري جګړې روانې وې؟

خونړي ارګ ته ورټېل وهل شوي او تپل شوي پورتني واکمنان څوک خاورې ترسینه لاندې کړل، څوک له واکه لرې اوعوضیان یې د دیموکراسي د سر په بیه د ملي یووالي حکومت په نوم چې په حقیقت کې د ملي بېلوالي سبب شو دجان کیري له خوا په افغان اولس وتپل شول.

ددغوښاغلو دوره دوه کلنه اوپه وروستاړ کې یې لا نور څه هم ورغوټه کړي وو، چې ګواکې لویه جرګه به راغواړي او د تپل شوې ادارې دعمر لپاره به نوی شکل منل کیږي خو جګړه به بې له بدلونه دوام مومي.

همداسې وشول دوه کلن واک اولس ته بې له وینو، ټپونو او دردونو نور هیڅ هم ورنه کړل خو د جګړې د دوام لپاره پخوانیو ملېشوته، چې دوی یې ملي اردو اوملي پولیس بولي بهرنیانو دکاړتوسو او باروتو لپاره ملیاردونه ډالر په ځان ومنل څو جګړه سړه نه شي.

په دایو څو ورځو کې، چې عبدالله په ببولالوپیل کړی او د اشرف غني د وصال سوال کوي ممکین نن یې دا ارمان پوره شي.

پوښتنه داده، چې د دوی وصال به د زخمي وطن او زخمي اولس په ټپونو کومه پټۍ ولګوي.

عبدالله به دخپلې درې دلړمانو برخه غواړي اوغني به دبدلون او اصلاحاتو په پلمه پخپل دریځ د اولس پام له ننني جګړیز او خطرناک حالت څخه بلې خوا ته اړوي.

دا دوه ښاغلي داسې فکر کوی یاخو داسې ښيي، چې وطن ګل وګلزار دی هر څه سم دي هیڅ کومه مهمه ستونځه نشته هسې د دوی دوو ترمینځ لږ څه شکررنجي رامینځ ته شوې ده.

له نېکه مرغه، چې اوس زموږ کړېدلی اولس په داسې لوبو نه غولیږي اولس ښار په ښار کلي په کلي له حالاتو خبر لري.

اولس له هرڅه لمړی ارامه شپه غواړي، چې بې له وېرې ارام خوب وکړي او سهار بې له کوم تهدیده خپل کارځای ته وروخوځیږي خو داهیله یې عبدالله اواشرف غني ځکه نه شي ورپوره کولای، چې دوی پخپله د ځان واک نه لري البته دا د انسان ترهرې بدبختي بده بدختي ده، چې په دیوالونو کې راحیصار، په نوم پاچا خو پخپل ملي حاکمیت، ځمکه او فضأ واک ونه لري.

بهرنیان دې په دې خپل سرونه خلاص کړی، چې که له عطا نوره وروسته دوستم په زور یا په رضا په بلخ وتپئ، عبدالله د دوستم په چوکۍ مېخ اویا خو د لویې جرګې له لارې د واک کومه بله برخه ورکړئ دا به په روانو حالاتو هیڅ اغېز ونه کړي بې له دې چې افغان اولس به لا د ځان دښمن کړئ.

په دې هم پوه شئ چې اوس ۲۰۰۱زکال نه دی سیمې اونړۍ شورخوړلی اوس یو ځل بیا پولو ته پام شوی بهرني بهرني اوکورني کورني بلل کیږي مانا د چین، روس، ایران او ترکې انډیوالي په ټینګېدو او نړۍ دیو نوی نظم په لور روانه ده.

طالبان هم ښه پاخه شول اوس یې ښه چل ورځي په وضعیت هم حاکم او له سیمه والو سره پخې اوشعوري اړیکې لري.

لنډه دا، چې دعبدالله اوغني په مداري ګیري او واکمني څوک نه شئ غولولی ښه به وي، چې د ترکستان له لارې راوګرځئ سم سیده په مکه وربرابر، د افغان اولس اونړۍ د نورو مظلومواولسونو مشروع حقوقو ته غاړه کېږدئ څو بشریت له دې وحشي او ځورونکي حالت څخه بهرشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x