نظــر

۹۷کلنې خپلواکۍ!

لیکوال: نوراحمد صدیقي

ته خوږه یې، چې یې ګټلې او چې دې ګټي خواږه دي

بې تا ژوند ژوند ندی، له تاسره ژوند خوږ وي، له تاسره د ژوند په ارزښت او خوند پوهیږو

خو نن دې نشو لمانځلی، نن دې نشو یادولی

رانه خفه نشې چې ته مو هیره کړې یې، نن دې چې نه لمانځو دا په دې معنی نده چې ستا په ارزښت نه پوهیږو، دا په دې معنی نده چې ته زړه شوې یې او نه دې لمانځو

ته مو په یاد یې، ته مو نه هیریږې ځکه ته ډیره قیمتي یې او ته مو په ډیر لوړ قیمت تر لاسه کړې یې ، ته مو د خپلو وینو په قیمت تر لاسه کړې یې

۹۷ کلنې خپلواکۍ نن دې نه لمانځو، دا چې نن دې نه لمانځو دا په دې معنی نده چې پر تا نیږدې یو قرن تیر شوی تا نشو هیرولی خو

مونږ په داسې حال کې چې په لاسو او پښو کې مو زنځیرونه پراته دي نه دې شو لمانځلی

نن مو چې عالمان، حافظان، د مدرسې، پوهنتون او مکتب زده کړیالان د پردو په بندو قفسونو کې پراته دي نو نن دې لمانځل د ځان لپاره عار ګڼو

نن چې فکري او جسمي خپلواکي نلرو نو لمانځل دې راته عار دي

۹۷ کلنې خپلواکۍ ته دا راسره ومنه چې هماغسې لکه یو قرن پخوا چې آزادي او خپلواکي راڅخه سلب شوې وه کټ مټ هماغسې مو د هیواد ځمکه او فضا پردیو اشغال کړې

نن مونږ خپلواکي نلرو نو د ګټل شویو خپلواکیو د لمانځلو پرځای د خپلواکۍ ګټلو ته اړتیا لرو

۹۷ کلنې خپلواکۍ مونږ دې نه لمانځو ځکه بله خپلواکي درته ګټو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x