نظــر

آفرین په دې ازادۍ

نه پوهېږم، چې د دوه سري حکومت مشران او چارواکي ازادي څه ته وايي؟ ایا دازادۍ په معنی اومفهوم نه پوهیږي که په افغانانوملنډې وهی؟

شاید دوی د افغانستان پرسپیڅلي حریم د اتو څلو یښتو ملکونو په یو اتخاد هجوم او یرغل راوړلوته ازادي وایي

شاید دوی په افغانستان کې د اسلامي او شرعي نظام له مینځه وړلو او سقوط کولو ته ازادی واېي.

شاید دوی د بې ګناه افغانانو په مقدسو ځایونو:جماعتونو، مدارسو،مکاتبو، جنازګاو،عیدګاو او وادونو بمبارکولوته ازادي وايي.

شاید دوی د بې ګناه افغانانو په کورونو د شپې لخوا د امریکایانو چپاو وروړلو او بیا هلته د یوې کورنۍ د دیارلسو تنو په شهادت رسولوته ازادي وایي

شاید دوی د یو بې ګناه افغان لیکوال د وطن په درد مئین ژباړن د قندهار د پوهنتون د انګړ نه ، د تورو شیشو موټرته پورته کولو ، زندان ته وړلو اوبیا هلته په زندان کې دشکنجه کولو ،وهلو او ټکولو څخه وروسته په شهادت رسولوته ازادي وايي

شاید دوی د کابل جان په جنتي واټونوکي د امریکا په اتخاد د اتوڅلویښتو ملکونو فوځیانو په سرو سترګو ګرځیدلو ته ازادي وايي

شاید دوی به نو ازادي؟ دیته وایي چې ملک دې زما وي، دولت دې زما وي، حق دې زما د کونډو اویتيمانو وي، اقتصاد دې زما د همدې اولس د بچیانو د قربانیو او وینو په سر جوړ وي؛ خو مصارف او استعمال دې د بل په لاس وي

شاید دوی به نو ازادي؟ دې ته وایې چې هیواد دې زما وي، خاوره دې زما وي، سړک دې زما په وینو جوړ وي؛ خو د امریکایانو کاروان چې راشي زه دې کچه ته ترې کوزېږم دوی دې په پخه سړک ځي.

شاید دوی به نو ازادي؟ دیته وا يې چې زما مریض، زما سپین ږیره، زما زنانه او ماشومان دې سرې ګرمۍ ته په ګنټوګنټو انتظارکوي؛ خو د ایساف ځواکونوکاروان چې په ارام او امن کې تېرشي

که چېرته دې ته ازادي او استقلال وایي بیا خو دې افرین وي درته بیلکل یی والمانځئ لمانځل یې درته ضروري دي
ــــــــــــــ
۱۴۳۷،۱۱،۱۵
هـــــــلال، مهاجر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x