نظــر

د تخيل په دنيا کې له ازادۍ سره مرکه

لېکنه:مولوي عبدالهادي (مجاهد)

کله کله د ځينې مو ضوعاتو د يادولو او پر هغو د نيوکو لپاره د تخيل اسلوب تر نور اساليبو ډېر غوره وي، ځکه چې په دغه اسلوب کې د تعبير او د واقعيتونو د تمثيل پراخ ظرفيت موجود وي او ليکوال کولی شي د ترخو واقعيتونو په اړه خپل احساس او پيغام د رمز په لطيفي او عاطفي ژبې لوستونکو ته ور نقل کړي او په اسانه هغو مفاهيمو او وضعيتونو ته د هغوئ پام ورواړوي چې کېدی شي په نورو اساليبو کې د هغو بيان ورڅخه يو څه ستغ شي.

دا چې افغانان د نړۍ يو آزادي خوښوونکی ولس دی او د پېړيو په اوږدو کې تل د آزادۍ د ګټلو او پاللو په مبارزو کې له ځينې نيمګړتياوو سره سره په پرله پسې ډول مصروف پاتې شوي دي او خپل ډېر څه يې د دغه ارزښت په خوندي ساتلو کې په پوره شهامت مصرف کړي دي، نو په کار ده چې دغه ارزښت يې په فکري او واقعي ژوند کې نور هم ښه وپالل شي، او ټولو هغو خطرونو ته د دې ولس د بچيانو پام ورواړول شي چې د دوئ آزادي تهديدوي او يا يې په اړه د دوئ شعور کمزوری کوي.

د دې لپاره چې د دغه ستر معنوي او اجتماعي ارزښت په پاللو کې ما هم ځان ورګډ کړی وی نو د تخيل په دنيا کې مې د آزادۍ له مفهوم سره د يو څو موجودو واقعيتونو په اړه دغه لاندې مرکه ترتيب کړې ده، هيله ده چې د هغې له لارې به مې مهمو مفاهيمو ته د خلکو پام وراړولی وي.

ازادي هغه ارزښتناک او بې مثاله نعمت دی چې د خپلواک او سرلوړي ژوند ټول دارومدار د همدې نعمت تر شتون او نه شتون پوري تړلی دی. که ازادي وي نو په ژوندکې خوندهم وي، او که ازادي نه وي نو بیا ژوند د عذاب يو بل نوم دی.

کله کله اشخاص د ازادۍ له برکته د قومونو او ولسونو حیثیت تر لاسه کړي، او کله بيا هم پوره پوره ولسونه د هغې د نشتوالي له امله په ولسونو کې هېڅ اهمیت نه لري.
ازادي هغه ښکلې قدرمن حالت او معنی ده چې سرلوړي ولسونه خپل ټول ماديات تر هغې قربانوي.

ازادي هغه ښکلې او پتمنه لیلا ده چې د ویښو او خپلواکو ولسونو مېړونه د هغې د ساتنې او پالني په لاره کې له خپلو سرونو تېرېږي.

آزاد خبریال (غازي) له مودو مودو راهیسې په آزادۍ پسې لالهانده ګرځېده ترڅو هغه و ویني او مرکه ورسره وکړي. په هغې پسې یې ډېرښارونه، غرونه، هېوادونه او نظامونه ولټول، ډېر ورپسې ستومانه شو، خو دا دی په پای کې وتوانېد چې له هغې سره په یو داسې ځای کې وګوري چې نوم یې د امنیتي شرائطو له امله نشي څرګندولی، خو له هغې سره يې يوه په زړه پورې مرکه کړې چې د لوستونکو مخې ته یې ږدو:

غازي :په پیل کي که مهرباني وکړئ او لوستونکو ته خپل ځان ورمعرفي کړئ.

آزادي: مننه! د ځان د معرفۍ خبره دې ښه وکړه، ځکه چې زه اوس په مسلمانه ټولنه کې یو ناپېژندل شوی او مجهول مفهوم ګرځېدلې یم. ډېره موده وشوه چې چا ډېره نه یم لیدلې. له خلکو هېره شوې یم، ځکه خو مې اوس څوک ډېره نه پېژني، که څه هم چې پخوا زه د مسلمانو ولسونو تر ټولو مشهوره پېژندګلوي وم.
زمانوم آزادي ده. زه په اصل کي یوه معنی یم، خو کله کله په ژوندون کې مادي بڼه هم غوره کوم. زه او آدم علیه السلام دواړه په یوه کال پیداشوي وو. وطن مې د زمکي پر مخ کوم خاص هېواد او سیمه نه ده، بلکې زه هر چېرې اوسېږم، خو له ویښواو مېړنيو ولسونو سره. او چې په هر ځای کې زمکه راباندې تنګه شي، او خپل راته پردي شي، نو بیا له هغه ځايه کډه وکړم او بل چېرې ولاړه شم.
زما او د انسان ترمنځ فرق دا دی چې هغه په خوراک او څښاک پایي، خو زه په غیرت، سرښندنې او قربانۍ. هغه مري، خو زه مرم نه بلکې کمزروې کېږم او بیا خپل شکل بدلوم.

غازي: د شکل له بدلولو مو مطلب څه دی؟

آزادي: یعني که لویه یم نو وړوکې شم. که په ژوندکې په یوې مادي بڼې بدله شوې یم، نو بیا بېرته معنی شم. که مې حکومتونه وشړي، او یا مې د تړلوکوښښ وکړي نو بیا زه د کوم دردمن با احساسه او عظیم انسان په مغزو کې ترې د يو څه مودې لپاره پټه شم او هماغلته د هغه د فکر په دنیا کې خپله پاچاهي کوم. زه بيا هغه دردمن با احساسه او عظيم انسان دومره مست اوسرشاره کړم چې د ټولې دنیا زورور ورته کمزوري ښکاري. هغه دومره مست او پیاوړی شي چې نه یې زولنې ایسارولی شي، او نه يې زندانونه عزم ورسستولی شي.

غازي: خلک خو تا په ښارونو کې لټوي، خو ته دلته په غرنوکې اوسېږې! موږ د دې مرکې لپاره په تاپسې ډېر ښارونه او ډېرې ماڼۍ ولټولې، خو هلته مو ونه لیدې، که لوستونکو ته پدې هکله څه و وایاست؟

آزادي: ډېره موده وشوه چې ما ښارونه او قصرونه پرې ایښي دي، ځکه چې زه هلته د مسلطو خلکو نه خوښېدم، هغوئ هلته زما د له منځه وړلولپاره ظالمانه قوانین جوړکړي ول، او چې قوانینو یې هم زه ورکه نه کړای شوم، نو بیا یې زما د له منځه وړلولپاره پردۍ لښکرې راوغوښتې، ناتارونه او تاړاکونه یې جوړکړل، زما ډېر پلویان یې ووژل، او ډېر نور یې د تورو تمبو شاته بندکړل. ما هم نور د ښارونو ژوند پرېښود او له ماڼیو راووتم، ځکه چې دا مې نشو زغملی چې لکه د دربار د وینځې په څېر په ماڼیو کې د جابرانو او مستکبرانو په خدمت کې و اوسم، او د هغوئ د توطيو قرباني شم. نو دا مې ښه وګڼله چې غرونو ته پنا یوسم.

غازي: پوښتنې خو مي نورې هم ډېرې دي چې وروسته به یې درڅخه وکړم، خو ته اوس دا راته ووایه چې ته خو ماشاءالله ډېره ښه پښتو وایې! دا دې چېرته زده کړې ده؟ او بله دا چي نورې دې کومې ژبې زده دي؟

آزادي: پښتو خو مې په افغانستان کي زده کړې ده، زه ډېره موده په افغانستان کې اوسېدلې یم، په سلګونو کلونه مې له افغانانوسره تېرکړي دي. زه د افغانانو دومره خوښه وم چې خپلې په لکونو ککرۍ به يې زما د ساتنې او پالنې په لاره کې قربانولې. ما د هغوئ ټولې ژبې زده کړې دي، خو پښتو مې ځکه ښه زده کړې چې پښتنو به له ماسره بې سارې مینه درلوده. خو پدې وروستيو وختونوکې په دوئ کې هم ځينې خلک را پيدا شول چې (سيکولر) يې بولي، دوئ ډېر بې غيرته او بې دينه خلک دي، او له ما سره یې سخته دښمني ده. زه تر دې څو کلونو د مخه هم په افغانستان کې له افغانانو سره اوسېدم خو…

غازي: نو بیاڅه درپېښ شول؟

آزادي: آه، خپلواکو مجاهدو افغانو زه د خپلو وینو په بیه ساتلې وم، خو په دوئ کې یو څو نا اهله او غلام صفته خلک چې له ماسره یې فطري دښمني درولوده او زه یې په افغانستان کې نه شوم زغملی، لاړل او له غرب څخه يې زما تاریخي دښمنان (د صلیبي جګړو یرغلګر) راوبلل. هغوئ ټولو زما په خلاف نړیوال ایتلاف جوړ کړ، او زما په ضديې یوه بې رحمه جګړه پیل کړه.
د دښمن لښکرې، وسلې اوجنګي وسا‌ئل دومره ډېر ول چې زما پلويانو د سختو جګړو کولو او بې د ساريو قربانيو په ورکولو بيا هم د يرغل مخه ونه نيولی شوه. د سختوجګړو او د زرګونو ککريو تر قربانېدلو وروسته زه بيا له خپلو څو محدودو پلويانو سره هماغو غرونو ته وختم چې څوکاله د مخه ورڅخه راکښته شوې وم. يو څه پلويان مې خائنان او غداران هم وختل، هغوئ چې يو وخت يې ځانونه زما د پلويانو مشران او رهبران ګڼل، او د (مولوي)، (مجاهد) او (روحاني) نومونه يې هم پر ځانونو ايښي وو، خو د غيرت او وفا د امتحان پر ورځ په ډېرې بې شرمۍ د دښمن په صف کې ودرېدل.
د نورو ژبو په هکله به درته ووایم چې زه په عربي، چیچنیایې، کشمیري، ازبکستاني او د قوقاز په ځینو ژبو هم پوهېږم، خو ترټولو زیاته مې عربي ژبه خوښه ده، هغه چې ما له محمدصلی الله علیه وسلم، ابوبکر الصديق، عمربن الخطاب، خالد بن الوليد او نورو اصحابانو رضي الله عنهم څخه زده کړې وه، او لاتر اوسه عربان ورباندې خبري کوي.
په عربۍ کې مې بیا د فلسطین، عراق، يمن او د سوريې د خلکو لهجې ډېرې خوښې دي. خو د خليج او مصر د هېوادونو لهجې هېڅ خوند نه راکوي، ځکه چې هغوئ عربي له حده زياته خرابه کړې ده، او انګریزي او عبري ( د يهودو ژبه) يې دومره ډېره پرې ورګډه کړې ده چې نور د عربۍ خوند ورکې نه دی پاتې.

غازي :تا خو د نړۍ ډېر ولسونه او قومونه لیدلي او ورسره پاتې شوې یې، او ډېرو ولسونو ستا تر سيوري لاندې د سرلوړۍ ژوند هم تېرکړی دی، که دا راته و وایې چې ته څنګه حاصلېدای شې؟ اویا په بل عبارت ستا او د ولسونو ترمنځ په کوموشرایطو دیووالي او يو له بل څخه د دفاع تړون رامنځته کېږي؟

آزادي: دادې ډېره ښه ا ضروري پوښتنه وکړه، ځکه چې له مسلمانو ولسونو اوس زما لاره ورکه شوې ده، او له ماسره د تعامل طریقه هم ورڅخه هېره شوې ده. دوئ ته زما د ورتلو لاره یوه وي، خو دوئ پر بله زما د ورتلو انتظارباسي. پدې هکله باید درته و وایم چې لومړۍ خبره خو دا ده چې زه چاته په خپله نه ورځم. زه هغه وخت ورځم چې دوئ مې وغواړي. او هغه ملت ته خو له سره ورځم نه چې تر مایې غلامي خوښه وي.
دویمه خبره داده چې زه هغه وخت یوه ملت ته ورځم چې په زرګونو او لکونو ځوانان یې له تورو او ټوپکو سره د جهاد او قربانۍ په څپاندو ولولو زما د ورتلو پرلارې په استقبال راته ولاړوي، او دي ته تيار وي چې د هغو خلکو سرونه ورغوڅ کړي چې دوئ ته مې له ورتللو ايساروي.
او دریمه خبره دا ده چې زه ولسونو ته په یوه شرط ورځم، او هغه دا چې زما د ساتني او پالني په لاره کې به له ټولو مادي ګټو تېرېږي. زه باید ورته تر ټولو مادي مصلحتونو ګرانه او محترمه و اوسم. هغه خلک چې تر ما ورته خپل ځانونه، مالونه او دنیا ګرانه وي، هغوئ کله هم مانشي ساتلای، او کېدای شي چي په ډېره ارزانه بیه مې خرڅه کړي، او يا مې لاس تړلې دښمن ته ور وسپاري. او که په لنډو یې درته ووایم نو زما د حاصلولو وسیله هم جهاد او قرباني ده، او د ساتلو ضامن مې هم جهاد او قرباني ده او بس. او هر هغه ولس چې د جهاد او قربانۍعزم او روحيه نه لري، زه له هغه سره هېڅ تړون او تعامل نه کووم.

غازي: ځیني خلک خو کوښښ کوي چې تا د ډیموکراسۍ، انتخاباتو، فرهنګي مبارزې، دعوت او دې ته ورته نورو وسیلو له لارې حاصله کړي، که دا راته و وایې چې ته له دې لارو هم ورځې؟

آزادي: لکه مخکې مې چې درته وویل زما د حاصلولو یوازینۍ لار جهاد او قرباني ده او بس. البته دغه نورې ټولې لارې څوکۍ، منصب، شهرت، ډلې ټپلې جوړولو او سیاسي مصالحو ته د رسېدو لاري دي، خو هېڅکله له دغو لارو ما نشي حاصلولی. دغه لارې ټولې د ځان او خلکو د تېر اېستلو لارې دي، بلکې دا ټولې هغه لارې دي چې غلو، ټګانو، په مسلمانانو کې د غرب ملګرو، سست عنصره او خېټه ورو سياسي مشرانو، د دين په نامه تجارت کوونکو او د (امريکايي اسلام) پلويانو خپلو اهدافو او خوندونو ته د رسېدلو لپاره جوړې کړې دي.
غازي صیب! ددې لارو په هکله به زه خپلې څو ترخې تجربې درته تېرې کړم، کېدای شي له هغوڅخه د دغوو لارو د افادیت څومره والی درته معلوم شي.
زه به خپل د سترګو لیدلی حال درته ووایم او هغه دا چې پدې نږدې ماضي کې یو ځل د شمالي افریقا د یوه هېواد خلکو چې عربان يې (الجزایر) او کافران يې (الجېريا) بولي زه د انتخاباتو او ډیموکراسۍ له لارې ور دعوت کړم. هغوئ په ډېره مینه، اخلاص او ولولو په ملیونونو خلک زما استقبال ته راوېستلي وو، زما د راتګ یې په لسګونو کلونو انتظار هم وېستلی وو، په سلګونو ملیونه پیسې یې هم زما د راتلو لپاره مصرف کړي وې. ښځې، نارینه، ځوانان او زاړه ټول زما د راتلو پر لاره د استقبال لپاره راته ولاړ ول، خو افسوس چې دغه ټول خلک په تشو لاسونو او له وسلې پرته هسې د رنګينو بوتانو په څېر ولاړول.
کله چې زه چې د دوئ د استقباليې قطارونو ته په ور رسېدو شوم، ناڅاپه یو قیامت جوړ شو، له هرې خوا وسله وال سړي چې خبري یې د وطن د خلکو په ژبه کولې خو دریشۍ يې پردۍ وې او نشانونه یې هم پردې ټومبلي ول، له موږ راتاو شول او دا په ملیونونو خلک یې ټول یوه خوا او بله خوا پسې واخيستل، ځينې یې ووژل، او ځينې یې وتړل. ځینې نور یې تر پښو لاندې له خارو سره خاورې کړل، او ځينې يې لاس تړلي زندانونو ته بوتلل. يوازې یو څو تنه ترې په تېښته خلاص شول.
غازي صيب! ډېر بد حالت وو، هره خوا چیغې او کوکارې پورته کېدې، نارینه له خپلو ښځو ورک شول، او ښځې له خپلو سړیو او اولادونو. مسلحو غدۍ والو زما د استقبالیې لپاره ټولې ښايسته کړل شوې او رنګينې دروازې ونړولې، او بیرغونو ته یې اور وراچاوه. هېچا ورته څه نشو ویلای، ځکه چې له خلکوسره وسله او د دفاع هېڅ وسیله نه وه. که به چا د څه ويلو جرأت وکړ نو سمدستي به یې سترګې ور وتړل شوې او په ډبولو او ښکنځلو به نامعلوم لوري ته روان کړی شو. دريشۍ والا ټوپکوالو زما استقبال ته د راوتليو خلکو مشران د بغاوت په جرم په زندانونوکې واچول. کشران یې لکه یتیمان د بل در ته محتاج او حیران کړل، او اولادونه يې ترې واخيستل او ټول يې په هغو مکتبونو کې شامل کړل چې همدې غدۍ والو د فرانسې په مرسته او فرمایش جوړ کړي وو چې څو ورځې وروسته بيا هماغه ټول ماشومان د کودتايي جنرالانو په مخکې په داسې حال کې په نمايشي مارش کې تېرېدل چې هلکانو يې (پتلونونه) او نجونو یې (ميني ژوپ) اغوستې وو، او جنرالانو ورته له عسکري موزيک لاسونه پړقول.
غازي صيب! که د الجزائر خلک مسلح وای، او د مقاومت توان یې لرلی، نو هېڅکله به هغو څو لنډغرو دغه قیامت ورباندې نه وای جوړکړی.

غازي: ښه! نو تا ته بیا څه درپېښ شول؟

آزادي: ما مخکې هم درته و ویل چې ما څوک وژلی نشي.ما په همهغه ځای کې فوراً خپل شکل بدل کړ او غرونو ته مې مخه کړه.
څه موده وروسته بیا د ترکیې خلکو د )نجم الدين اربکان( په مشرۍ دعوت راکړ، هغه ډېر اخلاصمن انسان وو، ما دهغه له ملګرو څخه د دفاع او مقاومت د وسائلو پو ښتنه وکړه، هغوئ راته و ویل چې اوس دې شیانو ته ضرورت نشته، موږ اوس د شلم قرن په پای کې اوسېږو، او د اروپایانو ګاونډیان یو، له هغوئ مو د دیموکراسۍ، عدالت او تمدن اصول او اخلاق زده کړي دي. دلته نور د وسلې استعمال او جګړې ته ضرورت نشته، او زموږ پوځيان هم نور هغه د (کمال اتاترک) او (عصمت اينونو) لنډغر بې دينه بدمعاشان نه دي چې چې له دين سره يې دښمني درلوده، هغوئ اوس زموږ ډېر احترام کوي، او تا ته هم ډېر ډېر په درنښت ګوري.
غازي صیب ! (اربکانخېلو) د تخیل په دنیاکې له الفاظو داسې رنګین جنت راته جوړ کړ چې تا به فکر کاوه چې د کوم ريښتيني واقعیت حکايت درته کوي.
ما چې د هغوئ دا منظمې او خوږې خبرې واورېدې نو يقين مې راغی چې دوئ لکه چې رښتيا هم په دعوت باندې ترکيه فتح کړې ده.
خو غازي صيب ! کله چې ورغلم هماغه د (الجزایر) ناورین بیا تکرارشو. دا چې وروسته بيا دې خلکو ما ته د غړولو سترګې نه درلودې، نو له بدې ورځې دوئ هم لاړل په اروپا ورننوتل، او دا دی اوس د (ناټو) په صف کې د مسلمانانو په خلاف ولاړ دي.
غازي صيب! زه نه پوهېږم چې د دې زمانې خلک ولې زماپه اصولو ځان نه پوهوي او د ورتګ بلنې راکوي؟!
د درېیم ځل لپاره د مصر خلک په څه خبره د خپل بوډا فرعون (حسني مبارک) په خلاف راپورته شول، څه واضحه دعوی او آجنډا یې هم معلومه نه وه، خو ښځې او نارينه ټول سړکونو ته راوتلي ول، چا به ګډاوې کولې او سندرې به یې ويلې، چا به ګډوډ شعارونه پورته کول، چا به الله اکبر او نور اذکار او تسبيحات زمزمه کول، چا به ډیموکراسي ډيموکراسي چيغې وهلې، خو چې د لمانځه وخت به راورسېد نو کوم (ږيره خريلی پتلون پوش) به یې مخکې کړ، او ټول به ښځې او نر په چوکونو او سړکونو کې ورپسې ودرېدل.
عجيبه حالت وو، هېڅ نه معلومېده چې دوئ اسلامي حکومت غوښت او که يې ډيموکراسي غوښته، ټولو به (آزادي آزادي) نعرې وهلې، خو معلومه نه وه چې له (چا) او (څه شي) يې آزادېدل غوښتل؟ او دا ځکه چې هغوئ يوازې د (بوډا فرعون) مخالفت کاوه، نه د (ډيموکراتیک فرعونيت). هغوئ به د فرعون ټول لښکر خپل لښکر ګاڼه، او د مسلمانانو او کفارو تر منځ يو والي ته به يې د (الوحدة الوطنية) يعنې ملي وحدت تر نامه لاندې خلک وربلل.
د مصريانو پدې ګډوله پاڅون کې يو ډول خلک راپورته شول چې ځانونه يې (نړيوال اسلامي حرکت)بلل، دې خلکو په همدې غوغا کې زما په نامه د (آزادۍ او عدالت) ګوندجوړ کړ. دوئ هم د اسلام او اسلامي حکومت خبره چندان په زغرده نه کوله، خو د (ډيموکراسۍ) او (قانوني دولت) چيغې به یې په واز کومي وهلې.
غازي صيب! دې خلکو زه مصر ته ور دعوت کړم، ما هم چې د دوئ مسلسلې مظاهرې، ګرمې ولولې او د آزادۍ په نامه ګوند ولید نو ورغلم، خو دا چې د الجزائر او ترکیې ترخې تجربې مې په ياد وې نو د(نړيوال اسلامي حرکت) له مشرانو مې جهاد ته د تياري او د دفاع د وسائلو په هکله وپوښتل، هغوئ راته وويل: دا خبرې نورې مه کوه چې خلک به د (طالب) او (القاعدې) ټاپه را باندې ولګوي، او بیا به مو د غرب هېوادونه، نړیوالې مؤسسې او بانکونه تأييد نه کوي.
ما چې هر څو ورته و ويل چې ماته دا بې رحمه پردي پالونکي جنرالان او بې دينه سیکولر او غرب پلوي سياستمداران رامعلوم دي، هغوئ مې له تاسې سره نه پرېږدي.خو دوئ به هرځل د وسلې له ضرورته انکار او په ډيموکراسۍ ټينګار کاوه، او ويل به يې چې موږ به د منبر، راډيو، تلويزون او فرهنګي مبارزې له لارې د فرعون له ملګرو جنرالانو داسې مجاهدين جوړ کړو چې هم به مصر آزاد وساتي، هم به فلسطين آزاد کړي، او هم به دوئ زموږ د (ډيموکراتيک اسلامي حکومت) داسې مجاهدين شي چې د افغانستان، عراق، سوريې او صومال له (سخت دريزو ترهکرو) به ډېر غوره وي.
غازي صيب! ما که هر څو ورته و ويل چې دفرعونانو پوځونه چې د غرب ابليسانو روزلي دي ټول سره يو دي، او زما او د اسلام دښمنان دي، خو دوئ به راته ويل چې دا خبرې مه کوه چې پدې خبرو زموږ (ملي وحدت) ته صدمه رسېږي.
حقيقت دا وو چې دوئ به خپله هم د فرعون له پاتې شونو جنرالانو وېريدل، خو ماته به یې په درواغو اطمينان راکاوه. بالآخره يوه ورځ هماغه فرعوني جنرالان چې دوئ د اسلام او وطن سپاهيان بلل په همدوئ پسې راپورته شول، د دوئ مشران يې ټول په زندانونوکې واچول، او کشران یې ورته د سړکونو پر سر تر بلډوزرونو لاندې کړل او په مسجدونو کې په زرګونو ووژل، او بيا يې د هغوئ مړي هم په بلډوزرونو را ټول کړل او اور يې ور واچاوه.
په هغه ورځ د رابعې په میدان کې او د سړکونو پر سر چې کوم څه تر ټولو ډېر پراته وو او تر پښو لاندې ليدل کېدل هغه د قرآن کريم مبارکې نسخې وې چې دې خلکو په شعارونو کې د پورته کولو او د تلاوت لپاره له ځانونو سره وړې وې، او هره خوا د مصري پوځيانو تر پښو لاندې ليدل کېدې.
دې غولېدليو هم ځان تېرويست او هم يې زه تېر وېستم. اوس مې نو پوخ تصميم نيولی چې نور به نه د دغه ډول خلکو په دعوو او ويناوو باور کووم، او نه به هم کله د دوئ وطنونو ته سر ورښکاره کړم. دوئ خو هسې هم د زولنو او زندانونو معتادان دي او په غرونوکې د آزادۍ تر ژونده په زندانونو کې رياضتونه خوند ورکوي خو زه يې په شرمونو وشرمولم.

غازي: محترمې ازادۍ! راځم يوې بلې مهمې پوښتنې ته او هغه دا چې موږ خو ډېر ځلې له خلکو دا هم اورو چې په غرب کي ډېره آزادي ده، او حتی چې غربي مشران ځانونه د آزادۍ اتلان بولي، او هر وخت دا دعوه هم کوي چې هغوئ به د نړۍ نورو ولسونوته هم آزادي وربښي، خو پدې نه پوهېږو چې ته اوس رښتیا هم په غرب کې له غربیانو سره یې؟

او که د هغوئ په مقابل کې د ولاړو مظلومو ولسونوپه طرف کې یې چې د دوئ له ظلمونو او استبداده ځانونه خلاصول غواړي؟ که په دې هکله لوستونکو ته یوڅه وضاحت وکړې؟
آزادي: غازي صیب! دا پوښتنه دې رښتیاهم ډېره مهمه ده، ځکه چې نن ورځ خو د غرب مېډیا تقریبا د ټولونړیوالو ذهنونه يرغمال کړي دي، او چې هرڅه وغواړي هغه ته درښتیا او حقیقت بڼه ورکوي او په دومره پراخه پیمانه یې تبلیغوي چې له چاسره یې د تکذیب اراده هم پاته نشي.
غربي مېډیا دا خبره رښتیا هم د ډېرو خلکو تر غوږو رسولې ده چې په غرب کي ډېره آزادي ده، خو مسلمانان باید پوه شي چې هغه زه (آزادي) نه بلکې هغه یوه بله ازادي ده. هغه له (دین) او (ديندارۍ) څخه آزادي ده، هغه له اخلاقو او معنوي ارزښتونو څخه آزادي ده. هغه له شرف او حیاء څخه آزادي ده، هغه له انساني ترحم او عاطفې څخه آزادي ده. هغه له اصولو قوانینو، عادلو تړونونو او میثاقونو څخه ازادي ده. هلته لور له پلارڅخه ازاده ده. ښځه له خپل خاوند څخه ازاده ده. فحشاء، اخلاقي فساد، همجنس بازي او قمار له محاسبې او پوښتني څخه آزاد دي. هلته انسان ته مطلقه آزادي ورکړل شوې چې په هر ډول چې غواړي له انسانیت څخه ووځي وتلی شي، او هېڅوک یې د انسانیت په ضوابطو کې بند نشي ساتلی. او ان تر دې چې هلته دا آزادي هم شته چې د برطانیې د ولیعهد میرمن دې له بل چاسره د خپلو جنسي اړیکوخبرې د ملت په واړندې په تلویزیون کې هم وکړي.
تر دې ورتېره دا آزادي هم شته چې نارینه دې له بل نارینه سره واده وکړي، او قانون دې د هغوئ د حقوقو دفاع او ساتنه وکړي، او د مسيحي کليسا (پادري) دې څه اعتراض هم پرې ونه لري، ځکه چې هغه په خپله هم ډېر هغه واړه ماشومان د خپل هوس ښکار کړي وي چې کورنيو يې د ديني زده کړې او د برکت د حاصلولو لپاره (مقدسې کليسا!!!؟) ته ورلېږلي وي.
او دا خبره چې هغوئ غواړي نورو ولسونو ته آزادي ور وبښي، دا هسې يوه د درواغو دعوی ده، ځکه چې همدغو غربيانو یو وخت تقریباً د نړۍ د نیمو اوسېدونکو (ریښتني) آزادي سلب کړې وه، د هغوئ هېوادونه یې استعمارکړي وو، او د خلکو هر څه یې د خپل ځان ګرځولي وو. خو کله چې ولسونو د خپلې تورې په زور هغوئ تېښتې ته اړ کړل، او له خپلو هېوادونو یې وشړل، نو بیا یې د ولسونو د بیا غلام ګرځولو لپاره دا ډنډورې وغږولې چې موږ نور ولسونه ازادوو.
د هغوئ د ازادۍ بښلو مثالونه خو تاسې خپله په خپل هېواد افغانستان او هم په عراق کې ولیدل چې څو مره خلک یې د ژوند له قيده آزادکړل؟ څومره یې بې کوره کړل؟ څومره میندې یې بورې کړې؟ څومره ماشومان یې یتیمان کړل؟
غربيان په حقیقت کې هېوادونه له خپلو اصلي اوسېدونکو آزادوي، د هغوئ له خپل حاکمیت څخه یې آزادوي او بیایې یا عملا په خپله اداره کوي، او یا یې خپلو روزل شويو غلامانو ته ورسپاري. نو زما او د غربي آزادۍ تر منځ باید فرق وپېژنئ! زه د سعات سرچینه یم، او هغه د بدبختۍ کنده.

غازي: تاسو مخکې و ویل چې ډېر وخت له افغانانو سره پاتې شوې یاست، له افغانانو سره ستاسو د تجربې حاصل څه دی؟

آزادي: اکثره افغانان ډېر مېړني خلک دي، خو په افسوس بايد و وايم چې پر ما مین دي خو قدر مې نشي کولی. کورته مې ور بولي خو پاللی مې نشي. زما لپاره له ډېرو شیانو تېرېږي، خو له مشرۍ او زعامته په خپلو منځونو کې يو بل ته نه تېرېږي. د راتلو انتظار مې ډېرکوي، خو چې ورته ورشم نو بیا راڅخه په نورو شیانو مشغول شي. ملايان يې سبقونه ډېر وايي خو خلکو ته دين لږ ور رسوي.
او په افغانانوکې ځیني داسې خلک هم شته چې ته به وایې د دوئ خټه د غلامۍ په اوبو لمده شوې ده. که انګریز ورشي هم دوئ به یې غلامان وي، که روسان ورشي هم دوئ به یې غلامان وي، که امریکایان ورشي هم دوئ به یې غلامان وي. دغه ډول خلک په افغانانوکې لږ دي خو ډېر زرنګ او چالاکه خلک دي او له هرې زمانې سره ځان برابروي. دوئ کله د (مقاومت سنګرداران) شي او کله بیا د (ډیموکراسۍ قهرمانان). خو دا خلک بیا ډېر ژر له منځه ځي.
یو کار چې افغانان په مجموعي ډول ورکې تر نورو ولسونو غښتلي دي، هغه دا دی چې زما د حاصولو په لاره کې له قربانۍ او سرښندنې نه ستړي کېږي. هر نسل یې تر پخواني نسله د لویو حماسو زېږونکی او د بدلونونو راوړونکی وي.

غازي : ستا په اړه مې يوه بله تاريخي پوښتنه په ذهن کې وه چې ما ويل په خپله به يې تاڅخه کووم، او هغه دا چې ځينې (سيکولر) افغانان دعوی کوي چې هغه مخکې ځل افغانستان ته (امان الله خان) راوستلې وې، او ستا د راوستلو افتخار هم د هغه په نصيب شوی وو. تا خو به هغه وخت هر څه په خپلو سترګو ليدلي وي، که دا راته ووايې دا خبره څومره حقيقت لري؟

آزادي: د ۍيکولرو په خبره کله هم باور مه کوئ! هغوئ ډېر مکار او درواغجن خلک دي او دا خبره يې هم سپين درواغ دي. د امان الله خان چې خپل ذهن او فکر د انګرېز د افکارو او نظرياتو له غلامۍ آزاد نه وو نو افغانستان به يې له هغوئ څه آزاداوه؟ او زه به یې څنګه افغانستان ته وروستلم؟
حقيقت دا وو چې زه ملي غازيانو او د انګريز په خلاف راپورته شويو مجاهدینو وروغوښتلم. خو کله چې ورغلم د امان الله خان راسره ورانه شوه، ځکه چې هغه غوښتل افغانستان د غرب پر لاره روان کړي، خو ما او غازیانو ورسره نه منله، نو يې له خپل خسر (محمود طرزي) سره چې په افغانستان کې د سيکولريزم پلار ګڼلی کېږي او په شام او ترکيه کې د ترکيې له (سيکولرانو) او د شام له (عربي مسيحي نشنلستانو) د سيکولريزم او نشنلزم مرض ورنقل شوی وو زما د له منځه وړلو مشوره وکړه. امان الله خان او طرزی دواړه د شاهي کورنۍ له ډېرو ښځو سره پدې نيت اروپا ته ولاړل چې له اروپايانو سره پر هغوئ زما د خرڅولو خبره وکړي، هلته يې تقريبا اوه مستې مياشتې تېرې کړې، خپله (نيم لنډغره) ښځه يې چې د محمود طرزي لور وه هم د اروپا پاچایانو ته پدې مقصد وروښوده چې هغوئ په دې قانع کړي چې دی نور هغه افغان نه دی چې خپله ښځه له خلکو په پرده کې ساتي، او د افغانو ښځو د پردې د ساتلو پخاطر د اروپايانو په خلاف جنګېږي.
غازي صيب! کله چې امان الله خان د اروپا له اوه مياشتينۍ مستې دورې وطن ته ستون شو، نو سمدستي يې زما او زما د پلويانو په خلاف په پغمان کې د جنګ اعلان وکړ. زما ملګري یې بنديان کړل، او زما طرف ته بلونکي عالمان يې په ډېرو بدو نومونو ياد کړل، او ان تر دې چې هغوئ یې د انګريزانو ملګري وبلل پداسې حال کې چې د انګرېز له کوره دی تازه راستون شوی وو، او د هغوئ قوانين يې له ځانه سره افغانستان ته د عملي کولو لپاره راوړي وو.
دا هسې د (سيکولرانو) لخوا د امان الله خان د اسلام دښمنۍ د کرغیړن تاريخ د ښايسته کولو هڅه ده چې په سپین سترګۍ يې ترسره کوي. همدا اوس تاسې نه ګورئ چې د ده د فکر او تګلارې پلويان ټول له اشغالګرو امريکايانو، انګرېزانو او نورو درغليو کفارو سره ولاړ دي. او نه ګورئ چې د امان الله خان عکسونه همدا اوس د انګرېزانو او امريکايانو په لاس د جوړې ادارې پر دفترونو لګېدلي، که د مجاهدينو او غازيانو پر سنګرونو؟

غازي : ښه نو بيا ستا او دامان الله خان په جګړه کې څوک بريالي شول؟

آزادي: هغه ماتې وخوړه، ما او زما ملګرو هغه ته داسې ګوزار ورکړ چې په يوه ګوزار مو ايټاليا ته ورساوه، چې بيا یې کله هم افغانستان ونه لید، او له هماغه ګوزاره يې د (پاپ) د کلي ترڅنګ سا وخته.

غازي: په افغانستان کې ستا په نامه پورې د تړلي يو بل څه پوښتنه هم درڅخه کووم او هغه د (آزادۍ راډيو) ده. که دا راته ووايې چې دارښتيا هم ستا راډيوده او که ستا په نامه د بل چا راډيو ده؟

آزادي: دا راډیو په ما پورې هېڅ اړه نه لري. دا نه د آزادۍ راډيو ده، او نه هم خلکو ته د آزادۍ تلقين ورکوي، بلکې دا د امریکا راډيو ده چې د امریکا د کانګرس لخوا تمویلېږي او اداره کېږي. د دغې راډيو اصلي نوم د(فري يورپ ريډيو) يعنې د آزادې اروپا راډیو ده. يعنې دا د هغې آزادۍ راډيو ده چې په اروپا کې وجود لري، او د هغې په هکله خو مې مخکې درته وويل چې هغه څه ډول آزادي ده. دغه راډیو په اسلامی نړۍ کې د غربي نظریاتو او مفاهيمو د خپرولو په مقصد د عراق او عربي نړۍ لپاره د (العراق الحر)، د ايران لپاره د (راديو فردا)، د پاکستان لپاره د (مشال راډيو) او د افغانستان او تاجکستان لپاره د (آزادۍ راډيو) په نامه خپرونې کوي، او تر ټولو غلام صفته خلک يې ورکې راټول کړي دي.
دا په حقيقت کې د(غلامۍ) راډيو ده، خو نوم يې ورباندې د (آزادۍ) راډيو ايښی دی. د دې مثال داسې دی لکه د(بدلمنې) ښځې چې نوم (طاهره) وي.

غازي: که دا راته و وياست چې بيا به افغانستان ته راځې او که نه؟

آزادي :ولې نه، افغانستان ته به ان شاء الله حتماً درځم، که د بل چا پخاطر نه وي نو د هغو فدايانو پخاطر خو به هرومرو درځم خپلې د ګل په څېر ځوانۍ يې د الله د دين د حاکمولو لپاره لوګی کړې. خو بيا هم يو دوه شرطونه لرم او هغه دا چې:
۱ــ له درغلو يرغلګرو او د هغوئ لخوا له جوړې شوې ادارې سره به هېڅ ډول جوړجاړی نه کوئ، بلکې په جهاد به يې له منځه وړئ.
۲ــ په خپل وطن کې به (سيکولرو) او (نشنلستانو) ته د هېڅ ډول فعاليت اجازه نه ورکوئ، او نه به يې مشران په وطن کې پرېږدئ، ځکه چې دوئ له ماسره سخته دښمني لري، او تل زما په خلاف له کفارو سره شريکې توطيې جوړوي.

غازي :ښه، نو افغانستان ته به کله راځې؟

ازادي: په دې ورځوکې خو ما ته ډېر بلنلیکونه له بېلابېلو هېوادونو لکه له افغانستان، عراق، سوريې، فلسطین، چیچنیا، ارتیریا، صوماليا، کشمیر، ازبکستان ، د فلپاین له مندناو او نورو هېوادونو څخه رارسېدلي دي. ما هم خپل د ورتللوشرطونه دې ټولو ته بیان کړي، و به ګورو چې دکوم هېواد خلک زما شرائط تر نورو مخکې پرځای کوي. هر چا چې زما شرائط مخکې پوره کړل نو لومړی به هم هغوئ ته ورځم، او بیا ورپسې نورو ته. خو مخکې له مخکې له هېچاسره وعده نه کووم، ځکه چې نور د خلکو په تشو وعدو نه غولېږم. ترڅو یې چې زما شرطونه په عملي ډول پوره کړي نه وي، او زما دښمنان يې له منځه وړي نه وي د هېچا وطن ته نه ورځم.

غازي: که د وروستۍ پوښتنې په ځواب کې دا راته و وایاست چې نور خبریالان او ژورنالیستان چې غواړي له تاسو سره تماس ونیسي، نو څنګه کولای شي له تاسو سره رابطه وکړي، ځکه له ماسره ډېر نور مسلمان ژورنالیستان هم ول چې له تاسو سره یې لیدل غوښتل ، خو ځیني په ښارونو او ځیني نور يې راڅخه د لارې په کږلیچونو کې پاتې شول؟

آزادي :نن سبا خو زه د اسلامي نړۍ په غرونو او ځنګلونوکې اوسم ، خو کله کله خپلو پلويانو ته په ښارونو کې هم سر ورښکاره کووم. له ما سره تر ټولو اسانه د تماس لار له مجاهدينو سره رابطه نيول دي، هغوئ ما په اسانه ورپيداکولی شي. خو يوه خبره په پام کې ونيسه او هغه دا چې زه يوازې له رښتينيو (آزادو) خبريالانو سره غږېږم، او د هغو خبريالانو پوښتنو ته هېڅ ځواب نه وايم چې د پرديو لخوا په کار ګومارل شوي وي،ځکه چې د هغوئ اکثره يې جاسوسان وي، او زما د دښمنانو لپاره کار کوي.

غازي: ستاسو له څرګندونو ډېره ډېره مننه، هیله ده چې یوځل بیا زموږ هېواد ته راشې، او موږ دې په ښاديو ښاد کړې.

آزادي: غازی صيب ستاسې له راتګ څخه هم ډېره مننه چې په خطرناکو حالاتوکې مو ځان ماته را ورساوه، او زما پیغام مو د نړۍ مسلمانانو ته ورساوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

پر بام د باران د څاڅکو غږ دی، چې د هوا توندې څپې یې موسیقي نوره خوندوره کړې، له بهره د ناوو جوړا اورم، شین چای له ګوړې سره تشریف فرما دی او په عین حال کې مې د استاد مجاهد صاحب مقاله هم نوش جان کړه. همدا زما لپاره د ازادۍ د ورځې عیش و

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x