نظــر

استقلال لمانځو؟ خو آزاد نه یو

فتحان حنفي

اې په ویښه ویده خلګو که رښتیا د آزادۍ او استقلال تږي یاست نو راشۍ چې د تیر په شان بیا ددې انګریزانو او نړۍ وال اشغال نه بیا هغه شان آزادۍ تر لاسه کړو کومه چې زموږ آبا و اجدادو په نره او میړانه تر لاسه کړې وه تر څو مو آینده نسلونه د استقلال ورځ ولمانځي اوس خو موږ آزاد نه یو نو د استقلال ورځ لمانځ د استقلال سپیڅلي نوم پوري ټوکي نه دي؟

د استقلال ورځ که هغه څوک ولمانځي چې له اشغال او جنګونو خلاص وي نو ورسره مناسبه هم ده خو چې د اشغال په آغوش کې محاصره وي هغه باید له اشغاله د استقلال تر لاسه کول اړین وبولي نه چې تیر استقلالونه ولمانځي ډیره د شرم خبره ده چې پلرونه مو غیرتي و له انګریزانو یې په نره میړانه او توره استقلال تر لاسه کړ خو نن هم هغه انګریزان دي په رڼو سترګو ورته ګورو.

ولي دا مناسبه او غوره نه ده چې موږ هم د نیکونو په څیر دا اشغالګر انګریزان چې نن د امریکا په نوم راغلي دي له خپل ګلاب او خوږ ټاتوبي وشړو او له اشغاله یې ځان خلاص کړو تر څو د نر غوندي د استقلال تاج په ویاړ به تندي کیږدو.

دا به غټه جفا وي او که ووایم چې نامردي ده نو غلط نه یم چې ټول نړۍ وال کفر راته یو موټی ده او زموږ حریم یې اشغال کړی او موږ د بې احساسۍ مظاهره کوو او د استقلال ورځ لمانځو ایا په مستقبل کې به خپلو بچیانو ته څه پیغام ولرو؟ چې موږ تر خاورو لاندي یو خړ څلي راباندي جوړ وي او زموږ بچیان موږ د بې احساسو او بې غیرتو په نوم ونوموي.

که غواړۍ چې د نیکونو په څیر په ویاړ یاد شو چې له انګریزانو یې استقلال ګټلی و نو په دې ایمان او غیرت خو والله که استقلال او آزادۍ تر لاسه کړو تر څو مو چې هغه پلارینه توره او ډال نه وي راخیستي په تشو لاپو او خبرو خو اشغال نه ماتیږي او نه د استقلال ویاړ په برخه کیږي استقلال او آزادۍ په ننګ غیرت او توره کې نغشتي دي.

الله ج دي د عمل توفیق راکړي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x