نظــر

د آزادۍ لمانځنه که د ښکېلاک په غېږ کې سپين سترګي ؟!

ليکنه : طارق عزيز

دا چې افغانستان چا ازاد کړ ، مجاهد ولس که امان الله ؟

لدې به تېرشم غواړم چې يو څو لنډې کرښې ستاسو مخ ته کېږدم !

د اذادۍ تر ټولو ساده تعريف دادى چې يو څوک بايد ريښتينى واوسي او ريښتينوالى ولمانځي ، هغه خلک چې د خپلې عقيدې د څرګندولو او خپل فکر د بيانولو حق ونه لري ، په ژونديو نه بلکې په مړو شمېرل کېږي.

دا چې ځينې خلک د ځان د ساتلو لپاره له ريښتينې اذادۍ تېرېږي او تش په نامه ازادي لمانځي يقيناً چې هغه ازادي نه ده پېژندلې او د خپلواکۍ او سلامتۍ حق نه لري !
دادى اوس غولېدلې او لمسول شوې ، ناخبره ځوانان د ازادۍ د جشن په نوم د پرديو د استعمار لاندې په ډېرې سپين سترګۍ سره د دروغو ازادي لمانځي واقعاً د ډېر درد او افسوس ځاى دى او په دقيق ډول د ډالرې قلمونو او ډالرو په زور د کرايه شويو ليکوالانو په مټ د ځوانانو د مصروف ساتلو او د اذادۍ د شعور اخيستلو لپاره لمسول کېږي تر څو د ډولونو درزا او پردي ډول ته په ګډېدا پلاستيکي ازادي ولمانځي حال دا چې ځمکه او هوا مو د پرديو د واک محور جوړ شوى ازادي لمانځنې هلته خوند کاوه چې د پردي مو په وطن راج نه کولاى ، ولسمشر مو خپلواک واى ،فوځ مو خپلواک واى ، قضايي او عدلي ارګانونه مو خپلواک واى ، د کانونو او معدنونو واک له مونږ سره واى د عقېدې خبره مو په زغرده کولاى شواى !

مونږ د څه ازادي لمانځو ؟

ايا د ازادي نوم همدا دى چې په تورو ، سرو او شنو ريتاړو ځانونه راتاو کړو او او د ډمانو او کوڅه ډبو غوندې په لار منډې او چغې ووهو ؟

نا هيڅکله نه !

بايد دا مونږ ومنو چې هېواد او حکومت مو مو کاملاً د پرديو په لاس کې دى ، ازادي هيڅ کله زمونږ لپاره انتظار نه باسي او اوس هم وخت شته چې د ازادۍ د لاسته راوړلو لپاره له هيڅ ډول هڅو ډډه ونه کړو او ازادي وړيا لاسته نه راځي زغم غواړي ، تکليف غواړي قرباني غواړي خلکو اذادي واخيسته خو ويې هم ساتله جاپان مو همزولو دى ،پاکستان او هندوستان مو د ازادۍ په لاسته راوړلو کې کشران دي نو نوبيا ولې سکوت وکړو او ولې د داوبو اخيستو په څېر هر خواته لاس واچوو

هو مشکل داده چې مونږ ازادي لمانځو خو په مانا يې نه پوهېږو دلته ازادي غوښتونکو ته غلامان وېل کېږي خو غلامان ازاد او په په سپين سترګۍ د ميراثي او له لاسه تللې ازادۍ جشنونه لمانځي ، ازادي هغه وخت ريښتينې پړاو ته رسېږي چې د هېواد وګړي له بدني قوت سره سره له روحي قوت څخه هم د خپلې عقيدې د ښکاره کولو په ډول په پوره توګه کار واخلي !

او په اخر کې دا وايم چې مونږ بايد ريښتيني ازادي غوښتونکي وپېژنو او دا حقيقت دى چې ازادي د ظلم او تېري په وړاندې د رحمت فرښته ده .

د ازاد او سوکاله افغانستان په هيله !

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x