translater troops

افغان ژباړونکي ولي له خپل هیواده په تیښته کې دي؟

نن ټکی آسیا – سرمقاله: له جرمني ځواکونو سره ۱۸۲  کارکوونکي افغانان او د هغوئ  ترجمانان غواړي  چې له جرمني ځواکونوسره یوځای  له افغانستانه پښې سپکې او په جرمني کې سیاسي پناه واخلي .

دغه  افغان ترجمانان چې له تیرو دولسو کلونوراهیسي یې  له الماني ځواکونوسره  د ترجماني ترڅنګ بیلابیلې دندې تر سره کړې  له الماني چارواکو څخه غواړي چې د هغوئ د خدمتونو په بدل کې ورته په نوموړي هیواد کې  د دائمي اوسیدلو حق ورکړي .

 د تیرې سه شنبې په ورځ د المان  د کورنیو چارو وزیر هانز بيتر فريدريش له  ZDF German Tv  تلویزوني شبکې سره  د خپلې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وویل : هغو افغانانو ته چې په ډیرو سختو شرائطوکې یې زمونږ له ځواکونوسره په  پوځي فعالیتونوکې  ګډون کړی    زمونږ  په هیواد کې سیاسي پناه ورکول  د ستاینې وړ کار دی .

په  پیل کې جرمني هیواد غوښتل  یواځې ۲۳ تنو افغانانو ته سیاسي پناه ورکړي ، خو اوس  د هغوئ ترڅنګ ۱۵۹ تنه نور افغان ژباړونکي هم غواړي  چې په المان کې سیاسي پناه واخلي او له جرمني ځواکونو سره یوځای د تل لپاره نور له خپل هیواد سره مخ ښه وکړي .

د جرمني هیواد  د کورنیو چارو  وزارت  د رپوټ په اساس  ټول ټال ۳۰۰ تنه له جرمني ځواکونوسره کارکوونکي افغانان  غواړي  په جرمني هیواد کې د سیاسي پناهندګي اسناد ترلاسه کړي ؛ ځکه  هغوئ وايي مونږ پوره  ۱۲ کاله  اوږه په اوږه له جرمني ځواکونوسره په پوځي  او استخباراتي فعالیتونو کې ګډون کړی  اوس  چې الماني چاروکي غواړي  له افغانستان  څخه  خپل ځواکونه  وباسي  مونږ  نشوکولای د هغوئ تروتلو وروسته   په افغانستان کې  یواځې پاتې شو .

معمولا  په بهرکې سیاسي پناه اخیستل  د هغو خلکو اړتیاوي چې  په خپل هیواد کې ژوند په خطر کې وي .

افغان ژباړونکي چې د جرمني ترڅنګ  یې د نورو هیوادونو له پوځیانوسره  دخپل ولس په خلاف په  محاربوي اواستخباراتي فعالیتونوکې شرکت کړی  او د بهرنیانو په څیر دوئ هم  د خپل بیوزله  ولس  په ځورولو ، وژلو  او ربړولو کې سهم اخیستی  نور دې ته  تمه نه لري  چې د خپلو بهرنیو دوستانو  تروتلو وروسته  دي په افغانستان کې  د آرام ژوند څښتنان  او وسي .

همدا لامل دی  چې اوس  یې دهغوئ  لمنه نیولې او غواړي  په بهرنیو هیوادونوکې  په پناه اخیستلو سره   خپل  ځان  د خپل  ولس له انتقام  څخه  خوندي وساتي .

 په  بهرنیو هیوادونوکې د افغان  ترجمانانو سیاسي پناه اخیستل  په  خپل  ذات کې  د ا مفکوره  تقویه کوي  چې  د افغانستان راتلونکی په حتمي توګه د داسې چا لاس ته لویدونکی دی چې هغه به د بهرنیو استعماري  نظریاتومخالف نظر لري .

ښايي دغه  مفکوره  د کرزي اداري  د حکومتي لوړ پوړو چارواکو  په  مورال هم  منفي تاثیر وکړي او د بهرنیو ځواکونو  له وتلوسره سم   ښاغلي  کرزي ، دهغه کابینه ، دهغه  دپارلمان او سنا غړي  او  هر هغه څوک چې  د دوبۍ تر  نړیوال  هوايي ډګر پوري  درسیدو توان لري د افغان ولس  دانتقامي حملو له ویرې  په مجموعي ډول له افغانستانه پښې سپکې  او بیرته په  بهرکې د سیاسي پناهندګي تر عنوان لاندې  په هوټلونو ،کلبونو، پارکینګونو  … کې  دخدمت کولو  آبرو مندانه  !!! ژوند غوره کړي .

د نن ټکی آسیا سرمقاله

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د