نظــر

ازادي دي د ازادو مبارک سي!

ساجد “ستاینوال”

که عقل وي نو هیڅ شریف انسان ځان غیر شریف نه جوړوي ، ازاد کسان شریف وي غلامان بې شرفه وي کله به ازاد کسان دځان لپاره غلامي اختیار کړي؟ دا کار یوازی هغه کسان کوي کوم چي د پخوا څخه دنورو رزالتونو په وجه باندي بې شرفه وي، دشرافت حد یې لا پخوا مات کړی وي په ټولنه کي یې دګام ایښوولو ځای نه وي.

همداسي کسان افغانستان هم درلودل چي دخپل ټیټ حیثیت لپاره یې هیڅ توجیه نه سوای کولای او نه په ټولنه کي ددوی په خبرو چا غوږ ګراوه دخپلي کمۍ په وجه نور ځایونه اوسېدل بیا یې و غوښتل چي خپل رزالت ته یو بل رنګ ورکړي نو همدا امتیاز یې یوازي په غلامۍ کي ولیدئ چي ګوندي ددې لاري دخپلو بادارانو څخه مادي امتیازات تر لاسه کړي، دبادارانو په مټ هغه قدرت تر لاسه کړي چي باداران یې دشریفو خلکو دسپکولو لپاره ورکوي او ځان په ټولنه کي په یوه بله نامه باندي مطرح کړي.

امریکا دا حقیقت درک کړی وو ځکه نو د هغو کسانو غاړو ته یې دخپلي بادارۍ طوق واچاوه چي دپخوا څخه لا بې عزته وه دشریفو خلکو غاړي دطوق اچولو فکر لا هم امریکا نه سوای کولای.

که نو امریکا کولای سوای چي په ډېر لږ مصرف جوړ نظام خپل کړي دځان او نورو دتاواني کولو پرته په افغانستان کي پښي ټینګي کړي خو دا کار یې نه سوای کولای او نه یې هم په درواغو اراده کړې وه. ځکه تر اوسني لاس پوڅي نظام وړاندي په افغانستان کي داسلامي امارت په نامه دشریفو او بهادرو خلکو په لاس جوړ سوی نظام وو، هغوی هیڅکله غلامي نه سوای زغملای او نه یې هم خپل شرافت دغلامۍ په بدل کي ورکاوه.

امریکا دخپل شوم هدف لپاره سپک خلک په غټو نومونو ونومول، کورونه یې ورته پیدا کړل، دساده لوحو انسانانو په فکرونو کي یې شریف خلک معرفي کړل، دخپلو خلکو دوژلو لپاره یې توپک په لاسونو کي ورکړل چي پخوا چا دارګ مخته نه پرېښوول اوس دارګ دماڼیو په نشو مست سوه، په داخل او خارج کي دعیاشیو سهولیات ورته برابر سوه.

داسي کسان مجبور دي چي خپلي غلامۍ ته توجیه وکړي که یې ونه کړي نو هغه کسان چي دوی په مؤقت ډول دوکه کړي دي هغوی هم ددوی فلسفه لټوي بیا یې په اتفاقي ډول شړي، دوی مکلف دئ چي خلک بوخت وساتي ځانونه ازاد، قانوني او افغانیت ته ژمن وښيي ، ددې پروسې لپاره تبلیغ وکړي داددوی مجبوریت دئ.

جهالت خو نه دئ مګر حسد او دمادیاتو دعشق لیونتوب دئ چي ځان ازاد او نور غلامان بولي.

اې افغانه!

ته پوهیږې چي زه افغان څوک بولم؟ افغانان یوازي مسلمانان ، شریف او حر انسانان زېږوي، چي یاد صفات څوک نه لري هغه ته افغان نه سمه ویلای ځکه نو زما خطاب افغان ته دئ بیا وایم:

اې افغانه! که دافغانانو لپاره اسلام او افغانیت معیار نه سي بلکي مادیت معیار سي نو بیا خو ته ملامت یې چي دغه سي خلک ملامتوي ځکه دوی چي کوم کارونه کوي دا کار خو یوازي اسلام اوافغانیت نه ایجاوي دمادیت په قانون خو دوی ګټه کړې ده ، افغانه! تا تاوان کړی دئ ، تا یوازي داسلام او افغانیت په قانون ګټه کړې ده.

که نو چي زه ددوی دجهالت څو نمونې درپیش کړم ته به هم حیران سې ماته خو دقهر خندا راولي دمثال په ډول دوی وايي:

۱: اخ! د هلمند ولس په اور کي سوځي.

حال داچي کومي سیمي مجاهدین تر خپلي قبضه لاندي راولي هغه سیمي داور څخه خلاصي سي دا زما ادعا نه ده دهلمند ولس دغه ادعا کوي ټوله په وازه خوله باندي وايي: عسکر چي واکمن سي زموږ کشران په امن نه دي، زموږ دغنمو درمندونه په امن نه دي، پر هر جریب زر کالداري راڅخه غواړي دا یوه ډله نه ده ، هره ډله جلا جلا زموږ څخه پیسې غواړي، دقاچاقو په نامه تاریاق زموږ دکورنو باسي….اوداسي نور بالعکس چي طالبان راسي دا ټولي ستونزي له منځه ولاړي سي دا معلومات خپله ملل متحد په غیر مستقیم ډول کړی دئ خو چون دملل متحد سره یو بل توری هم سته چي ملل متحد الخائین دي شفاف ملل ورسره نسته که وي سخت محکوم دي ځکه نو ملل متحد داسي حالات نه وایي نوري خبري بیا کوي چي پلان ځای مو داسي پټه سروې وکړه، پلان ځای مو داسي سروې وکړه. بلکي دهلمند خلک چي هر څومره چیغي کړي اجیري رسنۍ یې ږغ لا چاته نه رسوي.

دا خو ښکار خبره ده دا یې ګز دا میدان څوک دي ورسي پوښتنه دي وکړي زه خپل یو عام کس یم ماته خلکو ویلي دي چي موږ والله مجبور سوی یو چي مجاهدینو ته قران وروړو چي تاسو دالله جل جلاله په خاطر راسئ دغه ټوپکیان راڅخه لیري کړئ.

شرم پکار دئ، فکر پکار دئ دهغو کسانو لپاره چي افغانان دي لږ یا ډېر ددوی خبري تاثیر ورباندي کوي دوی ته خو زما خطاب نه دئ.

۲: عبیدالله بارګزی وايي: فلاني ملا ویلي دي چي امان الله خان شریعت نه غوښتی هغه یو سیکولر افغانستان غوښتی.هی هی هی په قوران که می دا ملا پیدا کړی لکه سپی غوندي داسي به یې په دار ځړوم.

شرم پکار دئ، فکر پکار دئ، غیرت پکار دئ ده جناب په دې پنځلس کاله وویل؟ چي فلان امریکايي زما دهیواد مظلوم بچي شهیدان کړل، هی هی هی که په لاس راغلی به قوران چي لکه سپی غوندي یې داسي په درخته را وځړم؟ عجیبه ده ، ده جناب ته دامان الله خان پر دینۍ غیرت ودرېدئ فکر وکړئ:

ایا امریکایانو دافغانانو شریفي پتمني ښځي بې عزته نه کړې؟ عکسونه یې من او خوروار دي؟

ایا امریکایانو قرانونه ونه سوځل؟

ایا امریکایانو ناویاني د واده په ورځ شهیداني نه کړې؟

ایا امریکایانو هغه معصومي ماشومي نجوني شهیداني نه کړلې چي داختر لپاره یې په نازکو نازکو لاسونو بنګړي وه او دغه نازک لاسونه یې دبدنونو څخه جلا وه د ولایتی شورا یو تن غړي بسم الله افغان مل په ۲۰۱۰ کي داختر په دوهمه ورځ ویل: زه پنجوايي ته ولاړم هغه نازک لاسونه مي راټول کړل چي داختر لپاره په نکرځو سره وه او امریکایانو په بمباريو ټوټه ټوټه کړي وه.

ایا امریکایانو خلک ژوندي په اور ونه سوځل؟

ایا امریکایانو مسجدان ونه نړول؟

ایا امریکایانو پر ترجمانانو جنسي تیري ونه کړل؟

ایا امریکایانو خلک په سپو ونه خوړل؟

حاصل داچي کوم ظلم امریکایانو په افغانستان کي ونه کړئ؟

او کوم کار چي امریکایان په افغانستان کي کول وغواړي هغه نسي کولای؟ او دمجاهدینو پرته دبل چا څخه ډار لری؟

ښه ښه!

افغانه تاته وایم! عبیدالله بارګزی ته نه وایم پر دې ټولو کارونو باندي ده ته غیرت نه ودرېدئ پر ملاصاحب ښه پهلوان دئ.

ښه نو بیا هم ته دداسي خلکو په خبرو دوکه سې؟ خپل ګرېوان ته سر کښته کړه!

۳: وايي: های های دپنچاپ غلامه!

تعجب!!! دلس ګونو کفري هیوادونو دعسکرو په توره دلته ناست یې، که هغه نه وي ښه درته معلومه ده چي شپه لا ولاکه وکړم، که زحمت درباندي راسي ورځې لاسونه یې مچوي، پیسې دي ددوی دي ، توپک دي ددوی دئ، دریشي دي ددوی ده ، ټانک دي ددوی دئ، خوراک دي ددوی دئ، طیاره دي ددوی ده، ته یې تر قومنده لاندي یې ، دوی دي تر قومنده نه دي لاندي ته ازاد یې ، مجاهد هر تکلیف قبول کړ، غلامي یې قبوله نه کړه، جوړ حکومت یې تر ازادۍ قربان کړئ او دازادۍ لپاره یې هر ا متیاز دلاسه ورکړ، او ستا سره په هغه توپک جنګیږي چي تا په غلامۍ د امریکايي څخه اخستی او مجاهد دجهاد به زور ځني اخستی دئ ته ازاد یې!!!!

مجاهد غلام دئ؟!

افغانه فکر وکړه! دوی خو مجبور دي چي دخپل رزالت لپاره یوه توجیه وکړي تاته څه پېښه ده چي ددوی په دغو بې منطقو خبرو تر تاثیر لاندي راځي او دا وايي: د ۹۷ کال ازادي مو مبارک سه!

ولي داسي نه وايي؟ چي دازادو مجاهدینو دي دازادۍ مبارک سي چي ۹۷ کال مخکي یې هم اخستې وه او اوس یې هم اخستې ده، دافغانستان زیات سیمه یې دپردیو او دپردیو دغلامانو په قبرستان بدله کړې ده، بیا وایم:

د۹۷ ازادي دی دازادو خلکو مبارک سي، غلامان ته دي دغلامۍ او ژر شرمندګۍ مبارک وي.

دا خو درې نمونې درته بیان کړې داسي پیښي دي افغانیت ورباندي شرمیږي.

الله جل جلاله دي موږ ته عفوه وکړي چي پردې لار مو کم قلم چلولی دئ توپک خو پریږده بس دا به وایم:

تر دا کږه لونګۍ دي جار شــــم
تړلې تاته ده په خیال زه درسره ځمــــــــه

دیوه ازاد او سمسور افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x