
دلته غلام تر ازاد ډیر د ازادۍ نعرې وهي..!
روحاني
دا موږ ته چي پوښتنه پیدا ده، چي ازاد څوک دی او غلام څوک؟
د دې وجه دا ده، هغه خلک چي همېشه د غلامۍ په ځنځیرونو کلک تړلي او د غرب په غلامۍ کي سر تر نوکه ډوب وي او د خپل ولس ټوله ښېګڼي د بادار و لمن ته ور اچوي، هغه تل د ازادۍ تش شعارونه ورکوي او د ازادۍ په لمانځلو کي تر ټولو مخ ته غورځي.
نو ځکه خو یې د غلام او ازاد تر منځ توپیر ورک کړی دی.
دلته زه د ځینو غلامو ادارو مدیران پيژنم چي یوه ثانیه هم د بادار د امر خلاف نه تیروي، مګر هغه هم ازادي لمانځي او د ازادۍ شعارونه ورکوي.
آیا دا غلامي نه ده چي شپه او ورځ د خپل راتلوونکي نوي نسل په ګمراه کولو کي لګیا وي!؟
آیا دا غلامي نه ده چي شپه او ورځ په خپله سپېڅلې او سنتي ټولنه کي د غربي چټل کلتور خپروي!؟
آیا دا غلامي نه ده چي شپه او ورځ په خپله اسلامي ټولنه کي د کمونیزم او سیکولریزم مفکوره ترویجه وي!؟
د ویښ ضمیر او وجدان لرونکي ځواب به د دې پوښتنو په مقابل کي هو وي..!