شعـــــرونه

اې دشنودرو وطنه!!!

اې دشــنـو درو وطــنه ! ستا په ننګ مي ســـر قــربان شه
ستا دغـــرونو او رغـــونـو په  لــونګ مي ســـر قــربان شه

لتا ځارشمه زر وار لكـــه پتــنګ په ميـنه مـيـنه
زړه مي وړى كابل جان دى په سالنګ مي سر قربان شه

قهرمان دى چي هرڅوك دى كوم چي دين اووطن ساتي
په دا هسي نازولى او خوشــــرنګ مي سر قربان شه

له ايمـــان ســـره ټكـــريې دسيــــتار او رباب شــــرنګـــه!
دغازي دمستي توري په مست شرنګ مي سر قربان شه

ددې سترې نړۍ هر يو مسلمــان مي دزړه ســر دى
دافغان په خوارملنګ  او شاه اورنګ مي سر قربان شه

سوله غواړم امن غواړم درته تل له پاكه ربه
هوچي دين پرې ګټل كيږي په هاجنګ مي سرقربان شه

په الهــام مي سلام وايه ځـــم رســـا دحـــق سنګـــر ته
دغيرت پيالې دي څښمه په دې بنګ مي سر قربان شه
2013/11/01

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x