د نن سرلیکنه

د هیواد د خپلواکۍ په نمانځ غونډه کې د ولسمشر پر وینا څو ټکي

(نن ټکی اسیا – سرمقاله): نن ولسمشرغني په ارګ کې د هیواد د خپلواکۍ د ۹۷ کلیزې په مناسبت ترتیب شوې غونډې ته یوه هیجاني وینا واو روله.

نوموړي په یادې وینا کې د خپل حکومت او د هغه د داخلي او خارجي سیاست د خپلواکي په اړه یادونه وکړه.

که څه هم چې یاده غونډه اصلا له انګریزې استعمار څخه د هیواد د خپلواکي د بیرته اخیستلو په مناسبت جوه شوې وه خو ولسمشر په خپلې ټولې ۲۰ دقیقه يي وینا کې له سره تر پایه یوځل هم د انګریزاو د هغوی له استعمار څخه د افغانستان د خپلواکي نوم په خوله رانه وړ.

ولسمشر په خپلو خبرو کې ډیر احساساتي ښکاریدو، داسې تصنعي احساسات چې د غونډې برخوال يې د خپل غږ په لوړوالي سره په زور په احساساتو راوستل.

نوموړي د خپلې وینا لپاره کوم مشخص عنوان نه درلود؛ بلکې په غیر مرتب ډول يې خبرې کولې تر دې چې د افغانستان د جغرافیايي اهمیت په اړه يي د اقبال لاهوري مشهور شعر … ازفساد او فساد آسیا … درګشاد او ګشاد اسیا… هم په … (ازکساد او کساد اسیا) ویلو سره ناسم ووایه.

ښاغلي غني په خپلې ټولې وینا کې د خپل حکومت په ناخوالو او نیمګړتیاوو یوه خبره هم نه وکړه.

نه يې په جنوب اوشمال کې د دولتي حاکمیت له لاسه د وتلیو سیمو یادونه وکړه ، نه يې په هلمند کې د سلګونو وژل شویو سرتیرو له کورنیو سره خواخوږي وښودله او نه يي هم په پکتیکا کې د بهرنیو ځواکونو په برید کې د وژل شویو تنکیوماشومانو په شهادت خپل تأثر څرګند کړ.

د ښاغلي غني د وینا له سیاق او سباق څخه يي داسې ښکاریده چې یا نوموړی په ټولیز ډول د هیواد له موجودو واقعیتونو څخه ناخبره دی او یا نه غواړي د هغوی په واقعیت باندې اظهار نظر وکړي.

ولسمشر غني د خپلې وینا په ترڅ کې د ده او ډاکتر عبد الله ترمنځ له را ولاړشوي جنجال څخه هم په څنګ تیر شو.

معمولا دغه ډول تاریخي او ملي ورځې د هیوادونو د مشرانو لپاره یوتاریخي فرصت وي چې هغوی خپل ولس ته ورکي د خپل حکومت لاسته راوړنې یادوي او د نیمګړتیاوو په پوره کولو کې یې د هغوی مرسته غواړي.

خو د ښاغلي غني له وینا څخه داسې ښکاریده چې نه د ده په مشري ګډ حکومت په خپلې حکومت ولي کې څه نیمګړتیا لري او نه د هغې نیمګړتیا په پوره کولو کې د خپل ولس مرستې ته اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x