افغانستان

دولتي ځواکونو له مقاومت پرته دهنه غوري ولسوالۍ پريښي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، زمري ۲۸مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایت اوسیدونکي وايي چې دولتي ځواکونو د دهنه غوري ولسوالۍ د ساتنې لپاره مقاومت نه دی کړی او له جګړې پرته تښتېدلي دي.

د سیمې مدني فعالان په دولتي چارواکو تور لګوي چې له طالبانو سره یې د ولسوالۍ په سقوط کې پټه همکاري کړې. دا ګومانونه وروسته له هغه لا پیاوړي شول چې په رسنیو کې د بغلان امنیه قومندان لخوا د دهنه غوري د پولیسو علمیاتي قومندان «سید انور سادات» ته استول شوی لیک افشا شو، په نوموړي لیک کې د دهنه غوري د پولیسو عملیاتي قومندان ته امر شوی چې د اګست په ۱۴مه، چې د ولسوالۍ د سقوط له ورځې سره سمون خوري، سهار وختي خپله دنده پریږدي او پلخمري ته ځان راورسوي.

د بغلان والي «عبدالستار بارز» هم مني چې امنیتي ځواکونو له مقاومت پرته د دهنه غوري ولسوالۍ پریښي ده، خو زیاتوي چې له اړوندو چارواکو څخه به په دې اړه تحقیقات او پوښتنې ګویګنې وکړي.

ښاغلی بارز وايي:

«له دهنه غوري ولسوالۍ څخه د تاکتیکي شاتګ په اړه باید پوښتنه وشي، چې په داسې حال کې چې نه د امنیتي ځواکونو پزه وینې شوه او نه دښمن ته تلفات واوښتل، ولې په دومره اسانۍ یادې ولسوالۍ سقوط وکړ».

د بغلان اوسیدونکی او د سیاسي چارو کارپوه «نجیب الله احرار» د بغلان ولایت د سقوط له ګواښ سره مخامخ بولي او زیاتوي چې که دا ولایت سقوط وکړي د شمال او شمال ختیځ لس ولایتونو سقوط ورسره تړلی دی.

د سیمي اوسیدونکي وايي چې طالبانو د بغلان کندز په لویه لاره د تالاشۍ پوستې جوړې کړي او دولتي سرتیرو ته له دغې لارې د تېریدو اجازه نه ورکوي.

د دهنه غوري ولسوالۍ د تېرې یکشنبې په ورځ سقوط وکړ او په بشپړه توګه د طالبانو لاس ته ولوېده. نوموړې ولسوالۍ اوس هم د طالبانو تر واک لاندې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو قومندان «عبدالغفار احسان» وايي چې اوسمهال شاوخوا ۳۰۰ طالبان په دهنه غوري ولسوالۍ کې فعال دي او د ولسوالۍ چارې پرمخ وړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x