د سوريي په زندانونو کې لسګونه زره کسان وژل شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، زمري ۲۹مه ۱۳۹۵ل):د بښني نړيوال سازمان په هغه راپور کې چې د (( انسان ماتوي : د سوريې په زندانونو کې ربړونه ، ناروغۍ او مرګ )) تر عنوان لاندي يې پرون د پنجشنبې په ورځ خپور کړی ويلي : د سوريي په زندانو کې لسګونه زره کسان وژل شوي.

راپور ليکي : په سوريه کې د ۲۰۱۱ م کال د مارچ مياشتي راهيسي چې د بشار الاسد پر ضد پاڅون پيل شوی د ۲۰۱۵ م کال تر ډسمبر پورې ۱۷۷۲۳ تنه په حکومتي زندانونو کې له شکنجو او ربړونو وروسته وژل شوي.

د سوريي حکومت د تېر په څېر دا ځل هم د بښني نړيوال سازمان هغه راپور رد کړی چې وايي په دولتي زندانونو کې نژدې ۱۸ زره کسان تر شکنجو وروسته وژل شوي.

د بشري حقونو ملاتړو ډلو پر نړيوالي ټولني غږ کړی چې په دمشق له فشار راوړلو سره دمشق مجبور کړي تر څو له يادو ظالمانه کړونو لاس په سر شي.

د راپور له مخي په اوسط ډول هره ورځ ۱۰ تنه يا په مياشت کې تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي.

راپور زياتوي زندان ته له وړلو سره سم د هر بندي ښه راغلاست د ساتونکو له خوا په وهلو ، ټکولو شوی.

د بښني نړيوال سازمان له نړيوالي ټولني او خصوصاً له امريکا او روسيې چې په سوريه کې د سولي خبرو لارښوونه کوي غوښتي تر څو د يادو ادعاوو څېړنه وکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د