ورزش

یوسین بولټ د سرو زرو مډالونو ګټلو نوی ریکاډ جوړ کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، زمری ۲۹مه ۱۳۹۵ل): یوسین بولټ چې د نړۍ تر ټولو چټک انسان دی د ریو ډي جنیرو اولمپک سیالیو کې په ۲۰۰ مترو زغاستې سیالۍ کې لومړۍ مقام ترلاسه کولو سره په اولمپک سیالیو په تاریخ کې د لومړی ځل لپاره د سرو زرو ۳ پرلپسې مډالونو ګټوونکی لوبغاړی شو.

د برازیل په ریو ډي جنیرو ښار کې د اولمپک سیالیو په ۲۰۰ مترو زغاستې سیالۍ کې یوسین بولټ ټاکل شوې فاصله په ۱۹.۷۸ ثانیو کې طی کولو سره د ریو اولمپکس ۲۰۱۶ کې د سرو زرو دوهم مډال خپل کړ او د کاناډا اندرې ګریس دوهم مقام خپل کړ.

له دې څخه وړاندې نوموړی د ریو اولمپکس ۲۰۱۶ د ۱۰۰ متره زغاستې سیالۍ ګټلو سره د اولمپک په سیالیو کې په پرلپسې ډول د سرو زرو دریو مډالونو ګټوونکی لومړی لوبغاړی و.

د جمیکا هیواد دغه لوبغاړی د ۲۰۱۲ لندن او ۲۰۰۸ بیجنګ اولمپک سیالیو کې هم د سرو زرو مډالونه ترلاسه کړي وو او په ۲۰۱۲ د لندن په اولمپک کې د نړیوال ریکاډ په جوړولو هم بریالی شوی و.

نوموړی په پرلپسې توګه په ۱۰۰ مترو زغاستې کې ۳ ځلي، ۲۰۰ متره او ۱۰۰*۴ مترو کې یو یو ځل اتل شوی.

یوسین بولټ له دغه بریا وروسته له خپلو خوښوونکو سره تصویرونه واخیست او وویل چې نوموړی په دغو لوبو کې ځان ثابت کړی او نور څه ثابتولو ته اړتیا نه لري.

یوسین بولټ وویل چې د نړۍ تر ټولو پیاوړو لوبغاړو (سوک وهوونکی محمد علي او فوټبالر پیلي) په نوملړ کې خپل نوم لیکلو هڅه کوي او هیله يي وښودله چې ډیر ژر به دغه بریا هم ترلاسه کړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x