نظــر

د سعودي او امریکا ترمنځ د اوږدمهالې دوستۍ زيانمنۍ ته لنډه کتنه!

له ډېره وخته هرچاته څرګنده ده، چې د سعودي واکمن نظام، په سیاسي چارو کې په بشپړ ډول د امریکا سياسي تګلاره خپله کړې وه، تردې  چې د خپل هیواد ګټې يې هم د امريکا تر ګټو قربان کړي وې. هغه دا چې د صدام په وړاندې يې امریکایانو ته فوځي اډې ورکړي، د بهرنیو عسکرو ټول لګښت يې د خپلې ملې خزانې څخه پری کړی، همدارنګه یې د خپل هیواد اسلامپال ځوانان يې د امریکایانو د خوشالولو لپاره دښمنان ګرځولي، په چا یې زندانونه ډک کړي، او څوک یې تری تم کړي، د مسلمانو ولسونو په وړاندې يې د وخت د سرکشه ظالمانو ننګه کړې.

په ښکاره ډول د سعودي په سياسي تګلارې باندې د امریکایی سیاست د برلاسۍ لامل داسې ښکارېده، چې امریکا، سعودي واکمن نظام ته د هاغو ټولو کورنيو او بهرنيو خطرونو په وړاندې چې ورته ګواه متوجه وه، د کلک د ملاتړې په ډول ولاړ دی او په مقابل کې سعودي هم ورته لاس په تندي ولاړ دی.
خو د ځینو عربي شنونکو او لیکوالانو په آند، په حقیقت کې، له پیله کوم ښه نیت چې سعودي پر امریکا درلود، امریکا پکې رښتنې نه وه، او نه يې پکې ځان ژمن باله. او نه تراوسه امریکا بل کوم هیواد سره په دوستۍ کې ترپايه رښتینې پاتې شوې.
د بېلګې په ډول، امریکا د ایران د پخواني پاچا ترڅنګ ونه دریده، البته کله چې د واک له ګدۍ څخه په لوېدلو شو.
همدارنګه کله چې د حسني مبارک، زین العابدين بن علي په وړاندې ولسي پاڅونه رامنځته شول هم، نو امریکایانو پخوانۍ انډیوالۍ ته ونه کتل او یوازې يې پرېښودل.
په عراق یې یرغل وکړ، د خپلې خوښې یوه اداره یې رامنځته کړه، خو چې کله پرې زور راغی، نو له عراقه یې هم پښې سپکې کړې، او لاسپوڅې اداره یې ځانته پرېښودله.
همدارنګه په افغانستان کې هم داسې ښکارې چې د طالبانو په مشرۍ د افغان ولس د سخت مقاومت په وړاندې پاتې راغلي، اوس غواړي د اوړو پوزه ځان ته جوړه او له دغه هیواده هم پښې وباسي. بیا به نه د کابل ادارې سره پخوانۍ اخلاص وی او نه ملاتړ.

لنډه دا چې د امریکا دوستي تر هغه وی، ترڅو یې د خپلو سیاسي او اقتصادي ګټو د پرمختګ تمه وي. او تاریخ په ډاګه کړې چې د هر دولتي نظام رښیتنی او باوری قوت او پیاوړتیا د اولس په ملاتړ کې نغښتې ده، د امریکا یا بل هر نیواکګر ځواک، اقتصادي او نظامي پياوړتیا، ورته هیڅ ګټه نه شي رسولی.

لنډه دا چې د امريکا د چتر لاندې د سعودي بهرنۍ سياسي تګلاره دومره غیر معقولانه وه، چې ټولې هلې ځلې يې بې پایلې شوې. تردې چې کوم امریکایی ولس چې  ګانګرس او د سنا مجلس يې هم له استازو جوړ شوی، هغوی ټولو له پیله سعودي ته د یوه سياسي او استراتيژيک ملګري هيواد په سترګه نه کتل، بلکې د دوی په اند سعودي يو هيواد دی چې په اوچت نرخ ورته تېل خرڅوي اوبس. له همدې کبله امريکايي مشران په خپلو انتخاباتي هلو ځلو کې هم له پخوا دا خبره څرګندوي چې باید د سعودي په تېلو باندې اعتماد ونه کړی شي. یعنې امریکایان له پخوا د سعودي د بديل په لټه کې ښکارېدل. نو له دې دا هم څرګندېږي، چې امریکایانو ته د سعودي ارزښت یوازې په تېلو کې نغښتی برېښېده، که چېرې دغه تېل له بله درکه لاس ته ورتللی، نو بیا خو به يې لا پخوا سعودي څخه توجه اړولې وې.

په سعودي باندې دامریکا لخوا په دوامدار ډول د بشري حقوقو او په ځانګړي ډول د ښځو حقوقو او بهرنیو مزدورانو اړوند نيوکې هم روښانه کوي چې سره له دې چې سعودي امریکا ته له هرڅه تېر وه، خو امريکا ترې بیا هم ډاډه او  راضي نه وه.
نو سعودي ته په کار نه وه چې د خپلو ناچيزو ګټو په بدل کې يې خپلې ټول ملي او ديني ارزښتونه ترپښو لاندې کړي وای، بلکې سعودی کولی شول، چې د خپل اقتصادي پیاوړتیا څخه په ګټې اخستلو سره يې په غربي نړۍ سياسي برلاسي ترلاسه کړې وای.

اوس به راشو دې ته چې د سعودي او امریکا ترمنځ  کړکيچ څرنګه رامنځته شو؟

که څه هم د سعودی او امریکا دغه زړه بداوی د دوه کالو راهیسې پيل شوی، او دواړو خواوو يې هم په مخنيوي کې هيڅ د پام وړ ګام نه دی اخستی. خو په رسنيز ډګر کې دغه لانجه تېره اونۍ هاغه وخت ګرمه شوه چې سعودي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د لنډمهالي غړيتوب څخه ډډه وکړه، او په دې سره د پخواني پټ اختلاف څخه پرده پورته شوه. ځکه د وال سټريټ ‌ژورنال ورځپاڼې د خپور شوي خبر په اساس، د سعودي د استخباراتو رئيس امیر بندر بن سلطان وويل، چې «دا کار امریکا ته یو پیغام وه، نه ملګرو ملتونو ته». د نوموړي يادو څرګندونو ته په کتو ویلی شو، د دواړو هیوادو ترمنځ ښه ژور اختلاف او مرورتیا شتون درلود.
همدارنګه کله چې څو اونۍ مخکې د امریکا د بهرنۍ چارو وزير جان کيري له امیر بندر څخه د لیدنې غوښتنه وکړه، ورته وویل شول چې هغه بهر ته په سفر بوخت دی، په دې چلند سره يې هم زړه بداوی څرګندېږي.
د سعودي او امریکا د اختلاف د رامنځته کېدو له خبر خپرېدو سره هممهاله د یوې بوشکې تیلو بیه د 1,3 ډالرو څخه تر 110,9 پورې پورته شوه. http://www.albawaba.com/ar/%D8%A3%D8%B9%D9%85%D8%A7%D9%84/%D8%A7%D9%84%D9%86%D9%81%D8%B7-%D8%A7%D9%84%D8%B3%D8%B9%D9%88%D8%AF%D9%8A%D8%A9-528456

د دواړو هیوادو ترمنځ د رامنځته شوي اختلاف لاملونه څه دي؟

که څه هم ځينې شنونکي د دغه اختلاف لامل، په سوریه باندې د اوباما لخوا د بريد د خبرداري څخه په شا تګ، او له ایران سره په اتومي لانجه خبرې اترې کول ښيي. خو ځينو شنونکو نور لاملونه هم په ګوته کړي، د بېلګې په ډول په واشنطن کې د خلیج د چارو یو کارپوه (سایمون هندرسون) وایی چې د سعودي استول شوی لیک مهم ټکی دا دی چې اوباما او حکومت یی د سعودي په ګټو غوږونه کاڼه کړي دي.
له دې هم معلومه شوه، چې امریکا له سعودي یوازې خپلو موخو ته د ځانو رسولو په برخه کې کار اخستي، خو په مقابل کې يې د سعودي ګټې او ارزښتونه په نظر کي نه دی نیولي، او د هغوی ټولې نامشروعه ښېګنې يې هېرې کړې.
ځینې څېړونکي وايي: د امریکا او ایران د ولسمشرانو ترمنځ، د اتومي مسلي په هکله جوړجاړي ته ليوالتیا، سعودي واکمن نظام انديښمن کړی. ځکه سعودي په دې ډارېږي چې ایرانیان به امریکایان تېر باسي او د اتومي قوت په حیث به يې ومني.

د دغه رامنځته شوي اختلاف اغېز څومره دی؟
که له يوې خوا ځينو مخکنيو او اوسنيو امریکایی چارواکو سعودي سره تړينګلی حالت خطرناک بللی، او دې ته يې «د غوسې لنډ محاله کودتا» نوم ورکړی. د دوی په اند به د دوه اړخيزو اړیکو هیڅ پخوانی اثر به ورسره پاتې نه شي.
 خو له بلې خوا  د امریکا ملی امنیت ادارې یوې سرچینې بیا دغه اختلاف په منفي اړخ کې دومره اغیزمن نه دی ارزولی، او زیاته کړې يې ده چې تراوسه سعودي د امریکایی فوځي تاسیساتو هیڅ مخنیوی نه دی کړی، چې پکې د بې پیلوټه الوتکو هاغه فوځي اډه هم شامله ده، له کومې څخه چې په یمن کې د اسلامپالو په ضد کار اخستل کېږي.
د دوی د اختلاف په ترڅ کې، د سعودي په خاوره کې د یمن په هیواد د برید کوونکو الوتکو د اډې په شتون هم اعتراف وشو. چې د دغو بريدونو په ترڅ کې تراوسه ۲۰۰۰ بې ګناه یمنی او نور خلک وژل شوی دی.  http://almashhad-alyemeni.com/news32346.html
همدارنګه یو بل امریکایی پخوانی چارواکی چې د امریکا او سعودي ترمنځ د اړیکو پراخ معلومات لري، وایی: د دواړو هیوادو ترمنځ اختلاف که څه هم د یوې کورنۍ دی خو خطرناک دی.
خو په واشنتن کې ځينې نور شنونکي وایی: د سوريی، ایران، مصر په اړه نظرونه دومره ډېر ګډ وډ شوي دی، چې ګمان نه کیږی چې بیا به پخواني حالت ته وروګرځي.
د پورتنۍ سياسي څېړنې څخه څرګنده شوه، چې سعودي چې تراوسه امریکا سره د څه لپاره مرسته کړې وه او د خپل هیواد ګټې يې په خطر کې اچولې وې، نه یوازې هیڅ په لاس ورنه غلل، بلکې له همدې امریکا لخوا د ځينو ګواښونو سره هم مخ شول، چې د بېلګې په ډول په اتومي مسله د ایران او امریکي د خبرو پرمختګ یادولی شو، چې د سعودي واکمن نظام له پاره ستر کواښ بلل کېږي.
او د رسول الله صلی الله علیه وسلم، دا حدیث  ورباندې مصداق وموند چې «من أعان ظالما على ظلمه سلطه الله عليه»  یعنې چا چې له ظالم سره د ده په ظلم کې مرسته وکړه، الله تعالی به یو وخت همدغه ظالم بېرته پرې ورمسلط کړي.
نو څرنګه چې د سعودی واکمن نظام امریکایانو سره له حده زیاتې مرستې کړي، د مظلومو ولسونو په ستونو باندې يې د دوخت فرعون چاړه ورسره په شریکه کش کړې. او په اوسنۍ زمانه کې يې د اوسني فرعون لپاره د پخواني هامان رول ترسره کړی. نو په پوره ډاډ سره ویلی شو، چې د سعودي واکمنه کورنۍ به د پورتني حدیث په مصداق د خپلو پخوانيو دوستانو څخه لا زیات ذلیله او وکړيږي. ان شاء الله.

معراج الدين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x